یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهصالح او اتمر هم په بنو کې د پښتنو سترې جرګې د...

صالح او اتمر هم په بنو کې د پښتنو سترې جرګې د پریکړو ملاتړ وکړ

تاند:(چهارشنبه، د حوت ۲۵ مه) ‏‏‏‏ ‏د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام يو شمېر جګپوړو چارواکو د پښتونخوا په بنو کې د پښتنو د سترې جرګې د پریکړو هرکلی کړی.

د بې واکه شوي ولسمشر اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح او د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر په جلا- جلا پیغامونو کې له يادې جرګې او پریکړو یې ملاتړ څرګند کړی دی.

ښاغلي صالح ویلي، چې يادې پريکړې شجاعانه دي او دی ورته هیله من دی.

حنیف اتمر هم د يادې جرګې د پرېکړو د ملاتړ د څرګندولو ترڅنګ ویلي، کې دا پريکړې د وطن پرستۍ او عقلانیت په اساس تر سره شوي دي.

‏يادې جرګې په افغانستان کې د لوېې جرګې او ټاکنو له لارې د يوه جمهوري نظام د رامنځته کيدو ټينګار کړی دی.

د افغانستان طالب حاکمانو په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د بهرنيو چارو وزارت يوه مهم چارواکي يې په دې اړه له پیغورونو ډکې څرګندونې کړي.

د ذاکر جلالي په نوم يوه طالب ديپلومات په دې اړه پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي دي:«‏د کوزې پښتونخوا سياستوال دې اول خپله غمه وکړي بيا دې موږ ته مشورې رالېږي. پېړۍ درباندې اوړي ستاسې چیغې هماغه دي چې وې. موږ بويه او زموږ چارې. تاسې د سپينو کوترو پېښې مه کوئ لطفا، چې سپينه يې ووايم زموږ هر ښکېلاکګر ته تاسې نڅېدئ.
تاسې د دښمن تبرګي ته لاستی واست!»

د افغانستان د پخواني ولسمشرحامد کرزي په ګډون ګڼو افغان سياستوالو او د نظر خاوندانو تر دې مخکې هم طالبانو ته بیا- بيا مشوره ورکړې، چې د لوېې جرګې له جوړولو سره خپل حکومت ته مشروعیت تامين او د ملت د استازو په وسيله د افغانستان راتلونکی برخليک روښانه کړي.

‏د بنو جرګه روانه اونۍ د يوه پريکړه ليک په خپرولو پای ته ورسېده، چې په پاکستان کې د پښتنو د ناوړه وضعیت د بيان او حل په اړه د غوښتنو تر څنګ پکې د افغانستان د کړکېچ د حل په اړه وړانديزونه شوي وو.

د جرګې کوربه توب د يښتوخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي کاوه او د نورو مخکښو ملتپالو پښتنو سياستوالو تر څنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین او ګڼو نورو ګډون پکې کړی و.

په دې جرګه کې د افغانستان په اړه ټينګار وشو، چې د اساسي قانون مطابق یې باید لویه جرګه جوړه شي، څو د ټاکنو له لارې په افغانستان کې د يوه منتخب جمهوري نظام جوړيدو ته لاره هواره کړي.

د جرګې په پرېکړه ليک کې د زور له لارې په افغانستان کې د واک د ترلاسه کولو د لړۍ په ختمیدو هم ټينګار وشو او له دې لارې د طالبانو پر واک ته رسېدو د نیوکې ترڅنګ د روان بشري ناورين د حل لپاره د پراخو هڅو غوښتنه وشوه.

په ټولنیزو رسنیو کې په زرګونو افغانانو د يادې جرګې د پریکړو هرکلی کړی دی.

د دې جرګې د ترسره کيدو جريان يوازې د محمود خان اڅکزي له ټويټر پاڼې څخه څه باندې ۲ ميليونه کسانو ننداره کاوه.

د پاکستان رسنیو د دغه هیواد د استخباراتو په امر د جرګې خبرونه او ژوندی بهیر خپور نه کړ.

3 COMMENTS

  1. ډیر پښتانه کیفي روان ډي او هورا هورا نارې وهي په غلطو شعارونو پښتانه خطا باسي ، ځینې وخت بیا خپله هم په څاه کې لوېږي چې مسالونه یې ترکی، امین، نجیب ، کرزی او غني دي !!
    زه ستا سو نه يو سوال کوم : کله چې افغانستان د ناتو او امریکایې‌ ځواکونو د یرغل میدان وو او تر ښځو نیولې تر کوچنیانو پورې په زرګونو د اشغالګرو لخوا بی عزته او بی رحمانه ډول له نړۍ تیر شول نو هلته داد پختو او پښتو جرګې چېرې وې ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ ټولو په دالرو شخوند واهه اوس یې بیا نس وږی دی خوشې لګیادي داد غنی متفکر پختو پښتو دي چې خوشې خپل ځانونه شرموي !!

  2. چې عمران خان نیازی د صدراعظم وي ، ملا ډیزل د استاد وي ، نو پښتون ته به څوک واک ورکړي ؟ پنجاب دعوه لري چې د افغانستان جنګ او نا امني له امله اویا زره قربانیان لري او له هغوی نه یې شپېته زره بیا د لرې پښتونخوا پښتانه دي .
    له بلې خوا پنجاب کوشش کوي د هېواد په دواړو غاړو کې پښتون له پښو وغورځوي او تازه هلې ځلې له پنجاب سره په همغږۍ روانې دي چې د افغانستان واک لږکیو ته انتقال کړي .

  3. پرون یی هندوانو ته نماستی ویل بیا یی روسانو ته خره شوپ او امریکایانو ته تنکیو. دداسی پردیپآلو خلکو به څه فیصله وی. پردیپاله به پردی پاله وی. همیشه.
    دوی دی نر سی اول دی ځانونه آزاد کړی بیا دی دافغانستان له نامه اول خوله ووینځی. دا هم دپنجاب ځیره خوری او هم دپښتنو خبری کوی. دوه مخی هم حد لری.
    هغه افغانان چی په پاکستان کی اوسیدلی هغوی ته دچارسدی او اڅکزیو لخوا دردونه یاد دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب