یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهد اوکراین ولسمشر په لومړي ځل له روسیې سره خبرو ته هیله...

د اوکراین ولسمشر په لومړي ځل له روسیې سره خبرو ته هیله وښوده

تاند(چهارشنبه، د حوت ۲۵ مه) په داسې حال کې چې د اوکراین ولسمشر ته په لومړي ځل له روسیې سره خبرې جدي او حقیقي ښکاره شوي، دا هیواد وايي چې د روسیې د یرغل له کبله اوکراین تراوسه پورې د څه باتدې ۵۰۰ ملیارد ډالرو تاوان کړی دی.

د اوکراین صدراعظم دنیس شمیهال وايي، روسیه باید له جګړې وروسته د جګړې تاوان او د اوکراین د بیارغولو لګښت ورکړي.

شمیهال، چې په پلازمېنه کییف کې د چک جمهوریت، پولنډ او سلووینیا له صدراعظمانو سره خبرې کولې، ونه ویل چې اوکراین حتي که په جګړه کې بریالی هم شي، څنګه به له روسیې تاوان اخلي، خو د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې د روسیې د شتمنیو ضبط کېدو ته اشاره وکړه.

امریکا او نورو لوېدیځو هیوادونو د روسیې د اسعاري زېرمو په شمول د هغو روسي ملیاردرانو شتمنۍ ضبط کړي چې له ولادیمیر پوتین سره نژدې اړیکې لري.

په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وايي، له روسیې سره د سولې خبرې په تدریج ورته حقیقي ښکاري خو نور وخت ته اړتیا ده چې په خبرو کې جدي پرمختګ وشي.

ده چې د فیسبوک له لارې خبرې کولې، د روسیې په وړاندې د بري لپاره د مرکچي پلاوي په شمول د ټولو اوکراینیانو همکاري ضروري وبلله.

اوکراین نن سهار اعلان وکړ چې «غاصبو» ځواکونو ته یې کلک ګوزارونه ورکړي دي.

د اوکراین پوځ ادعا کوي چې هوايي ځواک یې د روسیې ۳ جنګي الوتکې، یوه څرخکه، درې بې پېلوټه الوتکې او دوه توغندي ویجاړ کړي دي.

د اوکراین پوځ همداراز ویلي چې د روسیې ځواکونو روانه اوونۍ د اوکراین پر ګڼ نفوسو ښارونو بمباریو ته دوام ورکړ او له دونیڅک او لوهانسک څخه یې په څو جبهو کې د پرمختګ هڅې وکړې خو بریالي نه شول.

لوهانسک او دونیڅک د اوکراین د بېلتون غوښتونکو تر کنټرول لاندې سیمې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب