یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد افراط او تفریط دنیا، د حجاب په اړه د هند د...

د افراط او تفریط دنیا، د حجاب په اړه د هند د کرناټک محکمې پرېکړه

تاند(چهارشنبه، د حوت ۲۵ مه) وروسته له دې چې د هند د کرناټک ایالت په اودوپي سیمه کې ټولګي ته د ۶ زده کونکیو د ننوتو د مخنیوي پر سر جنجالونه پېښ شول، د دې ایالت لوړې محکمې له څو میاشتې بحثونو وروسته په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د حجاب ممنوعیت تایید کړ.

د هند په دغه جنوبي ایالت کې د حجاب په خاطر ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو زده کوونکو نه پرېښودل د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ د ترینګلتیا سبب شو. مسلمانانو پر دې مسلې سخت غبرګون وښود تر دې چې ایالتي حکومت مجبوره شو چې د یوې مودې لپاره ښوونځي بند کړي.

خو وروسته مسلمانو ښځو دا موضوع محکمې ته وړاندې کړه. دوی محکمې ته په خپله عریضه کې لیکلي وو چې د هند اساسي قانون اجازه ورکړې چې ټیکري پر سر کولی شي. محکمې د دوی دلایل رد کړل، ویې ویل چې ایالتي حکومت حق لري چې زده کوونکو ته یونیفورم وټاکي.

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ په یوه ټویټ کې د هند له حکومته وغوښتل چې داسې پرېکړه وکړي چې د هند مسلمانې ښځې له درس ویلو راونه ګرځول شي.

راپورونه وايي چې د کرناټک ایالت د محکمې د پرېکړې له کبله یو شمېر مسلمانو نجونو زده کړې پرې ایښي او حتي ازموینې ته حاضرې شوې نه دي.

د کرناټک ایالتي محکمې د حجاب د بندز په تایید کې په خپل حکم کې ویلي چې حجاب د اسلام د دین په ضروري اصولو کې شامل نه دی.

د کرناټک ایالتي حکومت د ځايي مسلمانانو د غبرګون د مخنیوي لپاره د یوې اوونۍ لپاره پر هرراز غونډو بندیز لګولی دی.

د هند ګڼو سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو د محکمې پر پرېکړه اعتراضونه کړي او غوښتنه یې ورڅخه کړې چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

دې ته ورته پرېکړه په اروپا کې فرانسې کړې ده. خو د دې ډول پرېکړو پلویان بیا وايي چې مسلمانان ولې په خپلو هیوادونو کې نورو ته اجازه نه ورکوي چې له خپلو عقایدو سره سم بې ټیکري وګرځي. دوی د ایران او سعودي عربستان مثالونه ورکوي چې هره ښځه حتي غیرمسلمانه ښځه د ټیکري پر سر کولو ته اړ باسي.

1 COMMENT

  1. د پنجاب د ای ايس ای شيشکه اوس دغه فاجره هم خوله پرانيزي ☹️ دا پخپله فرنګۍ ده د هغو پښتنو پيغلو په هکله د غږ پورته کړي سي دجال تورمخی پنجابی يې بې ثيرته کوي. ?

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب