جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهکاپیسا ته په راتلونکي کال کې د يو نیم میلیارد افغانیو عشر...

کاپیسا ته په راتلونکي کال کې د يو نیم میلیارد افغانیو عشر هدف ورکړل شوی

تاند:(چهار شنبه، د حوت ۲۵ مه) ‏‏‏‏په کاپیسا کې د ط د اسلامي امارت د والي وياند وايي چې په راتلونکي لمريز کال کې ورته د عشر ټولولو لپاره یو نیم میلیارد افغانۍ هدف ټاکل شوی دی.

وياند کريم الله وثیق ويلي، د طالبانو د اوسنۍ واکمنۍ په اته مياشتينۍ دوره کې يې هم تر ۸ میليونو افغانیو پورې عشر ټول کړی دی.

هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د کاپیسا یو شمېر اوسیدونکو په عشر ټولولو سختې نیوکې کړي او ويلي چې خلک له لوږې مري او طالبان ورسره د مرستو پر ځای عشر هم غواړي.

څه موده مخکې د طالبانو په کابینه کې هم د عشر ټولولو موضوع څېړل شوې وه، خو په ټوله کې د عشر ټولولو ډېر جزییات تر اوسه رسنیز شوي نه دي.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د داخلي عوايدو د زياتېدو خبر ورکوي، خو خلک نیوکه لري چې له هره پلوه ملا ماتونکي ماليات پرې وضع شوي دي.

1 COMMENT

  1. عشر مانا چور چپاول له خلکو د خولې ډوډۍ کمول او پخپلو جيبو کې اچول دي. د عشر او بډو تر منځ هيڅ توپير نسته خبيث طالب د خلکو فقر او لوږي ته نه ګوري او ورنه په زور د عشر په نوم د خلکو له غوښو پيسې جوړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب