محمد عارف رسولي
سریزه
دوه لسیزې مخکې، دولتونو د خصوصي سکتور د کار لپاره کومه مهمه ستراتيژي نه لرله، زیاتو په زیربنايي پروژو کې په عامه سکتور ټینګار کاوه، یو شمیر نورو فکر کاوه چې دولتي او خصوصي سکتور باید سره سیالي وکړي، خو کله چې قوانيڼ سم پلي نه شي، د دولتي سکتور یو شمیر اجنسۍ په خپل سکتورکې د رقیبو خصوصي کمپنیو سره مرسته نه کوي بلکه خپل حریف یې بولي او به زیاتو شرایطو کې یې په ځانګړي ډول په هغو هېوادونو کې چې د قانون حاکمیت کمزوری او فساد زیات وي، د کار مخه نیسي، لاسته راوړنې یې تحریفوي، په شفافه توګه د ستونزو راسپړل ممکن نه وي. بله ستونزه دا وي چې دولتي ادارې هم د ځان په څارنه کې د منافعو د ټکر (Conflict of Interest) له کبله سمه دنده نه شي تر سره کولی، یعنې په خپلو تیروتنو خاورې اړوي، دا د انسان او انساني سازمانونو خاصیت دی، نو د نظام جوړښتونه او قوانین باید د دې کمښت مخه ونیسي او په نظام کې باید د چک (ارزونې) او توازن راوستلو سیستم شتون ولري. د دې ښه مثال په دولت کې د دریګونو قواوو شتون او د محاکمو استقلال دی، تر څو یو د بل به کړنو قضاوت وکړي، نو ځکه پخوا د خصوصي سکتور پانګه په زیربنايي کارونو کې کمه کارېدله.
خو اوس ګورو چې په دولتي سکتور تکیه کوونکو له چین، روسیې، د شرقی اروپا هېوادونو، ترکیې او زیاتو نورو ملکونو د خپل خصوصي سکتور په مرسته په زیربنايي برخو کې زیات پرمختګ کړی دی. په دې کې شک نشته او تجربو ثابته کړې چې کله خصوصي سکتور وړتیا، تخصص او پانګه ولري، او په رڼه توګه د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د دولتي سکتور په مشرۍ سره په زیربنايي پروژو کې پانګونه وکړي، د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره پانګه، مدیریت او عمومي وړتیا څو ځلې زیاتیږي. دا چې څنګه دا کار ممکن شوی لاندې به ورباندې بحث وکړو.
د دولتي یا عامه سکتور او خصوصي سکتور ګډ کار او مشارکت په افغانستان کې خورا زیات مهم دی، ځکه چې موږ د پانګې له کمښت سره مخ یو او د مدیریت، په پروژو کې د خطرونو د ویش او اغیزمنتوب په ټولو ساحو کې ستونزې لرو.
په دې لیکنه کې به د عامه (دولتي) او خصوصي سکتور په مشارکت خبرې وکړو.
لنډیز
د د دولتي (عامه) او خصوصي سکتورونو تر منځ د مشارکت مسئله نن سبا نړیوال اهمیت مومي په یو څو کلونو کې ورباندې لګول شوې پیسې له میلیاردونو ډالرونو و تریلیونونو ډالرو ته اوښتې ده. خو دا یوه پېچله مسئله هم ده او زیاتې هڅې غواړي تر څو په یوه هېواد کې دا روښ بریالی شي. نو په نړیواله کچه د زیاتو څېړونکو او پلي کوونکو لپاره د دې مشارکت د « بریا مهم عوامل» د علاقې وړ مسئله ده.
په دې مشارک د ۱۹۹۰ ام کال راهیسې زیاتې څېړنې شوې دي، تر ټولو زیات پېژندل شوي د بریا مهم فکتورونه د خطر تخصیص او شریکول، د خصوصي سکتور قوي کنسورشیم (اتحادیه)، د دولت قوي سیاسي اراده او مرسته، د ټولنې او عوامو تایید او شفافه تدارکات دي. څېړنو ښودلې چې استریلیا، انګلستان، چین او هانګ کانګ د زیاتو څېړونکو لپاره د زیاتو مطالعاتو او څېړنو په مرکز کې و تر څو د دې مشارکت لپاره د بریا تر تولو زیات مهم عوامل ومومي. همدارنګه، د څېړنو غوره او اختیار شوي روښونه د ځانګړو کیسونو ( پروژو) مطالعه، د سوالنامې او سروې مخلوط میتودونه وو. موندنو د بریا د مهمو عواملو یو مجموعي انځور وړاندې کړی تر څو په راتلونکي وخت کې د پلي کولو سره مرسته وکړي. تر دې وراخوا، د بریا د مهمو عواملو یو چک لیست ته وده ورکړل شوې، چې کیدی شي د لا زیاتو مشاهداتي مطالعاتو لپاره اختیار شي او ورنه کار واخیستل شي.
تعریف
د خصوصي سکتور د یوه واحد او د یوې دولتي ادارې تر منځ یو اوږدمهاله قرارداد دی، تر څو عامه دارايي یا خدمات رامنځته او وړاندې کړي، په کوم کې چې شخصي کمپني د ملاحظې وړ خطر او د مدیریت مسؤلیت قبلوي، او اجوره یې په اجراآتو پورې تړاو لري.
پسمنظر
د عامه یا دولتي سکتور او خصوصي سکتور د مشارکت سابقه
د ۲۰۰۷-۲۰۰۸ کالونو تر مالي بحران وروسته د دولتي او خصوصي سکتور تر منځ د مشارک پالیسۍ لپاره په نړیواله کچه په دواړو پرمختللو او مخ پروده هېوادونو کې زیاته لیوالتیا رامنځته شوې ده. زیات حکومتونه نن سبا په ټوله نړۍ کې هڅې کوي چې د خصوصي سکتور تخصص او پانګې ته لاسرسی ومومي تر څو د خپلو زیربنايي سکتورونو د بودیجې کسر (کمښت) جبران کړي؛ په دې اړه څېړونکو هم په نړیواله کچه هڅې پیل کړې دي چې د دې حساسې پالیسۍ په پلي کولو او عملي کولو کې څېړنې وکړي ( چان، او نور.، ۲۰۱۰، چیونګ، او نور.، ۲۰۱۲، ګریمسي او لیویز، ۲۰۰۲). د دې څېړونکو خپرو شویو موادو پلي کوونکي او نوي څېړونکي دواړو ډلو ته توان ورکړی دی چې په دې پالیسۍ باندې لا نور زیات نظریات راټول کړي ( الشریف او کاکا، ۲۰۰۴).
له نویمې لسیزې راهیسې په دې مشارکت کې زیاتېدونکې علاقه د دې لامل شوې ده چې په زیاتو اړخونو یې زیاتې پلټنې او تحقیقات وشي؛ د خطر مدیریت، د اړیکو مدیریت، له مالي پلوه مناسب والی او تدارکات هغه ساحې دي چې ټول په نړیواله کچه زیات څېړل شوي دي. په تیره لسیزه کې هغه مسئله چې د زیاتو څېړونکو پاملرنه یې ځانته راواړوله د عامه او خصوصي سکتور د مشارکت د « بریا مهم عوامل» وو. دا د ۱۹۹۸ تر ۲۰۰۸ پورې له مطالعې رابرسیره شوې ده.
د دې مشارکت د بریا په عواملو کې زیاتې موندنې په دولتي لارښوونو او مقرراتو کې ورزیاې شوې دي، ترڅو ځايي پلي کوونکي په دې هکله په تر ټولو غوره لارو خبر کړي چې وکولی شي اړونده پروژې سمې مدیریت کړي. همدارنګه، موندل شوې ده چې به تدریجي توګه د علاقې زیاتوالی د ملکونو له ځانګړو « بریا له عواملو» څخه و تر ټولو غوره نړیوالو فعالیتونو او کړنو ته اوښتې ده. په وروستیو ۲۳ کلونو کې چې دا ډول مشارکت رامنځته شوې پنځه تر تولو زیات راپور ورکړل شوي د « بریا فکتورونه » عبارت دي له: د خطر تخصیص او ویش، د خصوصي سکتور قوي اتحادیې، سیاسي ملاتړ، د ټولنې / عامه ملاتړ، او شفافه تدارکات. په دې هکله ترټولو غوره د څېړنې میتود د «کس ستډي» یا د خاصو حالاتو او پروژو مطالعه او د اړونده هېواد شرایط دي، تر څو د بریا فکتورونه وموندل شي.
د عامه او خصوصي سکتور مشارکت (Public Private Partnership, PPP) په مختلفو ډولونو د څېړونکو او پلي کوونکو لخوا داسې تعریفیږي چې هر تعریف له یو بل څخه یو څه توپیر لري ( ابادي او هاوکرافت، ۲۰۰۴، کټري او ماندري پېروت، ۲۰۱۱). دا مشارکت د خصوصي سکتور مهارتونه او د مدیریت تخصص کاروي داسې چې موږ د عامه سکتور زیربنايي پروژې تیارې او پلې کړو ( سکایتریس، ۲۰۰۸). په حقیقت کې، د تدارکاتو دا ډول روښ د زیربنايي پروژو د سرته رسولو یو غوره میتود رامنځته کوي تر څو د پیسو لپاره ارزښت (Value for money) تر لاسه کړو او همدارنګه، د رقابتي وړاندیزونو (آفرونو)، د نرمو او تطبیقي مذاکراتو له ترکیبه او د شریکانو تر منځ د خطر مناسب ویش ته لاره پرانیزي (اکینتای او نور، ۲۰۰۳). د دې مشارکت له پرژو حکومتونه اوس د اقتصاد په نورو سکتورونو تمرکز کولی شي ترڅو د زیربنا ودې او انکشاف ته لاره اواره کړي (کومنګ، ۲۰۰۷).
دا شاخصونه راښيي چې څنګه څېړونکي په نړیواله کچه علاقه لري چې د دې مشارکت د پروژو د پلي کولو لپاره تر ټولو غوره لارې را وسپړي. که څه هم شک نشته چې د دولتي او خصوصي سکتورونو د مشارکت مسئله په نړیواله کچه د محققینو لپاره د علاقې وړ موضوع وي، ځکه دا مارکېټ پراخیږي او پوخوالي ته رسیږي. که څه هم د دې سکتور د « بریا په عواملو » موندلو کې زیاته علاقه شته، خو بیا هم د اړتیا سره سمه نه ده. نو ځکه زیاته ارزښت لرونکې خبره ده چې د دې مشارکت د « بریا د عواملو» په هکله د شته خپرو شویو موادو یو سیستماتیک او ژوره بیا کتنه وشي، ترڅو د یادو پروژو د تر ټولو ښه پلي کولو تر ټولو غوره لارې چارې دواړو پلي کوونکو او څېړونکو ته په ګوته شي.
د دې مشارکت مهم خاصیت د شریکانو ترمنځ د خطر شریکول دي ( کي او نور.، ۲۰۱۰الف، ۲۰۱۰ ب). د نورو تدارکاتي میتودونو خلاف، د دې مشارکت په ترتیباتو سره، خطرونه په زیات غور او دقت سره تشخیص او هغو شریکانو ته تخصیص کیږي چې د یادو خطرونو د جبرانولو او مدیریت ښه تدابیر ولري (لي، او نور.، ۲۰۰۵). تر دې وراخوا، دا مشارکت د دولتي ادارو او خصوصي سکتور د اتحادیو تر منځ د خپل تر ۱۰ کاله زیات اوږدمهاله اړیکو له کبله پېژندل شوی دی، نو ځکه د اغیزمنو عملیاتو لپاره د دوی تر منځ یوه ټینګه او دوام لرونکې اړیکه اړتیا ده ( میډلټن، ۲۰۰۰). په دې سکیم کې، هر ګډونوال یو څه منابع له ځان سره مشارکت ته راوړي چې کیدی شي، مادي یا غیر مادي وي ( اکینتوی، او نور.، ۲۰۰۳).
په افغانستان کې یې مثالونه
په افغانستان کې دا نوي نوښت و، یوازې د پروژو په جوړولو او ددواړو سکتورونو تر منځ د مشارکت په هکله د پوهاوي په قوانینو او مقرراتو کار کېده. همدارنګه، د کجکي د بند د پروژې انکشاف چې د یوې ترکي کمپنۍ سره یې قرارداد و، په بلخ او جوزجان ولایتونو کې له غازو د دوو خصوصي کمپنیو سره په مشارکت د برښنا تولید و.
د دولتي او خصوصي سکتور د مشارکت لپاره وړ پروژې څنګه وټاکو؟
دا پروژې په نړیواله کچه تر نورو هغو سکتورونو چې په عامه سکتور کې یې تدارکات تر سره کېږي زیاتې پېچلې دي او وار له مخه د پروژې د انکشاف لګښتونه پوره کول غواړي چې کیدای شي ننګونکې خبره وي. نو دولتي اداري، له همدې کبله، غواړي تر کومه چې امکان لري په هره پروژه پوه شي، مخکې له دې چې زیاتې وخت نیوونکې مطالعې، د پروژو ساختار جوړول او تدارکات رامنځته کړي او دا اړینه کوي چې د پروژو د انتخاب لپاره د غوره تخنیکونو او میتودونو ته انکشاف ورکړي.
په لمړیو پړاوونو کې د عامه او خصوصي سکتور د پروژو چڼ کول په مختلفو هېوادونو کې راښيي چې د فکتورونو یو مخلوط د بریا ترلاسه کوي، زیات وختونه د پالیسي جوړوونکو او تخنیکي کسانو لپاره ستونزمنه وي چې د په بریاليتوب سره د نور انکشاف لپاره ښې پروژې په لمړي سر کې غوره کړي. یوازې ټوله پاملرنه و هغو معیارونو ته ورګروزول چې چې په مقدار ولاړ وي، په وروستیو کلونو کې یې، ښې پایلې نه لرلې او اړتیا ولیدل شوه چې په کیفیت ولاړو معیارونو او اړخونو ته هم مراجعه وکړي. د چڼ کولو میتودولوژيګانې د هېوادونو د پالیسیو او د تمرکز په ساحو راڅرخیدلې. که څه هم هیوادونو د پروژو د چڼ کولو لپاره مختلفې میتودولوژيګانې کارولې، خو ټولو یې یو شمیر ګډ اصول پیروي کړي. دې پایلو د پروژو د چڼ کولو، انتخاب او انکشاف لپاره یو ابزار رامنځته کړی چې (Project Screening and Analytics Tool (PSAT)) بلل کېږي او د نړیوال بانک د « زیربناوو د تمویل، د عامه او خصوصي سکتور د مشارکت او تضمین ګروپ» ، رامنځته کړی دی.
دا ابزار چې مخفف یې پورته وښودل شو او (PSAT) بلل کیږي چې د یو چک لیست په توګه، د پروژې په هره مرحله کې مخکې د تدارکاتو څخه، کارول کیدی شي تر څو د پروژو مناسبوالی خوندي شي.
تشریح
دا د پوهې شریکولو او د پروژو د چڼ کولو او د لمړیتوب لرونکې پروژو انتخاب چې د عامه دولتي سکتور او خصوصي سکتور د مشارکت لپاره مناسبې وي، یوه پروسه ده. دا تشریح باید د څلورو تیمتیک ساحو په شاوخوا را وڅرخي:
- د پروژو د چڼ کولو لپاره استدلال او منطق
- د PSAT په مرسته د پروژو چڼ کول
- د مشارکت په لیست کې پروژو لمړیتوب ټاکل
- د چڼ کولو پروژه بنسټیزه (نهادینه ) کول تر څو ښه او غوره مشارکت رامنځته او بریالی شي
دا کیدی شي په څلورو غونډو کې تشریح شي، چې موضوعات به، د چڼ کولو په هکله د پوهې شریکول وي او همدارنګه چې ګډون کوونکي د پورته یاد ابزار (PSAT) په کلیدي عناصرو پوه شي.
نور بیا…