Homeخبرونهبیلا بېلې پېښې، ۳ تنه مړه شوي او ۲۱ نور ټپيان دي

بیلا بېلې پېښې، ۳ تنه مړه شوي او ۲۱ نور ټپيان دي

تاند:( سې شنبه، د حمل ۱۶ مه) د بېلابېلو پېښو پر مهال د افغانستان په مختلفو سيمو کې د ۳ تنو د مړينې او ۲۱ نورو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی.

له نورستان ولايت څخه په يوه راپور کې راغلي، چې د نورګرام ولسوالۍ په مليل سيمه کې نن د يوې ترافيکي پېښې له امله ۳ تنه مړه شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.

سرچينې وايي، چې د پیښې قربانیان او ټپيان په يوه پيک اپ موټر کې د يوې موسسې د مرستو ویشلو پروګرام ته تلل، چې ترافيکي پېښه يې وکړه.

د فارياب په مرکز ميمنه کې بيا يو غل يوه کور ته د غلا په نيت تللی او د ۲ طالب امنيتي ځواکونو په ګډون يې ۵ تنه ټپيان کړي دي.

ويل شوي، چې د طالبانو امنيتي ځواکونه د غله د نيولو لپاره تللي وو، چې دوی هم ټپيان شوي ‌

ځایي سرچينو ويلي، چې په پېښه کې د يوه ټپي شوي کس وضعيت د اندیښنې وړ دی.

بل لور ته: يونيسف ادارې په لغمان کې د پخوانيو نا چاودو توکيو د چاودنې له امله د ۲ ماشومانو د ټپي کیدو خبر ورکړی.

له داسې پېښو او شدید اقتصادي ناورين سره بيا هم يوه لويه برخه افغانان د طالبانو راتګ او له جګړې لاس په سر کیدو ته خوشاله ښکاري او وايي، چې له جګړو او بریدونو څخه په لاس په سر کیدو سره یې د افغانستان ورځیني تلفات په مراتبو تر پخوا کم شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...