نیمه شپه وه په اوږده ژوره شېله کې ډله خلک روان وو، ځای، ځای به د پښو لاندې د معدني اوبو د خالي بوتلونو د پایمال کېدو خړسا شوه، ډله د مشکل*( مشکیل) د غره د څوکې خواته روانه وه لاهم د ایران سرحد ته لار پاتې وه.مساپرو تېزې، تېزې ساوې وهلې ټول ستړي وو، آن د ځینو کمزورو زګېروي له ورایه اورېدل کېدل. عیدمحمد یې د مېرمنې مټ ونیو د وړې جینۍ چونګا شوه، عیدمحمد جینۍ د مېرمنې له غېږې ورواخېسته جینۍ وسونګېده خو ژر یې خوبولی مخ د عیدمحمد د ښي تخرګ خوا ته واړوه، ده پورته وکتل شېله مخ په خلاصېدو وه، مساپر په لوی پیچومي پورته ختل څنګ ته یې وکتل په کوچنۍ ژوره کنده کې د اغوستلو وسایل ګډوډ پراته وو چا نوي کوټونه غورځولي وو چاهم پټوګان اوڅادرونه. د کمره په يوه راوتلې تېره ډبره پورې لمروهلی نیم واسکټ نښتی و. زګېروی شو عیدمحمد شا ته وکتل مېرمن یې ځای پرځای ناسته وه، ګړندی وروګرځېد په اوږه یې لاس ورکېښود، مېرمن یې له ښۍ پنډۍ وینه پاکوله.
عیدمحمد یې لاس ونیو. ښه یې؟
هوا تیاره وه خو لا هم د سپوږمۍ تتې رڼا ته یې د مېرمنې د ناهیلیو ډکې سترګې ځلېدې، مېرمن یې د ټوکر ټوټه شېلې ته ګوزار کړه د پنډۍ په ټپ یې ګوتې راتېرې کړې. وښویېدم، خدایزده د بوټ تلی مې ښوی شوی که………
ده یې خبره ور پرې کړه. پاڅه! چې د غره په سر دمه جوړه کړو ګنې بیا قاچاقبر نه راته ماتله کیږي.
دوی د غره سر ته وختل، غر ډېر لوړ و مساپر د لویو ډبرو اړخونو ته خواره واره پراته وو، ده هم د راوتلې ډبرې لاندې وړه لور پرې اېستله مخامخ یې وکتل سپوږمۍ د نږدې کنډو په څوکه ولاړه وه، لرې د ایراني پاسګاه وو (پوستو) ګروپونه برېښېدل څنګ ته ناست هزاره ځوان مبایل ته ایرانی سیمکارټ وراچوه. ناره شوه ټولو مساپرو ښي لور ته ورمېږونه کاږه کړل. ببرسري ځوان په زوره نارې وهلې، دی قاچاقبر و په ګوډه ماته پاړسي ژبه یې مساپرو ته وریاده کړه چې تر غرمې به همدلته یو، ځکه لار بنده ده ایراني پولیس ډېر راوتلي، بیا یې مبایل لوړ ونیو له مسافرو لږ هاخوا ته لاړ له چاسره وغږېد خو په خبره یې څوک پوه نه شول.
مساپرو له ځانه سره ایراني پولیسو او قاچاقبرو ته پوچ سپک ویل. عیدمحمد سترګې پورته کړې هزاره پېغلې د ده مېرمنې ته د اوبو ډک بوتل نیولی و، دوی له نیمروزه سره ملګري وو. دا بله وړه کورنۍ وه څلور کسه وو پلار، مور، پېغله لور او کوچنی زوی. په قاچاقي لارو سکه ورور بل ورور ته یو غړپ اوبه هم نه ورکوي له ټولو سره د ځان غم وي خو، دې دواړو کورنیو یوپربل ډېر پام کاوه آن خوراک یې هم يوځای و.
* * *
عیدمحمد سرپورته کړ، غرمه وه مساپرو د غاړې چانټې تړلې مېرمن یې لږ وړاندې ناسته وه مخ یې د افغانستان خواته اړولی و، پورته آسمان ته یې کتل په آسمان کې په روانه الوتکه پسې سپینه لیکه روانه وه، عیدمحمد څادر وڅنډه سپېره دوړه یې د مېرمنې تر سر تېره شوه. څنګ ته ورغی: جيګه شه! چې ځو؛ لکه چې لاره خلاصه شوې ده.
مېرمن یې په زحمت راولاړه شوه د سترګو ګاټي یې لکه سکروټې سره اوښتي وو، عیدمحمد ښکته وکتل هېڅ یې هم ونه ویل کوچینۍ ډبره یې ترڅنګ ولګېده ښځې یې ټیکری په مخ ورکش کړ. عیدمحمد پورته وکتل قاچاقبر د کمره په سر ولاړ و لاس یې ښوراوه د ورتګ اشاره یې کوله، لیاړې یې بادېدې افغانانو ته یې ښکنځلې کولې.
عیدمحمد چانټه شا ته واچوله په دې بغل کې بغیر له دوی درې واړو بل څوک پاتې نه ول. دوی په څوکه ودرېدل مخته لوی ګړنګ و سر او بر یې نه مالومېده. ځای، ځای به کوچنۍ ډبرې وښویېدې مساپر لکه مېږیان خواره واره روان وو، ځینې یې په کوناټو ښویېدل.عیدمحمد یې د مېرمنې لاس ونیو ښځې جینۍ په سینه پورې ټینګه ونیوله خو قدم یې نه شو اخیستلای، عیدمحمد وړه جینۍ ورواخیسته مېرمن یې په اوږه لاس تکیه کړ په زحمت یې له تېرې راوتلې ډبرې پښه واړوله. سپېره دوړه شوه مساپر ځای پر ځای کښیناستل بړبوکۍ له شاتیني کنډو ګړندۍ واوښته د بړبوکۍ له تېرېدو سره باد هم راوالوت لاندې د مساپرو په منځ کې غوغا شوه. قاچاقبر یو ځوان په لغتو وهه؛ داسې مالومېده چې ځوان د ده له اجازې پرته بلې شېلې ته د معذرت لپاره اوښتی و. ډله همداسې روانه وه مساپر کرار، کرار ښکته کېدل پیچومی ډېر توند و، تنکي ځوانان او مټور مساپر د ټولو تر مخ روان وو، شېلې کوچنۍ وې خو ډبرې یې لکه دیوال داسې ولاړې وې. درب شو عیدمحمد ځای پر ځای کښېناست، مېرمن یې پړمخې غورځېدلې وه، د لویو او وړو ډبرو په منځ کې یې پرغټونه خوړل ډله ځای پر ځای ودرېده.
په شېله کې د ښځینه غږ سوې نارې او چیغې وې؛ د عیدمحمد له خولې زوروره ناره پورته شوه: حسینې، نا!!!!
وړه جینۍ یې پرځمکه پرې اېستله، ښکته یې منډه واخیسته، بېرته کښیناست په وړو شګو کې وروښویېد، چپ کوناټی یې راوتلې ډبرې ته سیخ شو، نری درد یې حس کړ له زنګانه سره د پرتاګه درځ یې په وینو سور شو خو دی په ځان نه پوهېده، یوازې د (حسینې) نوم یې اخېست، په یوه شېبه کې د مېرمنې څنګ ته ولوېد په ګونډو وروښویېد، مېرمن یې پړمخې پرته وه غاړه یې په وینو سره وه حجاب او ټیکری یې په غاړه کې پراته وو، یوازې ښي لاس یې لږ حرکت درلود. ده یې سر راپورته کړ، د ښځې سترګې پټې وې نری زګېروی یې کاوه. د مېرمنې سر یې پرېښود، لکه لېونی په وارخطا قدمونو د پیچومي سر ته وخوت، زورورې نارې یې وکړې. له مساپرو یې د مرستې غوښتنه کوله، مساپر لرې د بل کنډو سرته ختلي وو هېچا یې غږ نه اورېده، یوازې قاچاقبر مخامخ را روان و. وړه جینۍ یې په غېږ کې نیولې وه. دعیدمحمد سترګې رډې راختلې وې، ناهیلی په منډه بېرته شېلې ته راښکته شو.
د مېرمنې ترڅنګ کښېناست د هغې سترګې لږې چوله وې، عیدمحمد یې سر ور پورته کړ په رنګړۍ ږیره کې یې اوښکې راماتې شوې، مېرمنې ته یې د تسلي په ډول وویل: پورته شه په وجود دې زور راوله ته به نه مرې. له قاچاقبر سره خبره کوم، بېرته کور ته ګرځو.
مېرمنې یې سترګې نیمکښه کړې؛ غوښتل یې لاس راپورته کړي خو ونشو، په وینو سرې شونډې یې وخوځولې: ایدممده (عیدمحمده)! په دې لسو کلونو ګډ ژوند کې دې ماته هېڅ بده خبره ونکړه؛ څه مې چې زړه غوښتل هغه خوشالیانې دې راکولې… لیاړې یې تېرې کړې او خبره یې پسې اوږده کړه: خو د ژوند یوه وروستۍ خبره مې ام واوره چې عالیه جانه ! به مې هم زما غوندې په نازونو کې ساتې.
د مېرمنې ورمېږ یې یوې خوا ته لاړ؛ څو سلګۍ یې وکړې.
عیدمحمد په چغو شو: نا ته به نه مرې! نا ته به نه مرې! نا …… په شېله کې د (نا! ته به نه مرې) له غږ سره د ژړا انګازه شوه، ده تر ډېره د مېرمنې سر په غېږ کې نیولی و او سلګۍ يې وهلې، لرې قاچاقبر مخ کښته روان و. وړه جینۍ د مور څنګ ته پرته وه، ده د غره لوړې څوکې ته سترګې نيولې وې، چې له طوفاني سیلۍ سره سپینې بادوریې پرې را اوښتې.
پای.
بادوریې: زموږ سیمه کې د ژمي په نیمایي یا پای کې د لوړو غرو له سرونو څخه بادونه واورې شېلو ته رااړوي هغه ته بادوریې وایي.
مشکل (مشکیل): د ایران او پاکستان ترمنځ سرحدي غر دی چې اصلي نوم یې مشکیل خو، مساپر یې د مشکل په نامه یادوي.
له تاند ویب پاڼې یوه نړۍ مننه