یکشنبه, مې 19, 2024
Home+ "خدا حافظ گل سوری"

 “خدا حافظ گل سوری”

فرشته جلالزۍ
نن په بازار کې د ناوکیو د دوکان مخې ته تېرېدم ، د لرګي ناوکۍ ایښې وې،  خپله ناوکۍ را یاده شوه.
فکر مې شو چې وخت څومره ژر تیریږي.
بیا هغه وخت را ورسېد چې خلک له کابله تښتي.
بیا خلک پاکستان ته ځي.
د بېګانګي عجیب احساس مې وکړ.‌
کور مې ویادېد.
ښايي نوستالجي، زموږ د زړه په غم کې ريښې لري.
داسې غم چې لاندې پروت دی او کله کله تازه کېږي.‌
د مشق او نی  درس رایاد شو .
استاد به دا بیت راته لیکل چې  تمرین ورباندې وکړو:
از ما حذر کنید که مادل شکسته ایم
خاکستریم و بر رخ اتش نشسته ایم
 لکه موږ چې د اور سکروټي یو او د ایرو یوه نرۍ لایه راباندې پرته ده.
نازکه هوا کولائ شي چې دا  ایره زموږ له مخې لرې او زموږ د زړونو سکروټي تازه کړي.
له کله چې دکابل دسقوط باد را الوتی،  حافظه مې نوې شوې او هېرې خبري را یادیږي.
خو يوازي د خوا بدۍ خبرې.
 زه د کابل تر سقوط مخکې داسې نه وم.
په ۲۰۲۰ م کال کې  زما دنیا  لویه وه.
بیخي زیاته لویه وه.
خو په ۲۰۲۱ م کې په کابل پورې خلاصه شوه.
سږ کال مي د ذهن دنیا په طالبانو پورې محدوده شوې وي.
نن د لرګي له ناوکیو تیر وار، طالبان راياد شول .
 زموږ د څنګ همسایه ترکمنان ول.
ګل جان د هغوي‌ مزدوره وه.
له اقچې یې راوستې وه.
د ګل جان مور او پلار غریبان ول اودا یې زموږ پر ګاونډي ترکمن  خرڅه کړې وه.
هر وخت به یې لوښي مینځل، لاسونه یې خام ګلاپي و.
لوښي‌ خو ما هم مینځل خو لاسونه مې داسې شړیدلي نه ول.
د لاسونو ګوتموګان یې  چاک – چاک ول.
کله – کله به ویني کیدل، ګل جان به ژر په لمنه پاک کړل.
زموږ همسایه ويل، په آقچه کې داسې غریبي  نجونې د بایانو په کورونو کې اوسيږي، اولادونه زېږوي او په نیم نس مري.
ښه ده  چې زه هغه وخت په ډېرو هغو خبرو چې اوس پوهېږم، نه پوهېدم.
ګل جان مي ملګرې وه.
 سر به یې په ګلدار دستمال تړلی و.
ما به فکر کول چې پکه ده.
غټ ، ګرد، سپین مخ یې و.
ډېرې خبرې به یې په اشاره راسره کولې.
زه پوهېدم.
 دې به ترکمني ویله .
ما به کله پښتو ، کله دري ويله.
ګل جان یوه د لرګي ناوکۍ درلوده.
له اقچې یې راوړې وه.
زما یوه لویه ‌،‌پلاستيکي، روسي‌ ناوکۍ وه.
ما ته پلاره له روسیې راوړې وه.
لنډ کمیس یې اغوستی و.
تک ژړ ویښتان یې ول.
ډير کاله مې ساتلې وه.
یوه ورځ ګل جان ویل، خپله ناوې زما کور ته را واده کړه بیا به زه خپله ناوې ستا کور ته در واده کړم.
مال سمه ده .
ناوې مې ور واده کړه.
سبا چې له خوبه ر اکښېنستم، ګل جان دوی کډه کړې وه.
پاکستان ته تللي وو.
مور مي ويل چې له ډاره ، په شپه کې تښتېدلي ول.
اه! زړه مې ختلی و.
نه ګل جان وه ، نه زما ناوې!
په ما کې د ورکې دا بد احساس له هغه راهیسې له پاکستان سره تړلی دی.
نن مي بیا یو عزیز له کابله وتښتید.
پاکستان به نن لږ زیات ښکلی وي.
د کابل د ارغوانو یو بوټی ور مهاجر شو.
زما زړه ختلی دی.
 کابل ته مې خوا بده ده.
نن  لږ ډیر بې رنګه او سپېره شوي دی.
په ټلفون کي مي ځان ته دا یادداشت ولیکل چې هیر مي نه شي چي که د حساب ورځ راتله .
«همان روز آمد
کابل هست تونیستی
و مه عاصی میخوانم که میگوید:
رنگ و رخ غمگنانه داردکابل
دربستر درد خانه دارد کابل
ازجاده میوند به پغمان شهید
کابل کابل ترانه دارد کابل
و
احمد ظاهر میشنوم، که میخواند:
خدا بود همراهت
قران پشت و پناهت
زیارت سخی جان
کند زغم نگاهت
گلش می کردم.
چقدر خواند
کل رفتن
کل ترک کردند!»
ایا داسې وخت به وي‌ چې زه به یم ،  موږ به یوو ،‌ کابل به وي خو پاکستان به نه وي؟
خداي خبر !
خو زه  څرنګه د چا د دومره بربادۍ فکر کولائ شم؟
له خپله ذهنه وډاره شوم .
——
خدا حافظ ګل سوری: د شهید قهار عاصي شعر دی
په متن کې دری څلوریزه هم د قهار عاصي ده

10 COMMENTS

  1. د مبارکې روژې، ديسرلي په دې ښکلې ورځ مې سترګو ګې اوښکې ډنډ شوې: (… له کله چې دکابل دسقوط باد را الوتی…)

  2. ګډوله انسانه بیا دیی تبصره معکوسه لیکلی (:وحید اپریل 6, 2022 At 5:36 am
    د مبارکې روژې، ديسرلي په دې ښکلې ورځ مې سترګو ګې اوښکې ډنډ شوې: (… له کله چې دکابل دسقوط باد را الوتی…)

    ګل خان(وحید) هغه د پښتنو خبره نه سم نارینه شوی او نه سم زنانه. او یا نه د دین شوی او نه د سادین.

    ګل خان(وحید) ته یو ځل بیا:
    فرشته جلال زی ته په احترام ځکه آغلی د یوی خوا ډیره مشره ده، د افغانانو کلتور دی چه څوک د نیمی پیړی څخه واوښت د احترام وړ دی.
    خو ځکه دلته د وحید تبصری بیا لیکم چه ستاسی په هغه بله صفحه کی یی زما په تبصره ریشخند وهلی وه. او بیا یی ځواب رانکړو؟
    تاسو هم خاموشی اختیار کړه،

    ګل خان(وحید) ته ووایم چه ستا دغی ګډوډ ذهن ته زه حیران یم چه کله چه جلال زی د زما بی غیرته پلار تر سر خط لاندی د طالیبانو په ضد (طالب دا وار پر اباد افغانستان حمله کړې او دا به یې ملا ور ماته کړي.

    طالب که دا وار د شمالي باغونه سوځوي او بودا ویجاړوي خلک به یې د ټوپک مخې ته درېږي او سترګې په سترګو به مري.

    دا وار به افغانان غلي‌ نه وژل کیږي.)
    لیکنه کړی وه. او تا وحید ګل خان ورته په تبصره کی داسی لیکلی وه.
    (وحید مارچ 27, 2022 At 6:58 am
    آفرین صد آفرین).
    زه اوس حیران دیی ته یم چه ته په خپلو دا لاندی تبصرو کی وګوره چه ته د طالیبانو په ګټه تبصره لیکی، او که څوک د طالیبانو خلاف تبصره ولیکی نو هغه ته سخت ځواب ورکوی.
    فقط همدا یو زنانه لیکوونکی (فرشته جلال زی) ته وایی چه صد افرین……. مګر بل لیکوونکی ته وای چه طالیبانو پسی غیبت مکوی؟؟؟؟ زه او د تاند ډیر لوستوونکی شاید ستاسی په دغه ګډوډ حالت کی يو څه ……. شک پیداکړو.

    د ګل خان تعریف: ګل خان او یا ګل خانان هغه خلک دی چه دوه ډبی پښتانه دی، په پاکستان کی ژوند کوی، او د منظور پښتین ضد او هم د افغانستان د خاوری ضد څیری دی.

    ورونو د ګل خان (وحید) دغه لاندی تبصرو ته یو ځل سر وښکاره کړی او زما سوال د ګل خان (وحید) څخه دادی چه د دغه لاندی تبصرو معنی څه ده.

    وحید مارچ 15, 2022 At 5:55 pm
    السلام علیکم و رحمته الله وبرکاتهُ
    وروڼو هر تهمت په پاکستان مه اړوی پاکستان د داود تاغوت له وخته جهاد رامنځته او کلک ملاتړ یی کړی او تر نن قط د جهاد حمایت کوی نور کارونه لکه د بامیان بتان ماتول، د رژیم اردو ړنګول، د فابریکو چور د بندونو تخریبات دناکمورا وژنه دبیرغ له منځه وړل په خپله داخلی مسایل دی د پښتون تلویژن هم داخلی مسله ده او جهاد پوری تعلق نلری نو دا د افغانستان داخلی مسایل پاکستان پوری مه تړی هغوی فقط د جهاد زمه وهلی نوری چاری یی ندی په غاړه دپاکستان مدارسو کی دافغان جهاد هنګامه روانه ده نه د بیرغ او د تلويژن او د ارود ړنګول کله چی تجار بندر بند کی او تخریبات شروع کړی هم په پاکستان ور اوړی دا غلط دی پاکستان ډیر لوی او قوی ملک دی له چاینا امریکی لندن او روس سره ډغری وهی افغانستان یی په نظر کی هم ندی هغه جهاد هم د آخرت او ثواب لپاره حمایت کوی اوبس

    وحید مارچ 19, 2022 At 6:33 pm
    پخوانی رژیم کی مولوی صاحب خراسانی او ده ته ورته مجاهدو ته لنډغر ویل کیدل باید اوس دا نوم ورته استعمال نشی نور باید د ګل مرجان کلمه هم استعمال نشی دا ځکه چی اوس ډاکتر صاحب عبدالله عبدالله د امارت یو جز دی

    Reply
    وحید مارچ 19, 2022 At 6:40 pm
    عمران خان صاحب یوه وینا کی ویلی و چی حقانی د پښتنو یوه طایفه ده دا خبره یی په انګلیسی ژبه کړی وه او بیا یی په پنجابی ژبه هم خلکو او میډیا ته واورله او امریکایان یی قانع کول چی د پښتنو دغی طایفی ته په قطر کی ډیر امتیاز ورکړی خو اوس لوپر صاحب وایی چی نه دا کومه طایفه او قوم ندی موږ حیران یو چی د چا ومنو بس اسلام او جهاد به په ځای پاتی وی موږ به دا خبر ګته پورته کوو

    وحید مارچ 18, 2022 At 7:05 am
    هلته یو بل عکس راغلی چی یو طالب یو ی نجلی ته شهادتنامه د پوهنتون ورکوی او بیا ورلاندی لیکلی چی دا خلکو ته هیلی ورکوی او بیا بل خبرراغی چی مولانا صاحب خلک سپک کړل دا دوه ډوله متضاد مسایل دمنلو ندی طالب ټول یو طالب دی که زړونو ته هیلی ورکوی هم ټول به یی او که داسی شیان وایی چی تاسی لیکلی هم ټول طالبان به یی وایی بل حای کی طالبان د تقوا وایی بل جای کی وایی چی شرابو او فخاشو سره ګیر شول بل جای وایی ټول له غربه راغواړو راشی اوبل جای بیا خلک تنګوی او تیښتي ته یی مجبوروی داخبرونه باید یو رقم وی طالبان له بره ترکوزه یو رقم دی څو رقمه ندی یا به دا وی چی ځینی به بدلیږی لکه پخوا به چی چا ویل امریکایان سپوږمی ته تلی نو ملایانو به په کوپر نیول خو اوس ملایانو منلی چی سپوږمی ته ختلی او دا یی هم منلی چی مزکه ګرده ده او دغوایی په ښکر نده پخوا به چی سپږمی ونیول شوه تندر به شو نو ملایانو به توبی ویستلی ژړل به یی چی خدای په قهر شوی سپوږمی ی توره کړه خو نن یی منلی چی دا عادی خبره د مزکی سیوری کله پر سپوږمی راځی پخوایی ټی وی نه منله اوس یی خپله ګوری او عسکونه هم باسی او طیاره کی سپریدل یی کوپر باله اوس خپله پکی سپریږی هم مخکی دوره کی طالبانو نجونی نه پریښودی اوس ټولی مکتب ته ځی دا سی ډیر شیان بدلیږی بنیادم ورور ورو هوښیاریږی تاسی غوسه مه کوی ورته وښایاست بد رد ویل ندی پکار لارښونه پکار ده طالبان غوږ نیسی او د زده کولو شوق لری وخت پکار دی

    Reply
    ثابت اپریل 1, 2022 At 7:52 am
    لوری ما ویل جلالزی هوښیاره ده. خو خوابدی دی کړم.
    طالبانو اوله دوره هم دصفر نه شروع وه او اوس هم. سقاویانو ټول غلا کړل. کفری دنیا هغه وخت هم بندیزونه او توطیی جوړه ولی او اوس هم. طالبان یی مطمئن کړی وو چی هرڅه به دتعلیم لپاره مهیا کړی خو چی وخت راغی نو په شا شول. دا بین المللی توطیه باید افغانانی ښځی چی نه کرا سوی وی او نه دخیراتو احسان په درواغو ادا کوی په نظر کی ونیسی او بیا قضاوت وکړی.
    ستا اخری خبری ستا دخبرو کږی لکیګانی دی چی دګډوډی او انارشی لپاره دتوطیی بوی ورکوی.
    یوه خوږه لیکواله باید خپل لیکونه په غیرمعقولو خبرو بد بویه نکړی.

    Reply
    دوکتور غروال اپریل 1, 2022 At 6:19 pm
    د پنجابی پاکستان تربیه شوی غلام چړیان په ۱۹۹۶ کال کښی په ډورامائی او فتنائی شکل سره راوستل شول او صفر څخه ئی شروع وکړه او لږه موده وروسته ئی په صفر حالت کښی دوی د اصلی بادارانو له خوا دوباره پنجابی پاکستان ټاټوبی ته بی له یو فیره په تیښته کړۍ شول او د اصلی بادارانو ( امریکا او انګلیس ) له خوا دوهم ځل بیا کابل ته دا خیټوری خچنی ږیری راوستل شول او د بادارانو امر سره ئی ملت د لوږی او تباهی کندی ته نوره هم اچولۍ دی او د بادارانو له خوا دوی د روسیی او چین سره اوس لګیا ساتل شوی دی او ملت له هره اړخه ځپل کیږی دا نجس غلامان اوس افغان ملت د صفر حالت څخه زیاتره منفی خواته روان کړۍ دی ، لنډه دا چی دا خیټور چړیان د غلامو کمونیستانو او غلامو تنظیمونو څخه هم زیاتره وحشیان دی دوی باید له مینځه یووړل شی !!!

    Reply
    فرشته جلالزۍ اپریل 1, 2022 At 11:23 pm
    @ثابت صاحب محترم – ته خوا مه بدوه، تاسو چې ماته د لور خطاب کړی ، پر ما يي‌ قدر سته. فکر کوم انسان څلرویشت ساعته هوښیار نه وي. بیا، زما مطلب له ودان افغانستانه دا و چې ډیر افغانان ښوونځیو ته ولاړل . ملیونونه افغانانو لیک او لوست وکړ او زما په باور با سواده افغانان د افغانستان د ابادۍ مانا لري. ښايي ستاسو په نظر داخبره سمه نه وي یا به هوښیاره خبره نه وي، خو تاسو ما ته لور وایاست او پر ما پلرونه ډیر ګران دي نو ما وبښه !

    @ډاکتر صاحب غروال – خداي دي په وطن رڼا کړي. خداي دي بلاخره پر موږ رحم وکړي. یوه نړۍ مننه چې تاسو زما لیکنه لوستي او خپل نظر تاسولیکلی دی. درناوی !

    Reply

    لسګونه ښځې د «محرم» نه لرلو په نوم له الوتکې ښکته او سفر ته پرې نه ښودل شوې. پاکستانی ګل خان(وحید) افغان ورور ته څه وای؟
    وحید مارچ 27, 2022 At 7:04 am

    افغان صاحب طالبانو ته پیغور مه ورکوه ستا مجاهدینو لکه سیاف او نورو څلویښت کاله مخکی دافغانستان زنانه په عربو خرڅې نه کړی؟ که طالب دا کار کوی خو مجبور دی سیاف ولی دا کار وکړ؟

    وحید مارچ 27, 2022 At 6:03 pm
    زه فکر کوم طالبان به له دغو غرب کی میشتو څخه خوشحاله وی ځکه ددوی تیره دوره کی نه برق و نه اوبه نه جوماتو کی جینماز او لاسپیکر او نه سرکونه روغ و هیڅ شی هم نه و همدغو غرب کی میشتو وطن آباد کړ نیمایی خلکو شخصی موټر پیدا کړل تیلفونی شبکی جوړی شوی پوهتونونه حوړ شول د طالبانو دوره کی به د یوه تیلفون لپاره خلک پاکستان ته تلل افغانان له فقره حج ته نه تلل خو تیرو شلو کلونو نیمایی افغانانو حجونه وکړل او د ډوډی خاوندان شول دفترونه ټول ډک دی وسایل پریمانه دی او هرڅه موجود دی نو دا اوس د دوی لپاره لویه شتمنی ده چی له غربیانو راغلو څخه ورته په مفته کی پاتی شوه تیر حکومت خپل منځ کی بی اتفاقه و پاچاهی دوی ته پاتی شوه نو دا خو طالبانو ته د خوشحالی خبره شوه همدا اوس هم امریکه ډالر رالیږی نو تاند دی غرب کی مشتو پسې خبری نه کوی که هغوی مو خپه کړل ولاکه یو ډالر افغانستان ته راولیږی بیا به ټول له ولږی مړه شو بهتره ده غرب سره ګوزاره کوی زموږ هرشی د هغوی له برکته دی خپله هیڅ کمال هم نلرو ولاکه یو مړی جواری راته پیدا شی نو تانددی تبلیغات نه کوی کومه لاره چی امارت نیولی هغه سمه ده امارت امریکی سره مناسبات ساتی او چین سره خوشحاله ده

    د وطن لخوا وړاندیز:
    ټولو ورونو څخه احترامانه هیله کووم جه په دغه تورتمی او مجازی نړی کی د تبصرو او لیکنو په ډول ټول ورونه او خویندی خپل ازاد نظر لیکی. هیڅوک بل څوک نشی بندولای.
    بلی یو ورور د بل ورور په لیکنه او منطقی نظر نقد او نیوکه لیکلای شی. زه هم دهر ورور هر نظر په سر سترګو قبلووم. مګر داسی بيڅایه او توحین امیزه نقد لکه د ګل خان( وحید) به هیڅکله په زړه تیر نکړم.
    په درناوی

  3. فریشتی جانی لیک می دی ووایو اختلاف می ورسره درلود خو بیا می ستا دنظر په احترام پریښود. عمومی شکل یی بیا هم یو ملی احساس لری. که څه هم پوره ندی.
    زما نوم لیکل سوی وو نو مجبور سوم چی پو څه ولیکم.
    زما خوریی دحقوقو نه فارغ سو او دهغه دتعلیم مصرف ما ورکاوو. هغه به ریات وخت په کور کی وو. دیو څو سمیسترو خرڅ می ور ولیږه او بیا خبر سوم چی یوڅه یی په پیسو خرڅ کړی وی او نوری یی په کمپیوتر او دځوانی په سامانو. بیا نادرک وو او وروسته له ډیره وخته یی راته ولیکل چی دپوهنتون شهادتنامه نه راکوی مګر ټول پیسونه ورکړم. دا چی زما خپل وو هغه مصرف می ورکړ او بل وخت یی خپل دفراغت عکسونه راولیږل. ره حیران وم چی څنګه کامیابه سوی. بیا نورو خپلوانو راته وویل چی شهادتنامی په نغدو خرڅیږی. زړه می خواشینی سو. بیا ایران ته لاړ. هغه نور خواشینی کړم او له پلار نه می وپوښتل چی ولی. هغه ویل دیو څو دولتی پوستو لپاره یی عریضه کړی وه خو دده په څنګ کی نور په زرهاوو کسان هم وو. آخر مجبور سو ایران ته ولاړ سی. نو زما دخوریی شهادتنامه کټمټ زما دیو ملګری شهادتنامه سوه چه په کوچنی والی کی یی شپږ کاله مکتب ویلی وو او خبر سوم چی دماستری دشهادتنامی لرونکی دی. بیا وروسته دغنو په زمانه کی خبر سوم چی وزارت یی هم ورکړی دی. لنډه دا چی دشل کلنی دوری لاسته راوړنی به دا وی چی ډیرو ته یی دپوهنتون کاغذونه ورکړی دی. چیرته چی اوس کار کوم هلته می څینی شاګردان ولیدل چی تکړه دی او ځینی بیا داسی وو چی فکر می کاوو رسالی یی نورو ورته لیکلی وی. دا ما له نیزدی مشاهده کړی.
    خبره اوږده سوه. دځوانی یو ملګری می درلود جی جرسی دوازده پاس وو او خلکیانو بیا شهید کړ. هغه دلمانځه نه ورسته داذکارو یو فارمول پیدا کړی. زر تسبح یی لرلی. له لمانځه وروسته به یی هغه په لاس کی وی. خو دسلام نه وروسته به له ټولو اول دوی جومات پریښود. ویل یی چی یوواری کلمه وایم او هغه بیا په زرو کی ضروبوم. نو اوس هم زه فکر کوم جی دکابل دخلکو لپاره زه دالکوزی فارمول کاره وم. هغه يه دیموکزاسی او عرب مین کسان چی لا یی طالبانو ته بیعت ندی کړی هغه دی ولاړ سی. آزاد بیقیده ژوند غواړی هغه دی وکړی. هرڅوک به په قبر کی خپل ځواب وایی. خو داسی کسان ددوی تر هستی نیستی ښه ده. هر انقلاب په نوی نسل بریالی سوی. افغانستان نوی نسل ته ضرورت لری کوم چی دافغانستان په ملی عنعنوی ژوند باندی ویاړی. کمی یی پوره کوی. او دآزادی یو مشال وی.
    څلویښتکاله وسول او تر اوسه زما یو حکومت هم ندی خوښ سوی. خلکیان می دسنګر دښمنان وو، دنورو فساد له وطنه ورک او بیا یی قیاعت را نکړ چی بیرته افغانستان ته ورسم. اوس می له طالبانو سره بیرته دکور یادونه نوی سوی. تاسو به تللی تللی یاست او ره به دراتلو شیبو ته منتظر یم.
    نو له تاسو مو هیله ده چی نور دانارشی لیکنی مه کوی. که مو رښتیا په افغانی ښځو ښه لوریږی هغه په عمل کی واچوی. کوم عملی خیر که مو رسیږی هغه ورته ورسوی. که نه دا دتور کارغه چیغو افغانستان ویجاړ کړ. نوری یی بندی کړی.
    دفرشتی لیکنه خوږه ده خو هغه باید مثبته استعمال سی. زما په خیال شل کلنه لاس ته راوړنه دا ده چه پښتنو دساینس په ځای اکثریتو په پښتو لیکلو وخت تیر کړی. نو هیله ده هغه دمثبت اړخ په لور استعمال کړی.
    څلویښت کلن تاریخ زمونږ عنعنوی ارزشتونه په خاورو لړی دی. بیدینی او جاسوسی، خیانت او سوال اوس افتخار دی.
    شرقی او غربی سفستی خلکو ویلی دی. نتیجه یی دافغانستان ورانیدل. اروپایانو هغه فلسفی په ابتدایی درسو کی ویلی وی او بیا یی په ملی ګټو باندی ځانونه پوهولی وو. افغانانو ته یی صرف په ابتدایی درسو کی ماستری او دوکتراوی ورکړی.
    دشل کلنی ترقی محصول مغزونه مونږ پاکستانیان بولی. هغوی ته که مونږ زرواری سمی خبری وکړو بیا هم هغه خرک او هغه درک دی. ځکه دوی بل دښمن نلری. ناخبره چی ددوی دښمن هغه ددوی دوست دی چی هم دوی او پآکستان څرخوی او دواړه ددښمن په دهلیزو کی بیعزته پراته او بیا چی دخونی اچازه واخلی نو دګل جانی نه به پورته کوم عزت نلری. آخر به یی دا وی چی دخلیلزاد او امیری په توګه به افغانان نیسی او غلامان کوی به یی ( انګریزانو به هغوی ته سلیو کیاچرس) ویل. یا به ټامیان وی هغه دانکل ټام په توګه.
    فرشتی جانی
    کابل سقوط ندی کړی. غلامان تښتیدلی او کابل همعسی سمسور دی او لا به سمسور سی. دغنو دوخت کوڅی چه دپیښور او هرا مندوی ترکوڅو چټلی وی نن سبا رونق نیسی. نظم راځی او خلک بیرته له خوبه راویښیږی. هغه خرڅسوی مغزونه او ارمنی غلامان به پاکستان نور هم پسی چټل کړی. هغوی به خحالت وی چی شل کاله یی په پاکستان پسی بده خوله نیولی وه او په ټیټو سترګو ورروان دی.
    مننه چی زما ارمنی غلامان به نور ګل جان بولم. دا تاسو راته رازده کړه.

  4. فرشتی جانی له پرونه می خیال وو بله خبره درته ولیکم.
    ستا له خولی تاسو فیمنیسته ځوانه یاست خو افراطی یا تبعیض دتبعیض سره دمبارزی په نامه نه غواړی. دا زه خوشاله کړم چی یوه پښتنه ددی فکر پیدا کړی جی مساوات او فیمینیزم سره متقابل اړخونه دی.
    خو دګل جان قیصی می له پرون نه تراوسه ځوروی. دا په دی معنا چی په افغانستان کی ارمنی غلامی لا تراوسه دوام لری. ارمنی غلامان هغو جنکیو ته ویل سوی چی دارمنی نسل خلکو به خپلی لوڼی تربیه کولی ترڅو دعثمانیه امپراتور په حریم کی دکنیزی په توګه وپلورل سی. دا په دی چی هلته به ددوی له مور او پلار نه ښه آسوده ژوند وکړی. دګل جان ژوند کټمټ هغه دی چی دبای په کور کی یی کوی.
    دا دترکی نسله افغانانو په مینځ کی رواج وی او کیدای سی دشمال تاجکان هم دا منلی وی. دا زما اوس ګمان پری راغی. په شمال کی دبدخشان او تخار خلکو خپلی لوڼی خرڅولی او زمونږ کلی ته هم داسی ښځی راغلی خو دیو کنیزی په جامه نه بلکه دیوی محترمی واده سوی پیغلی او میرمنی.
    اوس چی تاسی فیمنیست یاست باید دغسی اساسی ظلمو ته مو فکر سی. دهندوانو او مسیحیانو خبری پریږدی او دواقعی غلامی سره مبارزه وکړی. دطالبانو سره ددروازو دتړلو په ځای ښه تعلقات وساتی. له هغوی سره دا دغلامی موضوع شریکه کړی. ستاسی دښمنی به نه دتعطیل سوی مکتبو دروازه خلاصه کړی او نه به دګل جانی په شان دلکهاوو آزادی تضمین کړی. خو که دیو مخلصی افغانی په توګه ورسره وغږیږی نو زه باور لرم چی دا غلامی به دمفتیانو او او ملایانو په خوله له مینځه ولاړه سی.
    نور دی خپل زړه.

  5. محترمی فرشتی جلالزی ته سلامونه ، آی ایس آي او د سی آی اي تربیه شوی چړیان غلامان افغانستان کښی افغان میرمنی په کوتکو وهی او خارج کښی کوشش کوی چی افغان میرمنی د پنجابی پاکستان تکتیک ( مخروڼه نرمښت ) په واسطه تر تأثیر لاندی راولی ، دا ځناوران د تنظیمونو او کمونیستانو ځناورانو څخه هم خطرناکه دی اصیل افغانان به هیڅکله داسی غلامانو ته ځانونه تسلیم نکړی، اصیلو افغانانو ددوی باداران په ستره قربانی سره له خاوری شړلی دی او ددوی غلامان به هم د خپلو بادارانو لاره تعقیبوی !!!!

  6. @وطن صاحب زه به څه ووایم؟ په دې وخت کې تر هر بل شي اتحاد اواتقاق ته اړتیا لرو او یوه بل ته تر یوه خبره ور تیریدلو ته، دا له وطنداري درته وایم که نه زه په داسې موقف کې نه یم چې ستاسو په څېر درنو مشرانو ته خبره وکړم. خداي دي‌ پروطن رڼا کړي، دا خبرې به ټولې حل شي. تاسو دي خداي په عزت کې لري.

    @ثابت صاحب محترم ، ستاسو په خبرو کې بیخي زیات درد پروت دی. متاسفانه، د ثور د ۷ له خونړي انقلاب سره زموږ په وطن کې د ویني سیل جاري دی او ډېر مظلوم او بی ګناه خلک په مختلفو نومونو وژل شوی، دردېدلي، کړېدلي او دربدره شوي دي نو هر یو حق لري چې دخپل درد خبره وکړي. زه په داسې حدکې ځان نه ګڼم چې د فیمینیزم ادعا وکړم. ما ګل جان لیدلې وه او د هغې خبره مې تاسو ته نقل کړه . خداي دي وس راکړي چې د افغانستان د تاریخ هره سوړه را وسپړم او هغه مسایل چې تاسو یې یادونه کړې ، ولولم او سر پر خلاص کړم. زه یو عادي انسان یم چې لکه تاسو غوندي مې د ژوند سړې اوتودې کتلي دي او تاسو ته یې کیسه کوم، خپل احساس بیانوم. د یوه عادي وګړي په توګه چې محدود علم لري ، د خپل ژوند مشاهدې لیکم ، اګاهانه ، زه ما هدف پیغام ورکول ندی، صرف کیسه کول دی ، هغه بیا د لوستونکو خپل پرداشت دی چې څرنګه یې اخلي. خداي دي تاسو په عزت کې لري او یو جهان مننه چې تاسو زما لیکنې لولی او نظر راسره شریکوئ. زه یې په مینه لولم او زده کړه کوم.

    @ډاکتر صاحب ، وايي :
    شیخ دي لمونځ‌ روژه کا زه به ډکي‌ پيالې اخلم
    هر سړی پیدا دی خپل خپل کار لره کنه

    پنجاب دي خپل کار کوي او موږ به خپل کار کوو. خداي دي موږ اوتاسو په اتقاق لری او خداي دي‌ په وطن رڼا کړي. یوجهان مننه چې تاسو زما لیکنه ولوسته او خپل نظر مو راته ولیکل. خداي دي‌ په عزت کې لره.

  7. سلام
    ډېرې عالیقدرې خورې هره قضیه ثبوت لری او هر ثبوت فرضیه چې ستا شعر هر څوک پیدا…….. او ارواښاد احمد ظاهر هم عین شکوه لری …….. لاندی طرحه لری:
    وایی چې کو چشم بینا ،دل اګاه وګوش شنوا؟ فرشته جانې خورې دانسن خلقت ستر امتیاز لری ځکه الله ج ورته اګاها نه خطاب کړی او په عین زمان کې یی کرکه ، ناپوهی او جهالت دشیطان عمل او ډګر بللی. اختیار: انسن که څه هم دجبر او اختیار دیالکتیک کې تل راګیر پاتې دی او دخبل نفس سره بې له جګړې ،توغندیو ،زورواکی وامثالهم په لندو او ژورو کې لالهاند دی بیا ورته اشرف المخلوقات ویل کیږی. دما معادله کې که وګوری دوه سترګې جمع دوه غوږونه مفهوم لری او اګاه زړه یوترم جوړوی او دمعادلې بل ترم کې اګاه زړه مساوی کیږی په افضل،اشرف،نیکی ،سعادت او په ټوله کې پوهنه رڼا ده! دانور ټول ګونګوسی gossip شاته پاتې کیږی او متغیر نه دی نو بیا دمعادلی طرحه مهمه ده چې کومه لوری یی معادل کولی شی .زه کولای شم دا په اعدادو باندې بدله کړم خو بحث اوږدیږی روژه ده نو دومره لیکنه باندې اکتفا کوم.
    زه فکر کوم زموږ اوستاسې ګډ دریځ یوازې پوهه او یوالی دی چې تاسې یی اهمیت ښه پېژنی کورمو ودان.

  8. محترمی فرشتی جلالزی سلامونه ، که دی قدیانی وحشیانو ایمان په المونځ او روژه درلودای نو د خدای پاک اوامورو او هدایت به ئی د افغان ملت سره انسانی رفتار کاوه او افغانستان به ئی بالخصوص په غیرتی میرمنو او جلکیو دوزخ نه جوړاوه ، دی مکروبونو واقعی طالبان ، شیخان ، ملایان او مولایان بدنامه کړل او افغان ملت ئی د تباهی سره مخامخ کړۍ دی حتی دا وحشیان ملت څخه هیله کوی چی واښه وخوری نو دوی ته د شیخانو لقب ورکول او دوی باندی د روژی نیولو او ذکرکولو اعتبار درلودل ستره اشتباه دی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب