جمعه, جون 14, 2024
Homeخبرونهد امر بالمعروف محتسبانو ته یونیفورم اعلان شو

د امر بالمعروف محتسبانو ته یونیفورم اعلان شو

تاند:(سې شنبه، د حوت ۲۴ مه) ‏‏‏‏د ط د اسلامي امارت په یوه اعلامیه کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت محتسبانو ته د ځانګړي یونیفورم د جوړیدو خبر ورکړ.

باختر اژانس د دغه یونیفورم د عکس د خپرولو ترڅنګ لیکلي، چې ټول محتسبان د دغه یونیفورم په اغوستو مکلف دي.

معلومه نه ده چې د دغه یونیفورم له نه لرونکو محتسبانو سره څه ډول چلند کیږي؟

د طالبانو له واکمنیدو سره د امر بالمعروف وزارت جوړ شوی چې زرګونه ملایان پکې د محتسبانو په توګه ټاکل شوي دي.

ياد وزارت بيا ويلي چې د دوی له محتسبانو پرته نور څوک د دوی په اړوندو چارو کې د مداخلې حق نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف وزارت مسوولان هم د خلکو په خصوصي حريم کې په مداخلې تورنیږي.

د طالبانو ياده اداره له خلکو سره هغسې توند چلند نه لري چې په نولس سوه نوي یمه لسیزه کې یې درلود، خو له دې سره منتقدان یې دا اداره د افغانستان په خوار اقتصادي حالت کې يو اضافي تشکیلاتي بار او د اسلامي شریعت د تطبيق په پلمه د خلکو په ورځیني ژوند کې له لاسوهنو سره حساسيت زيږونکی ګڼي.

3 COMMENTS

  1. کنتم خير امة اخرجت للناس تأمرون بالمعروف وتنهون عن المنکر
    د همدې ايات د حکم په رڼا کې دا هم يو ستره سرښنده (جهاد) دی چې خپلو هغو واکمنانو ته هم ووايی چې له اړونده مسلکونو او وزارتونو او دندو سره اړونده زده کړې نه لري او اشغال کړي يې دي. ولې دې افضل الجهاد ته پاملرنه نه کوي؟
    … ان تؤدوا الامانت الی اهلها
    ولې يې سترګې پرې ړندې کړي؟

  2. زه به هغه وخت د دوی کمال ومنم چه په ټول هیواد کې په نسوارو بندیز ولګوی او پخپله هم تر ې لاس واخلی. دوی چه غواړی خلک د پیغمبر په سنتو برابر کړی دغه ورته زما له خوا لوی چلنج دی . پیغمبر علیه السلام خو نسوار نه کول، دوی ولې نسوار کوی. اتأمرون الناس بالبر و تنسون انفسکم. ——- یاایهالذین امنو ا لم تقولون مالا تفعلون. کبر مقتاً عندالله ان تقولوا مالا تفعلون.

  3. دغه د لوط قوم به بيله شره او فساده بل کوم چوپړ ونکړي.بس غرب په موږ د اسلام په نوم د ابليس پيروان په افغان ولس مسلط کړل. اللهﷻ ددوۍ خوار ذليل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب