یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکندوز کې روانه مياشت شرې ناروغۍ ۱۷ ماشومان مړه کړي

کندوز کې روانه مياشت شرې ناروغۍ ۱۷ ماشومان مړه کړي

تاند:( چار شنبه، د حمل ۱۷ مه) د شرې ناروغۍ د تلفاتو په دوام، د کندوز روغتیايي چارواکي په دې ولايت کې له تېرې يوې مياشتې راهيسې، د دې ناروغۍ له امله د ۱۷ ماشومانو د مړینې خبر ورکوي.

.

د کندوز د عامې روغتیا رییس نجیب الله ساحل دا هم وايي، چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې تر ۹۰۰ پورې په شرې ناروغۍ اخته ماشومان ور وړل شوي، چې درملنه یې شوي او روغ ستانه شوي دي.

د هغه د معلوماتو په اساس ، د شري ناروغۍ د زیاتېدو له امله د حوزوي روغتون یوه برخه چې ۸۰ بستره لري او تر دې مخکې د کورونا ناروغانو ته ځانګړې شوې وه، اوسمهال په شري د اخته ناروغانو لپاره ځانګړې شوې ده.

 د کندوز د عامې روغتيا رييس زياتوي، چې په دغه روغتون کې کابو ۹۰ په شري اخته ناروغان بستر دي.

د

په افغان ماشومانو کې د شري ناروغي له تېرو څو مياشتو راهيسې دوی ته د واکسین د نه رسېدو له کبله په بېساري ډول زیات او د لسګونو تنو د مړينې سبب شو.

طالب چارواکو دې ستونزې ته د رسیده ګۍ ډاډ ورکړ، خو د ډېرو ولايتونو روغتيايي چارواکي شکایت لري، چې لا هم د اړتيا وړ روغتيايي امکانات نه دي ورته برابر شوي او د شرې په ګډون د ځينو نورو ناروغیو د ناروغانو تلف کیدو ته اندیښمن دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب