یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد م.م. د بشري حقونو مشره: د طالبانو له راتګ سره په...

د م.م. د بشري حقونو مشره: د طالبانو له راتګ سره په امنیت کې خورا ښه والی راغلی

تاند(شنبه، د حوت ۲۱ مه) د ملګروملتو د بشري حقونو مشرې پرون (جمعه) د افغانستان د سفر په پای کې تایید کړه چې په افغانستان کې په نسبي ډول سوله راغلې او د طالبانو د حکومت له لوري د پخواني حکومت چارواکو او مامورینو ته عمومي عفوه فوق العاده ګام دی.

میشل باچه لې په عین حال کې وویل:«افغانان د خپل هیواد د راتلونکې او په دې اړه چې د بل وخت خوراک به ومومي او که نه، نامطمینه دي.»

اغلې باچه لې، چې د پنجشنبې په ورځ افغانستان ته په یو ورځیني سفر تللې وه، وویل، افغانان له سختې نهیلۍ، سخت بحران او سخت نامطمین حالت سره مخامخ دي.

دې زیاته کړه:«ابتدايي بشري اړتیاوې لکه خواړه او روغتیا په نشت برابر دي، او د زده کړو، کار کولو او د تصمیم نیولو په پروسه کې د ګډون په شان له لومړنیو بشري حقونو بې برخې دي.»

افغانستان ته د ملګروملتو د بشري حقونو د مشرې دا سفر د تېر کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د ملګروملتو د یوې تر ټولو جګپوړې چارواکي سفر دی.

اغلې باچه لې وویل چې دې د طالبانو د موقت حکومت له استازو او د ښځینه ښوونکو، ډاکترانو، ژورنالیستانو، ملکي مامورینو او د ناحکومتي موسسو د کارکوونکو په ګډون د مدني ټولنې له استازو سره ولیدل.

د ملګروملتو د بشري حقونو مشرې وویل، د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځلسمه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې ځینې مهم بدلونونه راغلي دي.«له یادې نېټې راوروسته نښتې کمې شوي، په جګړو کې مرګ ژوبلې خورا کمې شوې دي.»

دې په عین حال کې وویل:«موږ بېرېږو چې بشري او اقتصادي بحران به د لا ډېرو انسانانو ژوند واخلي. نن سبا له هرو درو افغانانو یو تن د خوراکي موادو له درکه له شدیدې ستونزې سره مخامخ دی، نغدې پیسې خورا کمې دي او ډېر خلک وزګاره شوي او بې ځایه شوي دي.»

د ملګروملتو د بشري حقونو مشرې دا هم وویل چې د طالبانو حکومت ته یې د هغو د ريیس الوزرا د مرستیال او کورنیو چارو وزیر له لارې د ټولشمول توب او له بحران څخه د وتلو پیغام ورساوه.

3 COMMENTS

  1. فقط د چوکیو په سر جنګ ودرید نور څه زیری نشته،
    میشل جانی له لنډۍ زنی دی کوربان شم خبره نه یی چی څه قصه ده سپنه کوتره یی خو له ټپوسانو خبره نه یی بڼکی به دی وباسی دا بده ورځ ټوله ستاسی له لاسه راغلی ده ځان مه تیر باسه

  2. د پردی جنگ پری تپل شوی وو چی هيح شرعي وحقوقي صبغه يي نه لله. همدوى جنگ کولو اوس چی واک ورغى، نو نوره د جنگ پلمه يي هم خلاصه شوه. همدوى ول چی جنگ يي كولو او بي امنيتي يي راوستي وه. دا طبعي ده چی له جنگ سره بي امنيتي راحي، نو چی جنک نور جنگ له چا سره وکري؟ بله دا چی که پخواني بهرنيان لارل، نو نور نوي پنجابيان راغلل او دا هغه حه ول چی پاکستان له دير پخوا (مخکی) نه غوشتل او ويل چی مور ته بايد د افغانستان په جهاد کی خپله برخه راکول شي. د كرنيل امام په کتاب کی هم دا خبره شته، نو د هماغه شوروي د جهاد له وخته خپله برخه يي غوشته چی ور مو کره او تاسی هلته ورسره وعده کری وه.

  3. میشل بانجاڼی!
    مَکسَد چی پدې یوه ورځنی سفر ئې ستا د ” بشری حقوقو ” کَشَک نه وی در سُست کړئ لو خبره ده او ضرورت نلرې د افغانانو د بشری او اقتصادی وضعیت په هکله اندیښنه ولرې، نه چی ته او ستا غربی باداران د ډیری اندیښنې او تشویش او خپګان له لاسه په مغزی سکته اخته سئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب