جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+نوروز او ملا محمد جان | احمدضيا رحماني

نوروز او ملا محمد جان | احمدضيا رحماني

د تیموریانو د واکمنۍ بیا په خاص ډول د “سلطان حسین بايقرا” او د هغه د عالم وزیر “امیر علي شیر نواي”  په زمانه کې، د مملکت له لیرې او نيږدې څخه به خلک د نوروز په ورځ “مزارشريف” ته راتلل او دولت به د هغو ځوانانو مصارف ورکول چې په دې ورځ یې په مزارشريف کې د واده کولو تابیا نیوله.
د تیمویانو په دوره کې چې هرات يې د علم او تمدن په مرکز بدل کړي وو؛ زیاتې مدرسې تأسیس شوې چې یوه یې د هرات په شمال کې د “سرحدیره” کلي ته نږدې د “ملا حسین واعظ کاشفي” د زيارت په څنګ کې لویه مدرسه وه.
په دې مدرسه کې یو طالب وو، د ملا محمد جان په نامه چې هره ورځ به له “سرحدیرې” څخه د مولانا عبدالرحمن جامي د زيارت سره نږدې چينې ته د مطالعي او د صرف او نحوې د حفظ لپاره راتللو.
یوه ورځ د “سرحدیرې” کلي نجونې چې د تيموري دربار د مقرب افسر لور عایشه هم ورسره وه چينې ته راغلې وې.
په دې وخت کې تیز باد را والوتو او د عایشې سالو يې له سره يوړو؛ سالو د محمد جان په اوږه ولویدو کله چې  عایشه د خپل سالو په اخیستلو پسې راغله په ملامحمد جان یې سترګې ولګیدې، همدا ناڅاپه کاته وو چې عایشه او ملا محمد جان يې زموږ د فولکوریکو روایاتو په نه هیریدونکو عاشقانو بدل کړل.
له دې ورځې وروسته به عایشه او ملا محمد جان د عایشې د دوستانو په مرسته د خلکو له سترګو پټ د “قل مفر” د چينې په غاړه يو له بل سره ليدل.
د عایشې او ملا ممد جان د مينې کیسه ورو ورو  مشهوره شوه چې د عایشې پلار هم ورباندې خبر شو.
پلار يې عایشه په کور کې زنداني کړه او د خپل معشوق له دیدن څخه  محرومه شوه . ملا ممد هم د صرف او نحوې حفظ پریښود او ورځ په ورځ د فراق له دردونو کمزوري کېدو.
څو ځله د ملا ممد جان کورنۍ عایشه  وغوښته مګر د عایشې  پلار چې د دربار له نږدې کسانو څخه وو؛ ملا محمد جان ته د خپل سیال په سترګه ونه کتل  غوښتنې ته يې د نه ځواب ورکړ.
له دې وروسته عایشې او ملا محمد جان په ځان دا نذر ایښی وو که خدای ج يې د واده مشکل حل کړي په نوروز کې به د مزارشریف روضې مبارکې ته به ځي او هلته به یوه مياشت خدمت کوي.
یوه ورځ چې عایشه له پلار پټه ګودر ته تللې وه د سوز او درد له احساسه په ډک انداز يې دا سندره ويله :
بیا که بریم به مزار ملا محمد جان
سیل گل لاله زار ملا محمد جان
به دربار سخی جان گیله دارم
یخنٍٍ پاره از دست تو دارم
پس از مرگم بیایی بر مزارم
همیشه در دعا در انتظارم
بیا که بریم به مزار ملا محمد جان
سیل گل  لاله زار ملا محمد جان
په دې وخت کې وزیر، امیر علي شیر نوایی له خپلو دوستانو سره د چينې له څنګه تیریږي او د عایشه سندرې  ته متوجې کیږي او شعر ته آخره آوري.
هغه فراست او هوښياري چې د علي شیر نوایی په نصیب شوې وه، نو په دې وپوهېد چې په دې سندره کې حتمن یو پټ درد شته. عایشې ته نږدي ورغلو او د حال پوښتنه يې وکړه.
عایشې هم د خپلې مينې کیسه ورته وکړه او دا يې هم ورته وويل چې ملا ممد جان ستاسو د مدرسې طالب دی.
دا ځل خپله امیر علي شیر نواي د طالب ممدجان لپاره د عایشه پلار ته ورغلو د عایشه پلار هم د وزیر خبره ومنله او عایشه يې ملا ممد جان ته ورکړه.
امیر علی شیر نوایی دا دوه عاشقان مزارشریف ته ولیږل ترڅو هلته د واده مراسم ترسره کړي په دې ترتيب دوی دواړه یوبل ته ورسیدل او د علي د زيارت نذر يې هم ادا کړ.
د ملا محمد جان سندره چې د عایشه او ملا ممدجان د مينې نه هیریدونکی روایت دی د هرات په ښار او شاؤخوا کې ډیره مشهوره شوه اوسینه په سينه د پیړیو په اوږدو کې په مجلسونو او محفلونو کې له موسیقۍ سره ويل کيده.
د نوموړې سندرې لپاره د نوايي موسیقۍ کمپوز چې دهند د څلورمې دورې د کلاسيکې موسیقۍ په پرمختګ کې ډیر رول لري هماغه وخت په هرات کې ولیکل شو چې بیا د بابر یا نورو تیموریانو په وسیله هند ته يوړل شو. په ١٩٠٦ کې په هند کې د وخت حکومت موافق شو او د نوموړې سندرې موسيقي يې  د هیواد مشهور موسیقی دان د استاد سرآهنګ پلار “ارواښاد غلام حسین” ته وسپارله چې نوموړي داسندره په ډیر ښکلي شکل هغه وخت په کلکته کې اجرا کړه او یو نسخه يې د کابل خرابات ته هم راوړه چې بیا وروسته ډیرو ملي او محلي هنرمندانو وویله.
خوشبختانه په پښتو فولکور کې هم  داسې لنډۍ کیسې او نکلونه لرو. چې یوه نمونه يې د ملا عباس طالب جان او ګل بشرې نکل دي چې طالب یو رومانتيک په ژوند مين او بې آزاره کرکتر معرفي کوي. خو متاسفانه چې د وروستیو کلنو کشمکشونو طالب دومره بدل کړ چې د هغه طالب سره کوم چې  زموږ فرهنګ او فولکور موږ ته  معرفي کړی هیڅ د مقایسه وړ نه دي.
له دې کیسې څخه دا هم څرګندیږي چې هغه وخت خلکو او علماو نوروز ته چې زموږ د آريايي توب سمبول دی څومره په درنه سترګه کتل.

1 COMMENT

  1. لومړۍ خو داچې په اول سرکې تاسو په دې اعتراف کړی چې ملا محمد جان صرف او نحوه پرېښوده او د نفس د خواش په لالچ کې ډول شو، نو لدې ځايه هم معلوم کړه چ هغه طالب نه بلکې د نفس او هوا تابعدار وه.
    بل داچې موږ بايد د يوې ډلې او يو شخص په عمل اسلام او يا هم بله ډله درک نکړو.
    هغوی چ اسلام په صحيح معنی پېژندلی، نو خواهش ته يې برتري پرعلم نه ورکول او نه يې هم د قراني صريح نص څخه خلاف پرزي کولا.
    په قرآن کې له پټې يارانې څخه منع راغلې.
    او تاسو هم د مينې او خواهشاتو ترمنځ درک نشته دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب