دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهد پاکستان اقتصاد له بد نه بدتر حالت ته لاړ او د...

د پاکستان اقتصاد له بد نه بدتر حالت ته لاړ او د روپۍ قېمت نور هم ولوېد

په پاکستان کې د روانې سیاسي ترینګلتیا،‌ غلاوو او په سیمه کې د ترهګرۍ د ملاتړ له امله د دغه هېواد اقتصاد له بد نه بدتر حالت ته ورسېد او د بهرنیو اسعارو په مقابل کې د روپۍ قېمت بې ساري کچې ته ولوېد.‌

نن چارشنبه (د وري ۱۷مه) یو امریکایي ډالر په ۱۸۶ روپۍ او ۳۰ پیسو تبادله کیږي خو داسې ښکاري چې روپۍ نوره هم مخ پر ځوړي روانه ده.

د تېرې یوې میاشتې په دوران کې د ډالر قېمت ۸.۵۹ روپۍ زیات شوی او روپۍ ښکته لوېدلې ده.

تیره اونۍ موډیز په خپل یوه راپور کې ویلي وو چې پاکستان په اقتصادي درجو کې له ب (B) څخه ج (C) ته لوېدلی او د دغې درجې د هېوادونو لپاره سخته ده چې د خپلو اسعارو ارزښت بېرته پورته کړي.‌
د اقتصادي چارو پوه طاهر امین د روپۍ د ارزښت د کموالي یو عامل په پاکستان کې روانه سیاسي بې ثباتي ښيي او وایي،‌ «اوس به نړۍ وال بانک هم خپل فنډونه ودروي، د آی اېم اېف سره د اصلاحاتو لپاره شوی تړون به هم ودرېږي،»
ښاغلي امین وایي،‌ «د پاکستان د اسعاري زېرمو اندازه ۱۲ میلیاردو ډالرو ته راښکته شوې چې دا د دوه میاشتو د وارداتو بل هم نه پوره کوي.»

ویل کیږي چې پاکستان د تېرو شلو کالونو په ترڅ کې د ترهګرو د ځپلو په نامه له نړۍ والې ټولنې او په ځانګړې توګه له متحدو ایالاتو څخه له ۳۰ میلیاردو ډالرو څخه ډېرې پیسې او وسایل ترلاسه کړل، خو څه یې جنرالانو خپلو بانکي حسابونو کې واچولې او ډېرې نورې یې د هغو وسله والو په روزلو او تمویلولو باندې ولګولې چې په افغانستان کې یې د تېر جمهوري نظام پر ضد جنګونه کول او ملي بېخبناوې یې ویجاړولې.‌

1 COMMENT

  1. د شکر څای دی الله دی تر دی هم بدتر کړی / دوی زمونږ بی عقل او بی سواده خلک په همدی ناچله کلدارو واخیستل او د اسلام تر نامه لاندی یی زمونږ وطن وران کړ الله ددوی حالت له مونږ نه بدتر کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب