Homeخبرونهد پل خشتي جومات په چاودنه کې د ۶ تنو ټپي کیدل...

د پل خشتي جومات په چاودنه کې د ۶ تنو ټپي کیدل تایید شول

تاند:( چار شنبه، د حمل ۱۷ مه) ‏د طالبانو د کورنيو چارو وزارت چارواکي وايي، چې د کابل په پل خشتي جومات کې د نن ماسپښين د چاودنې پر وخت ۶ تنه ټپيان شوي دي.

د دغه وزارت په يوه خبرپاڼه کې راغلي، چې چاودنه په لمونځ کونکو د یو کس له لورې لاسي بم برید شوی چې پکې شپږ کسان زخمیان دي.

سرچينه زياتوي، چې د پيښې پرمهال یو مشکوک کس نيول شوی او پوښتنې ګرويږنې ترې روانې دي.

عیني شاهدان د پېښې د مرګ ژوبلې کچه لوړه ګني.

څو ورځې وړاندې د نننۍ پېښې ځای ته څېرمه، په سرای شهزاده کې هم چاودنه شوې وه، چې د یوه کس د وژلو تر څنګ پکې څه باندې ۶۰ تنه ټپيان شوي وو.

د هغې پېښې او نننۍ چاودنې دواړو مسوليت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

5 COMMENTS

  1. څو ورځې وړاندې د نننۍ پېښې ځای ته څېرمه، په سرای شهزاده کې هم چاودنه شوې وه، چې د یوه کس د وژلو تر څنګ پکې څه باندې ۶۰ تنه ټپيان شوي وو.

  2. ټ ا لب د افغانستان تاریخ ، اقتصاد او پوهه ختموی. پل خشتی جومات ډیر زوړ تاریخ لری. خو دوی پدی نه پوهیږی چی افغانانو د هر یو ظالم سره څه وکړل. دوی د دومره بد وکړی چی بیای په ځان ومنله شی. افغانان خپل قثور نه پریږدی. تاریخ ته مراجعه وکړی او وبه یی ګوریئ.

  3. خدای مې د غاړې نه بندوي، پخوا وختونو یعنې 1360 -137 کلونو کې به داسې جنایتونه د نظار شورا او جمعیت اسلامي ملا برهان الدین رباني کول. هېوادوال باید بیداره اوسې .

  4. که نن دوئ پر واک ناست نه وای، لیکلي به یې وای چي د پلخشتي په جومات کي مو د کابل ادارې څو جاسوسان ووژل او ګوډاګيان ډير کې زخميان دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...