Homeسپورتقرغيزستان کې اسيايي سيالۍ، د فوتسال ملي لوبډله ورغله

قرغيزستان کې اسيايي سيالۍ، د فوتسال ملي لوبډله ورغله

تاند:( چار شنبه، د حمل ۱۷ مه) ‏د افغانستان د فوتسال ملي لوبډلې لوبغاړو په مقدماتي اسيايي سياليو کې د ګډون په موخه قرغيزستان ته سفر وکړ.

د باختر آژانس د راپور له مخې، دغه لوبغاړي له ایران څخه د قرغزیستان د پلازمېنې بيشکک پر لور خوځيدلي.

د بيشکک په هوايي ډګر کې لسګونه افغان کډوالو د يادو لوبغاړو هرکلی کړی دی.

د افغان لوبډلې روزونکي مجید مرتضايي ويلي، چې له يادو سياليو مخکې دوی په ايران کې يوه مياشت د چمتووالي په موخه تېرې کړې وې.

تمه ده، چې په قرغزیستان کې د اسيايي هېوادونو لومړنۍ لوبې تر راتلونکو څلورو ورځو تر سره شي.

افغان لوبډله به په دې سیالیو کې له تاجیکستان، ازبکستان او نیپال سره ولوبیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...