شنبه, مې 18, 2024
Home+پاکستان د کرکټ د تاریخي لوبغالو نومونو بدلولوي

پاکستان د کرکټ د تاریخي لوبغالو نومونو بدلولوي

د پاکستان کرېکټ بورډ (پي سي بي) پرېکړه کړې چې د لاهور ښار د مشهور کرېکټ لوبغالي معمر قذافي سټيډيم نوم بدل کړي.

دا لوبغالی شاوخوا ۵۰ کاله وړاندې د لیبیا د پخواني ولسمشر معمر القذافي په مالي مرسته جوړ شوی و،  د پاکستان کرکټ بورډ یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته دا خبر تایید کړ چې ګنې دوی غواړي د قذافي لوبغالي نوم بدل کړي.

په همدې حال کې د پاکستان د کرکټ بورډ مشر رمیز راجا د “سپان کرک انفو” نړیوالې وېبپاڼې ته ویلي، چې د دې کار لامل سیاسي نه، بلکې سوداګریز و. هغه وويل چې له يو شمېر مالي ملاتړ کوونکو سره يې خبرې روانې دي او بالاخره يوه شرکت امتياز ترلاسه کړ او غوښتل يې چې د ميدان نوم هم بدل کړي.

ښاغلي راجا دغه شرکت YouGov نومولی دی.

هغه وويل نه يوازې د لاهور د قذافي سټيډيم نوم بدلوي بلکې د کراچۍ او ځينو نورو سيمو د سټيډيمونو نومونه به هم بدلوي.

د ESPN په وینا، د لاهور کرکټ میدان په ۱۹۵۹ زیږدیز کې جوړ شوی او په اصل کې د لاهور سټیډیم په نوم یادیږي، خو په ۱۹۷۲ کال کې پاکستان ته د سفر پر مهال معمر القذافي د پاکستان د سیاسي ګټو خبره وکړه او ویې ویل چې دا د پاکستان حق دی چې اټومي وسلې ولري. هغه وخت پاکستان اتوم بم نه درلود.

د پاکستان د هغه وخت لومړي وزیر ذوالفقار علي بوټو له دې څرګندونو وروسته د لاهور د کرکټ میدان د هغه په ​​نوم ونوماوه. البته په پاکستان کې داسې ځایونه شته چې د سعودي عربستان د پاچا فیصل او ځینو نورو سیاستوالو په نومونو نومول شوي دي.

د لیبیا مشر معمر القذافي په ۲۰۱۱ کال کې په یوه پاڅون کې ووژل شو، د هغه له مړینې وروسته په پاکستان کې ځینو چارواکو د لاهور د لوبغالي د نوم د بدلولو غوښتنه وکړه، خو هغه مهال یې انګیزه سیاسي وه.

1 COMMENT

  1. د انسان او نورو مخلوقاتو تر منځ یو توپیر دا دئ چی انسان د ” نوم ” سره خاص تړاؤ او مینه لری.
    ” نوم ” د هویت ” او ” ماهیت ” د پېژندنی لومړی او مهم پړاؤ دئ. ” نوم ” تقریباً ابدی او همیشنی پایښت لری خصوصاً په عاطفی – کورنی – تاریخی لمنه کی.
    په سیاسی – اجتماعی مسائلو کی ” نوم ” اکثراً حساسیتونه را پاروی او پارولی ئې دی، حاکمو قدرتونو د ” نوم ” د څرنګوالی څخه د سیاسی موخو او اهدافو په لیاره کی ډیری مثبتی او منفی ګټی په نظر کی نیولی دی.
    ” موسم ” او د وولسی افکارو او اذهانو د مدیریت یوه وسیله همدا د ” نوم ” انتخاب او د ځینو نومونو د بدلون جنجال پاروونکې مسئله ده.
    یوه خبره می را یاده سوه؛
    د کندهار په ښار کی د احمدشاهی پنوم یوه متوسطه ښوونځۍ وه ( ډیر خوند نه راکوی چی مکتب ته ښوونځی ووایم ، البته معلومات نلرم چی دا نوم لوی احمد شاه بابا ته منسوب ؤ او که پروفیسور شهزاده احمد شاه ته ).
    په ۱۳۵۰ کال کی دا متوسطه ښوونځی یا ښوونځۍ د ” ظاهرشاه ” پنوم په لیسه بدله سوه.
    د سرطانی کودتاه په څلورمه ورځ ( ۱۳۵۲ کال ) د ظاهرشاه نوم ترې لیری او د البیرونی پنوم وبلله سوه.
    کلونه وروسته ظاهرشاه د ناټو پر غاطره سپور او د کابل پر میدان را کوز سو. د ظاهرشاه د بختور! !! راتګ سمدستی وروسته د البیرونی لیسه بیرته د ظاهرشاه پنوم وبلله سوه.
    نو خبره می دا ده چی:
    پنجابیان هم عجیب کُسمادر مخلوق دئ، د بل د نومونو څخه ابزاری او موسمی ګټه اخلی.
    د هند د هیواد سره د سیالۍ په انګېزه ئې پر خپلو درنو وسلو او راکټونو د افغان د نامداره شاهانو نومونه ایښی دی خو د همدې نامداره شاهانو بچانو ته په ډیره سپکه سترګه ګوری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب