دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهپه انتالیا کې د طالبانو، امریکا او قطر درې اړخیزه غونډه

په انتالیا کې د طالبانو، امریکا او قطر درې اړخیزه غونډه

تاند(جمعه، د حوت ۲۰مه) د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي، چې انتایا په غونډه کې د ګډون لپاره ترکیې ته تللی، نن په انتایا کې د قطر د بهرنيو چارو وزير او د رئیس الوزراء له مرستيال شيخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د افغانستان لپاره د امريکا له ځانګړي استازي ټام ويسټ او ورسره مل پلاوي سره وکتل.

د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو او موسسو د استازو په ګډون د دیپلوماسي فورم په نوم د انتالیا درې ورځینۍ غونډه نن د ولسمشر رجب طیب اردوغان په وینا پرانیستل شوه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خبرپاڼې سره سم، په دې درې اړخیزه کتنه کې امیرخان متقي د افغانستان حالات تر بل هر وخت له نړیوالو سره د مثبت او دیپلوماتیک تعامل لپاره مساعد وبلل او زیاته یې کړه چي د افغانستان د نوي حکومت په رسمیت پیژندل او د شتمنیو ازادېدل د افغانانو مشروع حق دی او له همدې سره یې سیاسي اړیکي او اقتصاد وده کوي.»

په دې کتنه کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملاخیرالله خیرخواه هم حاضر و.

د خبرپاڼې پر اساس، د قطر د بهرنيو چارو وزير په افغانستان کي د قطر او د امریکا د متحده ایالاتو په دیپلوماتیک ماموريت خبري وکړې او دا ډول ناستي یې د طرفونو په ګټه وبللې، همدارنګه د امریکا د متحده ایالاتو استازي هم د افغانستان  په اړه د خپل هیواد په راتلونکې پالیسي رڼا واچوله او زیاته یې کړه چي هڅه کوي چي د افغانستان اقتصاد په پښو ودریږي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویست پرون انتالیا ته ورسېد. ده په یوه ټویټ کې لیکلي چې په انتالیا کې به د امریکا له مهمو متحدانو سره له افغانستان سره د نړیوال تعامل په اړه وږغېږي.

 انتالیا فورم ډېر تمرکز به پر اوکراین د روسیې پر یرغل وي. د اوکراین کړکېچ له افغانستانه د نړیوالو پام تر ډېره ځان ته اړولی دی چې دا د سیاسی چارو د شنونکو په باور د افغانستان لپاره منفي پایلې لرلی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب