Homeخبرونهط ایران سره د هلمند اوبو په مدیریت کې د همکاريو په...

ط ایران سره د هلمند اوبو په مدیریت کې د همکاريو په اړه خبرې وکړې

تاند:( چار شنبه، د حمل ۱۷ مه) د ایران مهر خبري اژانس وايي، چې طالبانو یې هېواد سره د هلمند اوبو د مدیریت لپاره د همکارۍ هوکړه کړې ده.

سرچينه زياتوي، چې دا هوکړه د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست مولوي عبدالطيف منصور په کابل کې د ایران د سفیر مرستیال سید حسن مرتضوي سره د لیدنې پر مهال وکړه.

طالب وزير په دې لیدنه کې ویلي، چې وروستیو وچکالیو د هلمند سیند د اوبو سطحه متاثره کړې ده.

د ایراني رسنۍ په حواله، دواړو لوريو هوکړه وکړه، چې د ياد شوي سیند د اوبو د مدیریت لپاره به ګډه همکاري سره وکړي.

د دغې ادعا شوې هوکړې نور جزییات نه دي روښانه شوي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

مخکې ایران ته د کمال خان بند د اوبو د ور پريښودو او د طالبانو او ايران ترمنځ د افغانستان پر اوبو د ځینو معاملو ادعاوې شوې وې، خو طالب چارواکو په دې اړه د پخوانيو هوکړو له مخې د همکارۍ خبر ورکړی و.

1 COMMENT

  1. د هلمند د اوبو مدیریت د ایران کار ندی . که دوی وغواړي په ګډه د هلمند اوبه مدیریت کړي ، دا به د افغانستان په کورنیو چارو کې مستقیمه مداخله وي .
    پدې اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ په 1352 کال کې یو قرارداد لاسلیک شوی او ټولې ستونزې پکې پیشبیني شویدي .
    البته د هلمند د اوبو سطحه د وروستیو وچکالیو له امله ډېره ټیټه شوېده ، بنا د اوبو د حجم او مقدار په اندازه باید ایران ته کمې اوبه ورکړل شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...