یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهله افغانستان سره د بشري مرستو په اړه د لندن کنفرانس نېټه...

له افغانستان سره د بشري مرستو په اړه د لندن کنفرانس نېټه په ډاګه شوه

تاند:(چهارشنبه، د حوت ۲۵ مه) ‏‏‏‏په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي دفتر (يوناما) د افغانستان په اړه د بريتانيا په کوربه توب د بشري مرستو د همغږۍ د کیدونکي کنفرانس نېټه په ډاګه کړه.

د‌ يوناما په يوه اعلاميه کې راغلي چې دا کنفرانس به د روانې مارچ مياشتې په ۳۱ مه نېټه ترسره شي.

په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر ویلي چې جرمني او قطر هم د ياد کنفرانس په جوړولو کې له بریتانیا سره همکاري کوي.

د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، افغانستان په روان ميلادي کال کې د بشري مرستو لپاره ۴,۴ ميليارده ډالرو ته اړتيا لري.

څه موده مخکې د ملګرو ملتونو یوه مقام وویل، افغانستان ته د غوښتل شوې ۴,۴ ميليارده ډالره مرستې شاوخوا ۱۲ سلنه تر اوسه تر لاسه شوې ده.

ملګرو ملتو ټینګار کړی چې افغانستان بايد د اوکراین د جګړې له کبله هېر نه شي او مرسته ورسره وشي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو ځينو مرستندويانو ويلي وو چې د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته افغانستان ته شاوخوا ۲ میلیارده ډالره مرسته رسول شوې ده.

د طالبانو د حکومت د احصايې ادارې مرستيال پرون له افغانستان سره د اعلان شويو بشري مرستو په وېش کې د نه شفافيت ادعا کړې او ويلي چې د مرستو د ترسره کیدو شوې ادعاوې تر ډېره واقعي نه بريښي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب