جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهايمرجنسي روغتون د کابل د نننۍ چاودنې ټپيان ۱۱ تنه اعلان کړل

ايمرجنسي روغتون د کابل د نننۍ چاودنې ټپيان ۱۱ تنه اعلان کړل

تاند:( چار شنبه، د حمل ۱۷ مه) په کابل کې د ايمرجنسي روغتون چارواکو د پل خشتي جومات د نننۍ چاودنې د ټپیانو شمېر ۱۱ تنه اعلان کړل.
دغه روغتون په خپله ټويټر پاڼه کې لیکلي، چې له نننۍ چاودنې ورته ۱۱ ټپیان ور وړل شوي دي.
سرچينې د ټپيانو د وضعیت په اړه څه نه دي ويلي.
 ‏د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د دې چاودنې ټپيان ۶ تنه اعلان کړي وو.
د دغه وزارت په يوه خبرپاڼه کې راغلي، چې چاودنه په لمونځ کونکو د یو کس له لورې لاسي بم برید شوی چې پکې شپږ کسان زخمیان دي.
سرچينه زياتوي، چې د پيښې پرمهال یو مشکوک کس نيول شوی او پوښتنې ګرويږنې ترې روانې دي.
عیني شاهدان د پېښې د مرګ ژوبلې کچه لوړه ګني.
څو ورځې وړاندې د نننۍ پېښې ځای ته څېرمه، په سرای شهزاده کې هم چاودنه شوې وه، چې د یوه کس د وژلو تر څنګ پکې څه باندې ۶۰ تنه ټپيان شوي وو.
د هغې پېښې او نننۍ چاودنې دواړو مسوليت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...