یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Home+د هډې جومات او د هډې ملا/ زاهد خلیلي

د هډې جومات او د هډې ملا/ زاهد خلیلي

لومړی: د هډې ملا څوک و؟

عبدالقدير (مشهور په نجم الدين) اخوندزاده د پښتنو د نولسمې پېړۍ په تاريخ کې د ازادۍ د يوه لوی مبارز په نوم يادېږي چې د انګرېزانو پر ضد يې ډېرو جګړو کې ګډون کړی او د ده له برکته ډېرو خلکو د انګرېزانو پر ضد جهاد ته ملا تړلې وه.

د نجم الدين اخوندزاده، چې د هډې په ملا هم مشهور دی، د زېږېدو د ڼېټې په اړه دقيق مالومات نه شته. د هډې ملا خپل نوم عبدالقدير و خو د علم او روحانيت له امله ورته نجم الدين يعنې د دين ستوري لقب ورکړل شوی او تر خپل اصلي نوم په نجم الدين ډېر مشهور شوی دی. لوړ قد او په تندي يې شين خال درلود. د پلار نوم يې محمد حسن اخوندزاده و.


د هډې ملا په خټه پښتون او د غزني په شلګر کې زېږېدلی و. په ۱۸۵۰ کلونو کې کابل ته د زدکړو لپاره ولاړ. هلته له يو څه مودې تېرولو وروسته پېښور ته ولاړ او د مولانا عبدالغفور (د سوات اخوند) سره يې وليدل. د سوات اخوند ورته د صوفي طريقو د ښوونې اجازه ورکړه. يو روايت وايي چې د هډې ملا د سوات له اخوند سره يو څه وخت تېر کړ او هغه د هډې ملا ته وويل چې هډې ته ولاړ شي او د اسلام او د صوفي طريقو تبليغ وکړي. د هډې ملا هلته ژوند پېل کړ. يو جومات يې هم جوړ کړ او په تدريجي ډول مشهور شو.

د هډې کلی د ننګرهار له مرکز جلال اباد څخه شاوخوا لس کيلومتره لرې پروت دی چې اوس يو اباد کلی دی او زرګونه کورنۍ په کې مېشتې دي خو هغه وخت کې يوه وچه دښته وه چې يو څو کوچيان په کې اوسېدل.

هډه د افغانستان د بودايي پېر پر مهال د بودايي دين يو لوی مرکز و چې په شلمه پېړۍ کې د کيندنو پر مهال په کې ډېرې مجسمې موندل شوې دي. د هډې ملا همدغه ځای کې خپل مرکز جوړ کړ. يو روايت، لکه پورته چې راوړل شوی، دا دی چې هډې ملا ځکه دغه ځای خپل مرکز وټاکه چې د سوات د اخوند له خوا ورته ويل شوي وو. بل روايت وايي، د هډې ملا سوات ته له تګ وړاندې دغه ځای غوره کړی و.

په ۱۸۹۳ کې چې امير عبد الرحمن خان له انګرېز سره د ډيورنډ تړون وکړ نو قبايلو کې سخت مخالفت وښودل شو. شينوارو هډې ملا ته وويل چې د دوی امير شي خو ملا و نه منله. هډې ملا د امير عبدالرحمن په غوښتنه کابل ته روان و خو په لاره کې خبر شو چې د وژلو پلان يې جوړ شوی دی، نو په پټه مومندو ته ولاړ. امير عبدالرحمن خان د هډې ملا معاون ته وليکل چې ملا د اسلام روښانه څراغ دی خو رڼا يې دومره ډېره ده چې هغه نه غواړي دا رڼا په دې هېواد کې پاتې شي بلکې غواړي چې له ډيورنډ کرښې اخوا سيمه هم ورباندې روښانه کړي. په ۱۸۹۷ کې د هډې ملا په چکدره او شبقدر کې له انګرېزانو سره جګړه وکړه. بلخوا امير عبدالرحمن خان په کابل کې انګرېز استازي ته وويل چې دوی يې په اړه معلومات نه لري. د هډې ملا چې له جسمي پلوه ډېر کمزوری شوی و په ۱۹۰۱ کې مړ شو. عمر يې له اويا کالونو څخه زيات و. د ده مقبره د هډې په کلي کې محمدداود خان جوړه کړې ده.

دویم: د هډې جومات

د هډې کلی د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې پروت دی. د هډې جومات هم په همدې کلي کې دی. عام خلک يې د هډې جومات بولي خو خپل نوم يې نجم الدين اخوندزاده جومات دی. دغه کلی او جومات د جلال اباد له ښاره شاوخوا لس کيلومتره لرې پروت دی. اباد کلی دی د جومات د مخې بازار له ګڼې ګوڼې ډک وي، خو هغه وخت چې نجم الدين اخوندزاده دلته استوګن و نو يوه دښته وه او د خلکو ګڼه ګوڼه په کې نه وه.

د نجم الدين اخوندزاده د جومات بنسټ له هماغه پېله د نجم الدين اخوندزاده په ژوند کې ايښودل شوی و او د روايتونو له مخې یوې چوترې (سپرې) ته ورته وه، خو د نجم الدين اخوندزاده له وفات وروسته د جومات بڼه بدله شوې ده. پوهاند صديق الله رښتين په ۱۳۲۸ هـ ش کې دغه ځای ته سفر کړی او جومات يې له نږدې ليدلی دی. هغه په خپله سفرنامه کې ليکلي چې د نجم الدين اخوندزاده نوی لوی جومات په ۱۳۱۴ هـ ش کې جوړ شوی دی.

د مدرسې تدريسي مرستيال حفيظ الله باغبان، چې د نجم الدين اخوندزاده په تړاو د ډېرې مطالعې او د ماسترۍ د تيسس ليکوال دی، وايي چې يو مهال دغه جومات پر لمونځ کوونکو رالوېدلی و چې بيا د ظاهر شاه په پاچايۍ کې ورته لږه توجه وشوه او د ظاهر شاه حکومت جوړ کړ. د ثور له کودتا وروسته دغه جومات په بمبارۍ کې ړنګ شو او ډېرې نښې نښانې يې له منځه ولاړې. په ۱۳۷۱ کې چې مجاهدينو افغانستان ونيوه، نو په ننګرهار کې د عبدالقدير په مشرۍ جهادي شورا جوړه شوه. عبدالقدير د دغه جومات د جوړولو لپاره څه مرستې راټولې کړې او د جومات بنسټ يې کېښود خو کارونه یې سر ته و نه رسېدل. د طالبانو د واکمنۍ په وروستيو کې د نجيب زراب په نوم يو ملي سوداګر د دغه اوسني جومات د جوړېدو بنسټ کېښود.

کله چې تاسو د چپرهار-هډې کلي له سړک څخه کيڼ لاس ته تاو شئ نو د يو څو قدمه اخيستو وروسته ښي لاس ته جومات ته لاره تاوه شوې ده. د جومات په لومړۍ دروازه باندې چې داخل شئ نو لږ مخکې کيڼ اړخ ته دېوال کې يوه کتيبه شته. هلته له بسم الله وروسته ليکل شوي چې د دغه جومات د بنسټ ډبره د حاجي عبدالقدير له خوا ايښودل شوې او جومات د زراب ګل د زوی نجيب الله په مالي مرسته جوړ شوی. جومات د ۱۳۸۲ د ثور په ۲۵ د پخواني قاضي القضات فضل هادي شينواري او د ننګرهار د هغه وخت والي دين محمد له لوري پرانېستل شوی دی. د جومات د دقيق لګښت په اړه مو د مالوماتو ترلاسه کولو هڅه وکړه خو و نه توانېدو. ځينو سرچينو لا وويل چې خپله د جومات جوړوونکی نجيب زراب د دقيق لګښت مالومات نه ورکوي. خو ځينو خلکو وويل چې هغه مهال ښايي د دوه سوه او درې سوه لکه کلدارو تر منځ لګښت ورباندې شوی وي. باغبان وايي د نجيب زراب نيکونو له نجم الدين اخوندزاده سره تړاو درلود، نو ښايي همدې تړاو دغه ملي سوداګر د جومات جوړولو ته هڅولی وي.

جومات ډېر لوی دی. په شپږ جريبه ځمکه کې جوړ شوی دی او د مالوماتو له مخې دغه ځمکه له پخوا څخه جومات ته وقف شوې وه. يوازې د جومات په داخل کې درې زره لمونځ کوونکي ځاييږي. جومات ډېر ښکلی جوړ شوی او ښکلې ډبرې په کې کارول شوي دي.

د جومات دننه يوازې د لمانځه لپاره ځای نه دی جوړ شوی، بلکې د لمونځ د ځای تر څنګ د جومات کيڼ اړخ ته په خپله د نجم الدين اخوندزاده مقبره هم شته چې سپينو تيږو پوښلې او شاوخوا يې سپين ډبرين دېوال او دېوال کې شين رنګه کټاره لګېدلې ده. د نجم الدين اخوندزاده د قبر تر څنګ ځينې نور قبرونه هم شته چې يو په کې د فضل هادي شينواری دی. دغه ځای جلا دروازه لري او وخت نا وخت په کې ځينې کسان ناست وي.

د جومات ښي اړخ کې يوه کتابخانه هم شته چې سلګونه کتابونه په کې د مطالعې لپاره ايښودل شوي دي. د کتابتون يو پخوانی مسوول غلام نبي وايي چې کتابخانې سره د پخواني ولسمشر حامد کرزي له لوري د پنځو لکو افغانيو مرسته شوې وه چې کتابتون ته پرې کتابونه اخيستل شوې وو. سوداګرو او نورو کسانو هم د کتابونو مرسته کړې ده. د جومات مخامخ د نجم الدين اخوندزاده دارالعلوم دی چې تر اوسه يې د افغانستان د وتلو سياستوالو او ليکوالو په ګډون زرګونه تنه فارغ کړي او اوسمهال په کې ۱۴۶۸ تنه په زدکړه بوخت دي.

د نجم الدين اخوندزاده شخصيت د دې لامل شوی چې خلک يې زيارت ته ورشي. پوهاند رښتين کلونه وړاندې ليکلي چې ډېر خلک دغه ځای ته د زيارت له پاره ځي. اوس د نوي جوړ شوي جومات ښکلا خلک نور هم لېواله کړي چې ورشي او دغه سيمه له نږدې وګوري. ښکاري چې جومات د ننګرهار په يوې سياحتي سيمې باندې بدل شوی دی. باغبان وايي چې هره ورځ شاوخوا شپېته تنه د دغه جومات ليدلو ته له بېلابېلو سيمو څخه ورځي خو د جمعې په ورځ بيا دغه شمېر بېخي ډېر وي. هغه زياتوي چې د جمعې په ورځ شاوخوا درې زره تنه په دغه جومات کې لمونځ کوي چې ډېر شمېر خلک له نورو سيمو څخه ورغلي وي.

د جومات له تعمير څخه ښکاري چې رنګ يې زوړ شوی او بيا رنګ کولو ته اړتيا لري. باغبان د دولت له نه پاملرنې هم شکايت وکړ او غوښتنه يې وکړه چې دولت بايد جومات ته ډېره توجه وکړي. د نجم الدين اخوندزاده د کلي يو اوسېدونکی ذبیح فیضان وايي چې شاوخوا درې کاله وړاندې چارواکي ورغلي وو او د جومات د ترميم په تړاو يې يو شمېر ژمنې کړې وې خو هغه ژمنې تر اوسه پوره شوې نه دي. دی هم له دولت څخه غوښتنه کوي چې له جومات سره کړې ژمنې پوره کړي. جومات په وروستيو کې د ننګرهار له حج او اوقافو رياست سره ثبت شوی، خو ويل کېږي چې تر اوسه ياد رياست جومات ته ډېره پاملرنه کړې نه ده.

د جومات داخل او برنډه پاکه او ښکلې ښکاري. فیضان وايي د جومات د پاکۍ لپاره شپږ تنه مسوول کسان شته، خو څرنګه چې د جمعې د لمانځه لپاره ډېر لمونځ کوونکي ورځي نو له هغو شپږو کسانو سره د کلي ځوانان هم يو ځای کېږي او جومات د لمونځ کوونکو له پاره پاکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب