یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهروسي کمپنۍ د افغانستان د څرخکو ترمیمولو او د تکنېشنانو روزنې ته...

روسي کمپنۍ د افغانستان د څرخکو ترمیمولو او د تکنېشنانو روزنې ته تیاري وښوده

تاند(چهارشنبه، د حوت ۲۵ مه) د روسیې د کوچنیو هیلي کوپترو د ترمیم کمپنۍ د افغانستان دفاع وزارت ته د افغانستان د څرخکو د ترمیم کولو او د افغان تکنېشنانو د روزنې وړاندیز وکړ.

د طالبانو د ريیس الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د روسیې د ویرټیکل ګروپ شرکت او د کوچنیو څرخکو د ترمیم کمپنۍ مسوولانو نن (چهارشنبې) له عبدالکبیر سره وکتل او ډاډ یې ورکړ چې حاضر دي د افغانستان د دولت خرابې شوې روسي څرخکې ترمیم کړي او له دې سره هممهاله د افغانستان لپاره تخنیکي عمله وروزي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د رييس الوزرا مرستیال مولوي کبیر د روسي کمپنۍ د مسوولانو مننه وکړه او ویې ویل چې په افغانستان کې اوس بهرنۍ پانګونې ته شرایط برابر شوي ځکه چې په ټول هیواد کې امنیت ټینګ شوی دی.

افغانستان ګڼ شمېر روسي هیلي کوپتر لري چې ځینې د پخواني شوروي اتحاد د وخت دي او یو شمېر نورې د افغانستان تېر حکومت له روسیې او اوکراین څخه رانیولې. همداراز هند څو روسي څرخکې افغانستان ته ورکړي دي. خو اکثره روسي څرخکې د پُرزو د نشتوالي یا د کوچنیو تخنیکي ستونزو له کبله ولاړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب