سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهامارت د جميعت ګوند د يوه مشر په مړینه خواشيني ښودلې

امارت د جميعت ګوند د يوه مشر په مړینه خواشيني ښودلې

تاند:(سې شنبه، د حوت ۲۴ مه) ‏‏‏د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د برهان الدين رباني د نژدې ګوندي ملګري سيد نورالله عماد په مړینه خواشيني ښودلې ده.

عماد، چې اوږده موده د جمعیت ګوند له مهمو مشرانو څخه و، په لندن کې د اوږدې جلا وطنۍ پر مهال مړ شوی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد نوموړی د هېواد جهادي شخصیت ګڼلی او مړينه يې ملت ته لويه ضايع بللې.

د جميعت اسلامي ګوند مشر صلاح الدين رباني او یو شمېر نورو سياسي لوريو هم د نورالله عماد په مړینه خواشيني ښودلې ده.

نورالله عماد د برهان الدين رباني له نژدې ملګرو څخه و، خو د رباني له مړينې وروسته د ګوند د مشرۍ په سر د نوموړي پلويانو له صلاح الدين رباني او عطا محمد نور سره ناندرۍ لرلې.

1 COMMENT

  1. چی مړ شو بیا نو هرڅوک وایی چی ورځه په مخه یی ښه، دا نو سیاست دی او دا ډول سیاست او س د هرچا زده دی . مهمه دا ده چی د ژوندیو جمعیتیانو سره به څه کیږی آیا خدای ناکرده کوم بل جنګ خو به نه کیږی. ترکیه او تاجکستان خو نوی جنګ ته تیاری نیسی او قومندانان ورغوښټی خلک وایی احمد مسعود ته یی هم څه سپارشونه کړی دی خدای دی خیر کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب