سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهپه ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه...

په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه غونډه جوړيږي

تاند:( جمعه، د حمل ۲۶ مه) ‏‏‏‏د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ډېر ژر به په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسیدګۍ لپاره د افغان، ایران، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د چارواکو ترمنځ غونډه جوړه شي.

سرچینه زیاتوي، په دې غونډه کې به د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وشي او د حل لارې چارې به ورته ولټول شي.

 په وروستیو کې يادو هېوادونو ته د افغان کډوالو د ډېر ورتلو او هلته یې د ستونزو د زیاتیدو خبرونه ورکړل شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس ويلي، چې په مشهد کې پر درېیو ایراني روحانیانو له برید وروسته په هغه هېواد کې د افغان کډوالو ژوند تریخ شوی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي ویډیوګانې او انځورونه ښيي چې امنیتي ځواکونو او یو شمېر ایرانیان افغان ګډوال وهي او ځوروي، خو ایراني چارواکو ویلي، چې دغه ویډیوګانې او انځورونه له تېرو وختونو څخه دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له ایران څخه د افغان کډوالو په زور ایستل هم پيل شوي دي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په تېره یوه میاشت کې زرګونه افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راستانه شوي چې ډېری یې په زور ایستل شوي دي.

تېره اوونۍ سلګونه افغان کډوال له پاکستانه هم ایستل شوي وو‌‌.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب