دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهپه کندوز کې د واکسیناتورانو د وژلو په تور ۲ تنه ونیول...

په کندوز کې د واکسیناتورانو د وژلو په تور ۲ تنه ونیول شول

تاند(جمعه، د حوت ۲۰مه) په کندوز کې د طالبانو د حکومت امنیتي چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو یې په دغه ولایت کې د ۷ واکسیناتورانو د وژلو په تور دوه تنه نیولي دي.

د کندوز د امنیه قوماندانۍ ویندوی حافظ عبیدالله عابدي نن ازادي راډیو ته وویل، امنیتي ځواکونو د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي.

ده دا هم وویل چې امنیتي ځواکونو تر دې وړاندې هم د دې پېښې په تړاو دوه تنه نیولي وو چې په جرمونو یې هم اعتراف کړی دی.

ده په دې اړه چې نیول شوي کسان په کومې ډلې پورې تړاو لري یا یې د حملې انګېزه څه وه، څه نه دي ویلي. د روان حوت په ۵ مه د کندوز ولایت د مرکز په سه درک او همداراز امام صاحب ولسوالي کې د وسله والو په بریدونو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو  ۷ واکسیناتوران ووژل شول.

له دې پېښه سره هممهاله په تخار ولایت کې هم یو واکسیناتور ووژل شو.

له بلې خوا په کندهار کې امنیتي چارواکي وايي چې وړمه شپه د طالب ځواکونو او غلو ترمنځ په وسله والو نښته کې دوه ښوونکي او یو ماشوم ټپیان شوي دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول محمداصف حکیمي ازادي راډیو ته وویل، دا پېښه تېره شپه په پنجوايي ولسوالي کې شوې ده.

د حکیمي په وینا مرمۍ سهواً پر ملکي وګړو لګېدلي دي خو ده نه دي ویلي چې د چا مرمۍ پر ښوونکو او ماشوم لګېدلي دي. .

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب