Homeخبرونهد ط د فلم جوړونې اداره: د بګرام زندان امریکايي جنایتونه مو...

د ط د فلم جوړونې اداره: د بګرام زندان امریکايي جنایتونه مو مستند کړل

تاند:( چار شنبه، د حمل ۱۷ مه) د افغان فلم اداره، چې اوس د طالبانو په کنټرول کې ده، په بګرام زندان کې امریکايي ځواکونو ته د منسوبو جنایتونو د مستند کولو خبر ورکوي.

په دې اداره کې د طالبانو ټاکل شوی رییس مولوي شفیع الله “جاوید افغان ” ویلي، چې په دې اړه جوړ کړی مستند فلم به یې ژر نندارې ته وړاندې کړل شي.

د افغان فلم رییس مولوي شفیع الله په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

 هغه په ورته وخت کې د طالبانو له لوري د ځینو رغنیزو چارو د مستند کولو خبر هم ورکړی.

سرچينې په ارګ کې د افغان فلم د آرشیف د موجوديت ډاډ هم ورکړی او زیاته کړې، چې له هېواده وتلي هنرمندان بیرته هېواد ته ستنيدای او د طالبانو د بښنې له فرمان څخه استفاده کولای شي.

د طالبانو د فلم جوړونې مشر زیاتوي، چې هنرمندان د اسلامي اصولو په رڼا کې په هغو برخو کې چې اړتيا ورته ليدل کيږي، فعاليت کولای شي.

هنرمندان پر طالبانو نیوکه لري، چې د فرهنګي او هنري چارو د ملایي کولو په هڅه کې دي او پر موسیقۍ او اصيل افغاني هنر له بندیزونو سره هنرمندانو څخه د افغانستان د طالباني کولو لپاره د ابزاري وسیلې په توګه ګټه اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...