جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهم.م: په افغانستان کې د وږو شمېر ۲۳ میلیونو ته رسېدلی

م.م: په افغانستان کې د وږو شمېر ۲۳ میلیونو ته رسېدلی

تاند:(چارشنبه، د حوت ۲۵ مه) ‏‏‏د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د کميشنرۍ مشر فلیپو گراندي کابل ته د سفر او له طالب چارواکو سره د لیدنو پر مهال ويلي چې په افغانستان کې د فقر ځپلو کسانو شمېر ۲۳ میليونو تنو ته رسیدلی دی.

نوموړي د افغان کډوالو د وضعیت او ستونزو په اړه د طالبانو د رييس الوزرا مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي، د‌ پرزول شوي جمهوري نظام په کابل کې پاتې شريکوال ‌عبدالله او یو شمېر نورو کسانو سره لیدلي دي.

د دغو لیدنو پر وخت طالب چارواکو او د کډوالو اړوندو مسوولانو، د ملګرو ملتونو له دغه مقام څخه د افغانستان داخلي بې ځايه شويو او کډوالو ته د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو لوی کمیشنر له طالب چارواکو غوښتي چې هېواد ته د افغان کډوالو د خوندي ستنيدو په باور جوړولو کې مهم ګامونه واخلي.

طالب چارواکو په وروستيو کې پر بهر مېشتو افغان کډوالو غږ کړی چې په هیواد کې امنیت ټینګ شوی نو خپل هېواد ته راوګرځي.  ‌

دا په داسې حال کې ده چې ورځ تر بلې د شديد اقتصادي ناورين او فقر له وجې هره ورځ زرګونه افغانان په مختلفو لارو له هېواده وځي.

د ځينو راپورونو په اساس، يوازې ايران ته د ورځې تر پينځو زرو افغانان په قانوني يا ناقانونه توګه اوړي.

ډېر افغانان له طالبانو غواړي چې داسې لارې غوره کړي چې نړیوال د دوی حکومت په رسمیت وپېژني او اوسنی نامعلوم حالت پای ته ورسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب