Homeخبرونهط په کابل کې د ایران پلوه لاریون سمبالګر نیولی

ط په کابل کې د ایران پلوه لاریون سمبالګر نیولی

تاند:( جمعه، د حمل ۲۶ مه) ‏‏د طالبانو امنيتي ځواکونو تېره شپه په کابل کې د هغه پارونکي بې لاریون سمبالګر نیولی، چې څو ورځې مخکې یې له ایران سره د افغانستان د ترینګلو اړیکو باوجود د هغه هېواد په ملاتړ لاریون کړی و.

ويل شوي، چې نیول شوی کس یارمحمد رحمتي نومیږي او تېره اونۍ یې د ایران د سفارت مخې ته د ګلانو د پاشلو او د ایران خلاف د افغان اعتراضونو له کبله له ایران څخه بښنه غوښتې وه.

د راپورونو په اساس، نوموړي د ایران په مرستو د « تبیان» په نوم د یوه فرهنګي مرکز مشري هم کوله، چې دفتر یې ور تړل شوی دی.

د طالبانو ځینو سرچینو ویلي، چې نوموړی له عامه احساساتو سره د لوبې له کبله نیول شوی.

تېره اونۍ په افغانستان کې د ایران د ځواکونو له لوري د افغانانو د شکنجې او سپکاوي له کبله مختلف لاریونونه وشول او په هرات کې یې د کونسلګرۍ دروازې ته اور واچول شو.

له هغې پېښې وروسته یو شمېر افغان اهل تشيع، چې خلکو د ایران په لاسپوڅۍ تورن کړل، د ایران د سفارت مخې ته له ګلانو سره لاړل او له دغه هېواد څخه ېې بښنه وغوښته.

د دوی د مشر پر وړاندې د طالبانو تازه اقدام ځینو خلکو ستایلی، خو یو شمېر نورو ويلي چې خپله طالبان هم هره ورځ په نویو افراطي اقداماتو د افغانانو له احساساتو او برخليک سره خطرناکې لوبې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...