یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهنیمروز کې د ایراني پيسو په چلښت بنديز ولګول شو

نیمروز کې د ایراني پيسو په چلښت بنديز ولګول شو

تاند:( سې شنبه، د حمل ۱۶ مه) په نیمروز کې د طالبانو ځايي چارواکي وایي چې هېڅوک په بهرنیو اسعارو د توکو دپېر پلور اجازه نه لري.

د طالبانو د حکومت رسمي خبري اژانس ( باختر) د دغو چارواکو په حواله وايي، چې که څوک له دې پریکړې سرغړونه وکړي، له قانوني چلند سره به مخ شي.

د افغانستان په سرحدي ولایتونو کې د پاکستاني کلدارو او ایراني تومانو چلښت له پخوا څخه دود وه، خو د جمهوري نظام په وروستيو کلونو کې کلک بندیز پرې ولګول شو.

د طالبانو له واکمنیدو سره بیا د یادو پولي واحدونو د چلښت راپورونه ورکړل شول، خو طالب چارواکو یې پر وړاندې د اقداماتو اعلان وکړ.

له دې سره، ويل کيږي چې په دې اړه شوېو سپارښتنو ډېره عملي بڼه نه ده نیولې.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان د بهرنيو بشري مرستو له ترلاسه کولو سره د ډالرو پر وړاندې د افغانيو په ارزښت ساتلو بريالي شوي.

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان بانک مطبوعاتي برخې نن وویل، چې د ملګرو ملتونو ۳۲ میلیونه ډالره بشري مرسته بیا افغانستان ته رسیدلې او افغانستان بانک نن په کابل کې ۱۲ میلیونه ډالره ليلام کړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب