شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد ترکیې انتالیا د نړۍ د څه باندې ۲ زره استازو د...

د ترکیې انتالیا د نړۍ د څه باندې ۲ زره استازو د غونډې کوربنه ده

تاند (جمعه، د حوت ۲۰ مه) د ترکیې په انتالیا ښار کې نن (جمعه) د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو او موسسو د استازو په ګډون د دیپلوماسي فورم په نوم درې ورځینۍ غونډه د ولسمشر رجب طیب اردوغان په وینا پرانیستل کېږي.

په دې غونډه کې د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی هم ګډون لري. متقي وړمه ورځ د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاوش اوغلو په بلنه د انتالیا ساحلي ښار ته ورسېد.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویست پرون انتالیا ته ورسېد. ده په یوه ټویټ کې لیکلي چې په انتالیا کې به د امریکا له مهمو متحدانو سره له افغانستان سره د نړیوال تعامل په اړه وږغېږي.

له بلې خوا د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېر، چې د قطر له دوحې کار ته دوام ورکوي، پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې امریکا له افغانستان سره د خپلو ژمنو د پوره کولو لپاره له هر ممکن فرصته استفاده کوي.

د انتالیا فورم ډېر تمرکز به پر اوکراین د روسیې پر یرغل وي. د اوکراین کړکېچ له افغانستانه د نړیوالو پام تر ډېره ځان ته اړولی دی چې دا د سیاسی چارو د شنونکو په باور د افغانستان لپاره منفي پایلې لرلی شي.

افغانستان په اوس وخت کې د اقتصادي او مالي ستونزو له کبله د نړیوالو مرستو ته جدي اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب