جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه پنجشېر کې د زمردو کان د نړېدو له کبله مرګ ژوبله...

په پنجشېر کې د زمردو کان د نړېدو له کبله مرګ ژوبله پېښه شوې

تاند:(چهارشنبه، د حوت ۲۵ مه) ‏‏‏‏د پنجشېر په خنج ولسوالي کې د زمردو د يوه کان د پریوتو له کبله لږترلږه دوه تنه مړه شوي او دوه نور ټپيان دي.

په پنجشير کې د طالبانو امنیه قومندان مولوي دادمحمد ویلي چې زيان ليدونکي کسان د خنج او پریان ولسواليو اوسېدونکي دي.

معلومه نه ده، چې کان په قانوني ډول او که ناقانونه توګه کيندل کیده؟

پنجشېر د زمردو، یاقوتو او نورو قيمتي ډبرو پراخې سرچينې لري، خو ويل کيږي چې یوه د پام وړ اندازه یې د دې ولايت د جهادي قومندانانو او جنګسالارانو له لوري چور شوې ده.

طالب چارواکو بیا ویلي چې د کانونو په استخراج به افغانستان کې شړیدلی اقتصادي وضعیت سمبال کړي.

2 COMMENTS

  1. دا حادثی مکرری پیښیږی چه دفکر ځای دی. نه پوهیږم جی ولی دا رامینځ ته کیږی.
    افغانستان باید دنورو دمړولو په خاطر خواریکښ افغانان قربانی نکړی. دتاسف ځای دی چی حادثی تکراریږی مګر دهیڅ تحقیق حبر نه ورکول کیږی. نه اداره او نه خبری شبکی معلومات خپره وی.
    دکانونونو وزارت باید تحقیق وکړی. دکار جواز باید دمسؤلو کسانو لپاره ورکړل سی دکارکونکو دژوند او صحت تضمین وکړی. کان هلته استخراج سی چی دکارکونکو صحت او ژوند ته خطر نوی.
    افغانستان باید قانون ولری. هم دکانونو دپاره او هم د عمومی صنعتکارانو لپاره. پدی قانونو کی باید دخلکو دژوند او صحت پاخه تدبیرونه نیول سوی وی.

  2. لکه څنګه سي مخکي چور کيدل اوس هم چوريږي څه طالب خو راشيدين خليفګان نه دي دوۍ هم اوس په چور چپاول کې ښه ماهره دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب