یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهد اوکراین سفارت وايي، ګڼ پاکستانیان حاضر شوي چې د دغه هیواد...

د اوکراین سفارت وايي، ګڼ پاکستانیان حاضر شوي چې د دغه هیواد جګړې ته لاړ شي

تاند(جمعه، د حوت ۲۰ مه) اوکراین وايي، د پاکستان په شمول په لسګونو هیوادونو کې داوطلبه کسان حاضر شوي چې اوکراین ته لاړ شي او د روسیې پر ضد په جګړه کې له اوکرایني ځواکونو سهر اوږه په اوږه وجنګېږي.

اوکراین په څه باندې ۵۰ هیوادونو کې د خپلو سفارتونو په ویبپاڼو او دغه راز رضاکارو جنکیالیو ته په ځانګړې ویبپاڼه (fightforukraine) کې د هغو کسانو نومونه ثبتوي چې جنګي تجربه لري او حاضر دي چې د روسیې د یرغل په وړاندې د جګړې لپاره اوکراین ته لاړ شی.

د اوکراین حکومت، چې د روسیې د یرغل په لومړیو ورځو کې اټکل کېده په څو ورځو کې به وپرزي، رضاکارو جنګیالیو ته یو لړ امتیازونه منلي دي.

په پاکستان کې د اوکراین سفارت ویلي چې ګڼ شمېر پاکستاني رضاکارو جنګیالیو نومونه ورسره ثبت کړي او حاضر شوي چې وسله په لاس کې واخلي او اوکراین ته لاړ شي. او په دې

په فایټ فار اوکراین ویبپاڼه کې اعلان شوی چې د اوکراین د جګړې رضاکاران بې وېزې اوکراین ته ورتلای شی او له جګړې وروسته د اوکراین تابعیت او نور امتیازونه ورکړل کېږي.

په همدې منځ کې پاکستان چې ظاهراً یې ځان د اوکراین په جګړه کې بې پلویتوب اعلان کړی، په اسلام اباد کې د اوکراین د سفارت هغه ویبپاڼه بنده کړې چې پاکستانیان د اوکراین جګړې ته وربولي.

3 COMMENTS

  1. د ډاروین د احمقانه نظرئې د بطلان د ثبوت یو سند دا دئ چی ” انسانان ” د بیزوګانو په خلاف، ځانو ته لس لیاری او یوولس ونی او دوولس ښاخونه او پنځلس زره ډول ډول خوراکونه او تګلاری ټاکلی دی.
    پاکستانی ( مُلا، سکولر، نشنلیسټ، لیبرال، کمونسټ، پښتون، پنجابی، سندھے او…. ) به د عقیدتی او فکری خنډونو له مخی ځانته دا جرئت ور نکړی چی د اوکراین په استعماری جګړه کی ځان ښکیل کړی
    اِلّا
    دا چی
    د انګریز سره د مینی پر بنیاد دې د غولو خورک ته کاچوغه په ګنډه او د اوکراین په سنګر کی وجنګیږی.
    ” د ګُره زامنو!
    خپل وطن مو پر کراین سپور دئ او تاسی اوکراین ته ځئ؟
    ویل کیږی :
    د نازی المان کوم جنرال جنوبی امریکې ته تښتېدلئ ؤ خو هلته وپېژندل سو او تر محکمې وروسته په اعدام محکوم سو. د اعدام د حُکم تر اجراء مخکی ئې د قاضی او حاضرینو په مخکی وویل:
    ” زه غواړم تر مرګ مخکی د یهودیت په مذهب او آئین ایمان راوړم “.
    کوم چا ځینی وپوښتل چی دا څه کیسه ده، په المان کی دی په زرګونو یهود ووژل خو اوس غواړی یهودی سی؟
    جنرال ساب په جواب کی ور ته وویل:
    ” غواړم چی یو بل یهود هم کم سی”.
    نو
    ښه دئ چی یو څو پاکستانیان هم اوکراین ته ولاړ او هلته شهیدان! سی ( کم سی ).

  2. د اوکرایین د جنګ داوطلب پاکستانیان به که د الله ج رضا وه ، ډېر ژر د هغه هېواد تابعیت ترلاسه کړي . ځکه په اوکرایین کې د روسي بمونو لاندې کېدل ډېر ژر سړی د هغه هېواد تابعیت اخیستلو ته رسوي، دوی به هلته د تل لپاره ښخ شي او په هغې دنیا کې به د اوکراینیانو په څهره راژوندي شي .

  3. دا رذيلان د پيسو لپاره سي هغه هم خبيث وطن پلورونکي پښتانه دي بل څوک دومره ځانپلورونکي دي. ؟?انشاالله روسان به خبیثان مردار کړي تف لعنت په دغو ایمان پلورونکو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب