تاند (چهارشنبه، د حوت ۲۵ مه) په منځنيي ختیځ کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال کینټ مکینزي وايي، له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي دي امریکايي ځواکونو له بهره په افغانستان کې هیڅ برید نه دی کړی.
جنرال میکنزي د سې شنبې په ورځ (د مارج ۱۵ مه) د خپل هیواد د سنا جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې د غړیو د پوښتنې په ځواب کې وویل، امریکا له لېرې څخه په افغانستان کې د تروریستانو د فعالیتونو په اړه معلومات ټولوي خو تراوسه پورې یې په افغانستان کې د داعش (اسلامي دولت) او القاعده پر ضد کومه حمله نه ده کړې.
د امریکا د سمندري ځواکونو دغه جنرال همداراز وویل چې په اوسنیو شرایطو کې دا اسانه کار نه دی چې تروریستي هدف وموندل او په نخښه شي.
ده وویل، د اسلامي دولت د خراسان څانګه یا داعش د خپل ځان د منظمولو په لټه کې دی. د اوسنیو استخباراتي معلوماتو له مخې اټکل کېدای شي چې له ۱۲ تر ۱۸ میاشتو پورې به دا ډله له افغانستانه بهر پر هدفونو د برید کولو جوګه شي.
په منځني ختیځ کې د امریکايی ځواکونو عمومي قوماندان زیاته کړه:«طالبان هڅه کوي چې پر داعش (اسلامي دولت) فشار راوړي، خو زه اټکل کوم چې دا ډله به په دوبي کې حتي په کابل کې حملو ته زور ورکړي.»
مکینزي دا هم وویل چې طالبانو د کابل له نیولو وروسته د بندیانو په خلاصولو لویه تېروتنه وکړه ځکه چې د داعش تر زرو ډېر غړي یې هم خوشی کړل.
جنرال میکنزې د خپلو خبرو په دوام کې وویل، په اګست میاشت کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته به د افغانستان په ډېرو برخو کې امنیتي وضعیت ښه شوی وي خو «زه ډاډه نه یم چې دا به هغسي وي چې پکار ده.»
ده د طالبانو له لوري د پخوانیو امنیتي ځواکونو د تعقیب د دوام او د ښځو د حقونو د ځپلو یادونه وکړه او ویې ویل چې باید په دې برخو کې باید بدلون راشي.
يعنى اتلس مياشتى وروسته به يه يوډير دقيق استخباراتى راپور لس شل تنه ښځى اوکـوچنيان مړه اونوم به يى تيروتنه
کښيږدى