یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهملا حسن اخوند (له افغاني شخصیتونو سره د ارتباط او هیواد ته...

ملا حسن اخوند (له افغاني شخصیتونو سره د ارتباط او هیواد ته د راستنولو کمیسیون) جوړ کړ

تاند:(چهارشنبه، د حوت ۲۵ مه) ‏‏‏‏د طالبانو رييس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د خپلې کابینې په اونيزه غونډه کې د سیاسي کمیسیون تر سرپرستۍ لاندې د کانونو او پترولیم د سرپرست وزیر مولوي شهاب الدین دلاور په مشرۍ (له افغاني شخصیتونو سره د ارتباط او هیواد ته د راستنولو کمیسیون) د جوړېدو امر کړی.

د طالبانو په يوه اعلاميه کې راغلي چې په دې کمیسیون کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ملاخیرالله خیرخواه، د استخباراتو لوی رییس ملا عبدالحق وثیق، د امر بالمعروف و نهی عن المنکر سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي، د طالبانو لوی درستیز قاري فصیح الدین او د کورنيو چارو وزارت ستر سلاکار محمد انس حقاني غړیتوب لري.

طالبانو د دې کمیسیون د فعالیتونو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ځينو رسنيو او د ملي جنبش ګوند ویاند ویلي چې د دغه ګوند مشر عبدالرشيد دوستم په ترکیه کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي سره د لیدنې غوښتنه رد کړې ده.

ويل شوي چې دوستم متقي بې صلاحيته او ټیټ پوړی کس ګڼلی.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې طالب چارواکو له ټولو بهر مېشتو افغانانو غوښتي چې هېواد ته ستانه شي، خو ډېرو سياستوالو د طالبانو تر بيرغ او انحصاري واک لاندې ژوند رد کړی او دا ډله یې په افغانستان کې د يوه ټولشموله او مشروع نظام جوړولو په اړه خبرو ته بللې ده.

خو په همدې حال کې په وروستیو کې څو تنه سياسي او نورې څېرې بیرته هېواد ته راستنې شوي چې طالبانو يې هرکلی کړی دی.

3 COMMENTS

  1. اصلي واکمنان حقاني شبکه او د پاکستان څارګره اداره او نظاميان دي.
    پاکستان چې په سيمه او نړۍ کې يوه بدنامه دوه مخې مخينه لري کوښښ کوي او په دې تپ وتلاش کې دی چې طالب ته د چين، روسيه په ملاتړ او هم په اسلامي نړۍ کې د ترکيې، قطر او ماليزيا په ملاتړ چې دا درې واړه هېوادونه اسلامي افراطي نظريه لري طالبانو ته د سعودي، مصر او اندنيزيا پر وړاندې نسبي مشروعيت ترلاسه کړي.
    امريکا وپاکستان هر يو ځانته افراطيت نه غواړي، خو نورو ته يې غواړي. مصر او په منځني ختيځ کې تشدد او افراطيت نه غواړي چې د اسرائيلو امنيت ته ګواښ پېښ نه شي. پاکستان بيا ځانته نه ملايان غواړي او نه طالبان، خو پر موږ يې راتپلي دي.
    ان تر دې چې مولانا فضل الرحمان خو د امريکا سفير ته ويلي وو چې تاسې ما صدراعظم کړئ زه به ټولې ستاسې غوښتنې عملي کړم، نو ولې يې لومړي وزارت ته نه انتخابوي؟ همداسې مولانا سميع الحق زوی ان تر دې چې هغه د ايالت واکمني هم نه ورسپاري، نو پر افغانانو يې ولې طالبان راتپلي؟ طالبان بايد د ولس مشروع غوښتنو ته غاړه کښيږدي او ټاکنو او نورو ټولو ملي او نړيوالو بنسټونو ته سر ټيټ او منښته وکړي.

  2. ټول اسلام ستاسو ږیره او پټکی دی. هلته چی نه کار شته نه روزګار، نه انسانیت او تعلیم نو څنګه به خلک درشی؟ سرحدونه آزاد پریږدی هیڅ څوک به پاتی نشی ټول ستاسو له کړو اوړو څخه نفرت کوی او تاسو څخه تښتی.

  3. داسې آوازې دي چې د ایران ، تاجیکستان او یو شمېر نورو ګاونډیو هېوادونو په ملاتړ ځینې بګېل جنګسالاران او د افغانانو دښمنان لکه خورد ضابط اسمعیل خان ، مارشال دوستم ، عطامحمد نور ، جنرال روزي او د پنجشیر او سالنګ ماشیني جنرالان غواړي په نوي کال کې د افغانستان په لوېدیز ، شمال او شمال ختیز کې د ټالبانو په پوستو او لویو قرارګاوو هم مهاله په یوه ورځ بریدونه کوي . د سالنګ لویه لار به د سالنګ او پنجشیر لنډغران بندوي . د شیبر کوتل به د محقق بړېڅي بندوي . افغانستان کې به خونړۍ کورنۍ جګړې شروع کیږي او ایران به پرېمانه وسلې د دوی په لاس کې ورکوي . د پنجاب منافقین به د ټالبانو په وژلو او ضعیفه کولو کې تر ټولو ډېره برخه اخلي چې بیا هېڅکله د افغانستان قدرت ته پښتانه ونه رسیږي ترڅو د ډیورند کرښه د اقلیتونو له خوا په رسمیت وپېژندل شي .
    فاعتبرو یا اولی الابصار

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی