یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهبېلابېلې پېښې، ۱ تن وژل شوی، ۲۶ ټپیان او ۳ نیول شوي

بېلابېلې پېښې، ۱ تن وژل شوی، ۲۶ ټپیان او ۳ نیول شوي

تاند:( چار شنبه، د حمل ۱۷ مه) د افغانستان له مختلفو امنيتي پېښو څخه د تاند تر لاسه شوي معلومات څرګندوي، چې نن د يوه تن د وژل کيدو، ۲۶ تنو د ټپي کیدو او ۳ تنو نورو نیول کیدو موضوع باوري سرچینو تایید کړې ده.

د کابل ښار له پل خشتي جومات څخه د نننۍ چاودنې د ټپیانو په اړه راپورونه ښيي، چې شمېر یې ۲۴ تنه دی او له دې ډلې د یوه ټپي روغتيايي حالت د اندیښنې وړ دی.

طالبانو په پېښه کې د ۶ تنو ټپي کیدل تایید کړي، خو خبري رسنيو ويلي چې ايمرجنسي روغتون ورته د ۱۱ او ابن سينا روغتون د ۱۳ ټپیانو ور وړل کیدل تایید کړي دي.

بل لور ته: راپورونه ښيي، چې د تخار ولايت د مرکز تالقان ښار په څلورمه ناحیه کې نن ناڅرګندو وسله والو د ارشاد په نوم يو تنکی ځوان وژلی دی.

د دی پېښې انګېزه نه ده معلومه او طالب چارواکو یې په اړه څه نه دي ويلي ‌

په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ويلي، چې امنيتي ځواکونو يې نن د کامې ولسوالۍ پله ته څېرمه دوه انسان تښتونکي د نښتې پر وخت ټپيان کړي او بيا نیولي دي.

نیول شوي کسان تورن شوي، چې د اختطاف، وژنو او د طالبانو خلاف د فعالیتونو تر څنګ يې تېره اونۍ د طالبانو دوه امنيتي ځواکونه ټپيان کړي وو.

له غور ولایت څخه په يوه راپور کې راغلي، چې طالبانو د خبریالانو د خونديتوب کمېټې مسوول غلام رباني هدفمند نيولی.

ويل شوي، چې له هغه سره د ګل احمد خسرو په نوم يو سيمه ييز خبریال هم نیول شوی و، چې وروسته بیرته خوشې شو.

له باميان ولايت څخه په يوه راپور کې د جمهوري نظام د ملي امنيت د دوو کارکوونکو د نيول کيدو خبر ورکړل شوی، خو طالبانو د ادعا شويو نيونو په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب