جمعه, مې 17, 2024
Homeکلتورپه یعقوبیو او صبریو کې د شملې کلنۍ مشاعرې

په یعقوبیو او صبریو کې د شملې کلنۍ مشاعرې

د مارچ په ۱۵مه د خوست اړوند د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ کې د شملې څلورمه کلنۍ مشاعره جوړه شوه.

د شملې مشاعره کې د لويې پکتیا، لوی ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو شاعرانو او د شعر او ادب مینه والو برخه اخیستې وه.

د مشاعرې یو تن تنظیمونکی سبیل سعد مشال راډیو ته وویل، چې د دې مشاعرې موخه د پښتو ژبې او ادب پالل او د ولس د ذهنیت رغول دي.

نوموړي هیله وکړه، چې یاده مشاعره د زون په کچه  مطرح او دایمي بڼه خپله کړي.

سبیل سعد وايي: د شملې مشاعرې څخه موخه څه داوه چې په ټولنه کې عامه ذهنیت ورغول شي، خلک مثبت لوري ته رهي شي او د دې تر څنګ پښتو ژبه او ادب وپاللی شي، ملګرو ته ډاډ ورکوو، دا مشاعره چې سږ يې څلورم کال دی، دا به لا دوام کوي، د ملګرو پلان دادی چې په راتلونکې کې دا مشاعره د لويې پکتیا په کچه یوه مشاعره شي. 

د پښتو ژبې پيژندل شوي شاعر پیرمحمد کاروان په اوسنیو حالاتو کې د شملې مشاعره هیله بخښونکې وښوده او د پښتو ادب په ډګر کې يې نوي راټوکیدلې او ځوان استعدادونه وستایل.

ښاغلي کاروان زیاته کړه: د شملې مشاعره چې ما په دې حالاتو کې ولیده ډېره هیله بخښونکې وه، ډېره له جم او جوشه ډکه وه، ډېره ژوندۍ وه، زړه کې مې دعا وکړه چې خدای دې افغان وطن، د دې وطن ځوانان، ادیبان، لیکوالان او شاعران او هغه څوک چې له دې وطن سره مینه لري، خدای دې له بدو سترګو وساتي، دغسې لويې مشاعرې ما دلته ډېرې کمې لیدلې وې، په پيښور کې به وې، یا به په ټل کې کال کې یو ځلې مشاعره کېده، ماته يې هماغه مشاعرې را په یاد کړې. 

د ننګرهار څخه راغلي شاعر یارمحمد پردیس وویل، د خوست ګڼې سیمې د هنر او ژبې د بډايښت لپاره پنځوونکی لري، چې په راتلونکې کې به د پښتو ژبې د ویاړ سبب وي.

نوموړي هیله وښوده چې دلته حکومتي ادارې د ځوانانو د هڅونې په خاطر دا ډول برنامې وپالي.

په مشاعره کې د خوست او نورو ولایتونو لسګونو شاعرانو خپل او د نورو شاعرانو انتخابي شعرونه، غزلې، نظمونه او بیتونه واورول.

ځوان شاعر خلیل خیرخواه ګډونوالو ته خپل نظم وړاندې کړ:

ښه پوهیږم د نبي په لاره نه ځي  ،،،  دې وطن سره هر مشر سرچپه ځي

دې وطن سره هر مشر دوکه کړې،،، دې وطن سره هر کشر دوکه کړې

د وطن مشران به کوم کوم درته یاد کړم،،،  دا د وخت غدران کوم کوم درته یاد کړم

تر خپل وسه دا هېواد هر چا وران کړی،،، ځکه پروت برباد برباد هر چا وران کړی

دې وطن ته عادل ژمن سړی په کار دی   ،،،   په وطن باندې مین سړی په کار دی.

خوستي شاعر جهانزیب جوهر د مشاعرې ګډونوالو ته طنزیه شعرونه وړاندې کړل:

کشران مې ځکه خوښ دي، د مشرانو نه ملګرو،،، چې کوم مشر ته کینې دنیوي ګپ لګوي

جوهر هم کـله کلـه چې خوشاله ګولۍ وخوري ،،،د بابا او د کاکا په مخکې فري ګپ لګوي.

د ننګرهار څخه راغلی شاعر جاوید دلدار، چې په دې وروستیو کې ټولنیزو رسنیو کې له کتونکو سره خپل شعرونه او ترنمونه شریکوي، هغه هم د شملې مشاعرې ګډونوالو ته ترنم وړاندې کړ.

راشه که تودیږې غیږ مې خلاصه ده ،،،،   راشه چې ساړه دې رانه ونخوري

وه یاره دا  زړه دې رانه ونخوري ،،،،،،، وه یاره دا  زړه دې رانه ونخوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب