یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهدلاور وايي، افغانستان د ټاپي پروژې پیلولو ته پوره تیار دی

دلاور وايي، افغانستان د ټاپي پروژې پیلولو ته پوره تیار دی

تاند(جمعه، د حوت ۲۰ مه) د طالبانو د حکومت د کانونو او پیترولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور وايي، افغانستان د ټاپي پروژې اجرا ته بشپړ تیار دی او د دې پروژې په برخه کې هیڅ ستونزه نه شته.

ښاغلي دلاور وویل چې تر وسه وسه به هڅه وکړي چې ژر پر دې پروژې کار پیل شی. ده ویلي چې پخوا د امنیتي ستونزو له کبله دا پروژه ځنډېدلې وه خو اوس چې په افغانستان کې امنیت ټینګ دی په ټاپي پروژه کې شاملې خواوې ډاډه دي.

ښاغلي دلاور دا څرګندونې وروسته له دې وکړې تېره اوونۍ تاند د پاکستاني سرچینو په قول راپور ورکړ چې اسیايی پراختیايی بانک په دې پروژه کې له پانګونې په شا شوی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، اسیايي پراختیايي بانک ویلي چې د دې پروژې ټولې مالي چارې تر هغو ځنډوي چې د طالبانو حکومت د افغانستان د مشروع دولت په توګه د ملګروملتو او سترو اقتصاد لرونکو هیوادونو له لوري په رسمیت نه وي پېژندل شوی.

جیونیوز تلویزیون او دي نیوز ورځپاڼې نن (سې شنبې) د خپل هیواد د انرژۍ وزارت د یوه جګپوړي چارواکي په قول ویلي، اسیايي پراختیايي بانک، چې د دې پروژې د تسهیلوونکي او همږغوونکي په توګه عمل کاوه، د ټاپي چارې ځنډولي دي.

د ټاپي ګاز نللیکه به د جوړېدو په صورت کې ۱۶۸۰ کیلومتره اوږدوالی لري او د کال به د ترکمسنتان ۳ ملیارده او دوه سوه ملیون مترمکعب ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته لېږدوي.

پاکستان د انرژۍ له سخت کمښت سره مخامخ دی او د ټاپي جوړېدا ته سخته اړتیا احساسوي. د پاکستان لپاره دا نللیکه له دې کبله هم مهمه ده چې هند به هم له ترکمنستان څخه د همدې نللیکې له لارې ګاز ترلاسه کوي.

ټاکل شوې ده چې دا پایپ لاین د افغانستان له هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو تېر شي، په بلوچستان ایالت کې ژوب، بیا د خیبرپښتونخوا له ډیره اسماعیل خان څخه د پنجاب تر ملتان او د هند تر پولې وغځېږي.

1 COMMENT

  1. اول خو دا وزارت ستا له مسلك سره سر نه خوري. ايا شه به دا نه وي چی يو مسلكي كس ته يي خوشى كرى؟ پاکستان وختي ويلي او دا درته د اوس لپاره حندولی او خپله يي درباندى تطبيق كره چی پيشاور او ترمذ ده. د افغانستان خاوره به وريا كارول كيري او متقي همدا د پاکستان خبره د اقتصاد واتصال پرون بيا د تركيي په انتاليا غونده كى وكره. دا خو د پاکستان پيغام وو چی د متقي له خولى راووت. ملا او سياست؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب