یکشنبه, مې 19, 2024
Home+منظور پښتینه، لاس راکړه ډوبېږمه

منظور پښتینه، لاس راکړه ډوبېږمه

فرشته جلالزۍ

کله چې له منظور پښتین سره خبرې کوم، خبرې یې نه اورم.

د منظور غږ ما د افغان وطن د تاریخ هغو کیسو ته ورولي چې پخوا لیکل شوې وې او په کتابونو کې پاتې شوې وې.

یو وخت زما د نسل خلکو ته (جانان او سور پيزوان) د یوه عاشقانه شعر دوه بیته ول اوپه یوه سندره کې خلاصه شوي وو.

هو، احمدشاه بابا به مې لوست چې وايي:

د ډیلي تخت هېرومه چې را یاد کړم

زما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه

خو زما د نسل خلکو د ډیلي شان او شوکت ته کتل او احمد شاه بابا يې نه لید، نه اروېد .

زما د همنسلانو سر په دې نه خلاصېدل چې احمد شاه بابا څنګه د ډیلي رنګونه او جلوې هېرولائ سوائ؟

هو، خوشحال خان خټک مې لوست چې وايي:

د افغان په ننګ مې وتړله توره

ننګیالی د زمانې خوشحال خټک یم

خو زما د نسل خلک له جنګه ستړې، له ننګه بې زاره ول.

زه د تاریخ په هدېره ګرځېدلې یم.

زه د باچاخان قبر ته ورغلې وم، دعا مې ورته کړې وه او خورده مې ورڅخه اخیستې وه.

خپلوي مې په کې احساس کړې، لکه اول وار چې په کلي کې د خپل نیکه زیارت ته ورغلې وم.

ما ته د پاچا خان څېره نوې وه خو  زما د نسل خلکو ویل زړه ده، د نن ورځې له ژوند سره  حقیقي تړاو نه لري.

زما همنسلانو زه نه اروېدم.

زه د هغوي په منطق نه پوهېدم.

دې زه د  ځانه، له معنی لرې کړې وم.

زه د فلسطین لپاره د محمود دروېش د شعر په معنې کې ځان ته په معنی پسې ګرځېدم.

محمود درویش سوال کوي: ما هوالوطن؟

وطن څه شی دی؟

درویش په ځواب کې وايي: دا هغه سوال ندی چې سړی ځواب ورکړي او پرې تېر شي. وطن ستا ژوند دی او ستا د ژوند غرض ورسره تړلی دی.

زه فکر کوم چې که نن ورځ یوه ټوټه ځمکه لا د فلسطین په نوم پاتې ده، د دروېش ږغ ساتلې ده.

دروېش وايي‌، وطن یوازې د ځمکې یوه ټوټه نده، بلکه وطن ستا ځمکه او پر هغې ځمکه ستا حق دی.

دروېش وايي: وطن د خپلې ځمکې د درلودلو او پر هغې د خپل حق لپاره له مرګ سره عشق دی.

ما په فلسطین کې د خپل نسل د خلکو په غږ کې خپل غږ لټاوه.

زه له  لبنان سره د فیروز په مینه کې په خپل غږ ګرځېدم .

د فیروز دا سندره (لبنانه! زه مینه درسره لرم) مې بیا بیا اروېدله.

لبنانه! له تا سره مینه لرم

زما وطنه له تا سره مینه لرم

ستا له شمال، ستا له جنوب سره

مینه لرم

د ستا د سمندر پر ساحل مینه یم!

ما د خپل نسل د لبنانیانو په دې فېروزي مینه کې ځان ته معنی لټوله.

کله چې مې د قاهرې ښار د تحریر پر چوک وژړل، هغوي فکر کول چې زه د هغوي د روح ازادۍ ته ژاړم.

خو ما په ځان پسې ژړل او ما ځان ته ژړل.

ما ته دې ته ژړل چې له ما ځان او زما غږ  ما ورک ول .

خو کله چې مې له منظور سره خبرې وکړې، خپل غږ مې واورېد، خپل ځان مې ولید.

نو مایې خبرې نه اروېدې.

کله چې منظور پښتین خبرې کوي، احساس کوم چې پاچا خان نوی دی، ژوندی دی.

کله چې منظور پښتین خبرې کوي، ما له ځانه سره د خوشحال خان هغې لویې حماسې ته ور ولي چې چا به ویل نکل دی.

کله چې منظور پښتین خبرې کوي، احساس کوم چې زه د خپل تاریخ په یوه برخه بدلېږم.

کله چې منظور پښتین خبرې کوي، د احمد شاه ابدالي پښتونخوا نوې معنی پیدا کوي.

زه نیویارک هیرولائ شم.

اوس زه د خپل نسل خلکو ته ویلائ شم چې زه خپله خاوره او پر خپلې خاورې حق غواړم.

منظوره ما در وغواړه !

که نه

ورکېږمه

منظور پښتینه لاس راکه

ډوبېږمه !

9 COMMENTS

  1. ما دا ليکنه سر ترپايه ولوستله ، ډېره ژوره عاطفي ليکنه ده پاتريوتيزم همدې ته واېې چې څنگه يې څوک تفسير او تاويل کړي ، کور دي اباد هر څوک چې ياست .

  2. کرګر صاحب سلامونه او بی حده خوشاله یم چی تاسو زما خبري لوستي او قدر يي پر تاسو شته !
    مننه
    فرشته جلالزۍ

  3. لیکنہ دي خوږ‎ہ، ښایست او ددې بیدہ خلګو سرہ مینہ ترې اوري۔
    جھاني څہ وخت مخکي پر پښتنو ږ‎غ کړ‎ئ وو:
    پښتنو بېړ‎ۍ ډوبېږ‎ي! ږ‎غ مي اورئ پښتنو؟ بېړ‎ۍ ډوبېږ‎ي۔
    نن ددې ډوبي بېړ‎ۍ نجات تہ دېر خلګ ناري وھي خو منظور وطوفان تہ پہ غېږ‎ ورغلی دئ او عملاً بېړ‎ۍ ژغوري۔ نو
    لکہ وایې چي:
    پہ منظور کي ددې خلګو سرہ د خوشال مینہ او ننګ ستہ۔
    پہ منظور کي د احمدشاھ د توري او فتحو استعداد ستہ۔
    پہ منظور کي د پاڇان خان تعقل، تدبیر او حوصلہ ستہ۔
    پہ دې ھیلہ چي منظور او تہ، د خوشال خان خټک دا شعر وہ نہ وایاست:
    زہ یې چالرہ وھم قدر یې چا زدہ
    پہ اور پوري کہ دا توري قلمونہ

  4. آغلې فرشتې جلالزۍ؛ ما هم ستا له استعارو او کنایو ډکه پاسنۍ لنډه لیکنه ولوستله چې ستا د رنګین خیال او یوې سوله ایزې مبارزې څخه د ننګې انځور په کې ورایه لیدل کیږي. زه د فیرزو له ترنم او د محمود درویش له اشعارو سره څه نا څه اشنا یم او خوند ترې اخلم. تا یو ملنګ،‌ خو منلي او ښاغلي انسان ته د « لاس راکه ډویبږم » شاعرانه لهجه په ډیر مناسب ډول کارولې چې ښايي د ځینو لپاره یو الهام شي. سوله ناک او مینه ناک انسانان په هر چا قدرمند وي؛ دغه درویش ځلمی، قلم له ټوپک څخه غوره ګڼي او له تشدد څخه کرکه کوي. نو همدا لامل دې چې نن د هغه غږ اوه سمندره لیرې هم اوریدل کیږي.

    ملکزی

  5. منظور پښتین یو با احساسه او په پښتنو مین انسان دی. همداسی علی وزیر چه د کور نیږدی غړی یی د پنجابیانو تر تیغه تیر شول.او تر اوسه په زندان کی شپی او ورځی تیروی.
    منظور پښتین خپله ځوانی او ژوند د ورکو شوو، زندانی شوو او شهید شوو پښتنو د لټون لپاره شپه او ورځ په کړاونو او د پنجابی دښمن تر څار لاندی تیروی.
    افرین په دغو پښتنو ځوانانو چه هره لحظه ورته پنجابی جاسوسان دسیسی او د مرګ اختارونه ورکوی، خو دوی ورته مظبوط ولاړ دی.

  6. this subject full of meaning.
    pukhtoons are in very bad situation.
    every day thousand afghan getting out from country.
    our country is under order of pakistan.
    every day pukhtoons killing by different name
    MANZOOR PUKHTOON IS ONE GREAT LEADER IN THIS CENTURY.
    WE MUST SUPPORT HIM FOR MORE PROGRESS.
    I WANT LONG HEALTH&SAFE LIFE FOR GREAT MANZOOR PASHTEEN.
    THANK YOU

  7. سلامونه،
    ایکاش ټولې افغانې+پښتنې خویندې د پښتون ژغورنې غورځنګ او په راءس کې د منظور پشتین مستقيمې لارې ته لکه فرشتې خور لبیک ووايي او د باچا خان؛ خان شهید صمد خان ؛نجیب؛نقیب؛ لوڼي او مشال، عارف اوپه زرهاوو د (زور زیاتي ضد= عدم تشډد) د لیارې شهیدانو پر سپیڅلې اوو روښانه لیاره روان شي.
    په افغانستان کې د منظور د ملاتړ لپاره یو زعيم ته احتیاج شته. که څه هم لکه د ارواښادې نسیم ولیخان غوندې وي!!

  8. درنو دوستانو،

    یوه نړۍ مننه چې تاسو ځان ته زما د دې لیکنې د لوستلوزحمت ورکړ او تبصرې مو هم لیکلي دي.

    خداي‌ دي‌ زموږ پر وطن رڼا راولي!
    امین !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب