یکشنبه, جون 2, 2024
Homeخبرونهپر موټرو د مشرانو او سياسي څېرو د عکسونو ځړول منع شول

پر موټرو د مشرانو او سياسي څېرو د عکسونو ځړول منع شول

تاند:(چهارشنبه، د حوت ۲۵ مه) ‏‏‏‏د طالبانو د رييس الوزرا ملا محمد حسن آخوند په مشرۍ کابینې پرېکړه وکړه چې پر موټرو د طالب مشرانو په ګډون د نورو سياسي څېرو د عکسونو منع دي او مخه به یې نیول کېږي.

په دې اړه د طالبانو په خپره شوې اعلامیه کې راغلي:«کابینې پریکړه وکړه چې د مجاهدینو له خوا په موټرو د امارت د مشرانو یا نورو کسانو د عکسونو لګول په مطلق ډول بند دي، دفاع او داخله وزارتونو او د استخباراتو ریاست ته دنده سپارل کیږي چې خپل اړوند کسان له دې کاره منع کړي.»

طالبانو د خپلې دې پريکړې دلیل نه دی روښانه کړی، خو ویل کېږي چې لا هم د طالبانو په منځ کې ځینې کسان عکس او تصویر ته د بت پرستۍ په سترګه ګوري.

د افغانستان په ډېرو موټرو کې د ډاکټر نجيب الله، محمد داود خان، امان الله خان، ولسمشر غني، احمدشاه مسعود، حامد کرزي، رمضان بشردوست او يو شمېر افغان ورزشکارانو عکسونه ځړول شوي دي.

په وروستيو کې د ملا برادر، ملا یعقوب، ذبيح الله مجاهد، هیبت الله اخوند زاده، ملا عمر، سراج الدين حقاني، انس حقاني او جلال الدين حقاني عکسونه هم پر موټرو ځړول شوي وو.

د دې کار تر شا د عکس ځړونکو له علاقې ور اخوا ادعا کیده، چې دوی غواړي د دغو څېرو له عکسونو څخه ناوړه ګټه واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب