Homeخبرونهد افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ترکیې ته روان شو

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ترکیې ته روان شو

تاند (پنجشنبه، د حوت ۱۹ مه) د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی ټام ویسټ نن (پنجشنبه) په انتالیا کې د دیپلوماسۍ په فورم کې د ګډون لپاره ترکیې ته لاړ.

ټام ویست وروسته له دې ترکیې ته روان شو چې د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانو د حکومت یو پلاوی له وړاندې انتالیا ته رسېدلی دی.

ټام ویسټ پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې په انتالیا کې به د امریکا له مهمو شریکانو سره له افغانستان سره د نړیوال تعامل په اړه وږغېږي.

متقي د ترکیې د باندنیو چارو وزیر چاوش اوغلو په بلنه پرون ترکیې ته په درې ورځیني سفر ورسېد.

ترکیه د افغانستان انکشافات په ځانګړې لېوالتیا تعقیبوي او په عین حال کې د طالبانو ډېری سیاسي مخالفان په دغه هیواد کې اوسي.

له همدې کبله ګومان کېږي چې ترکیه به هڅه کوي چې طالبان له خپلو مخالفانو سره خبرو ته هڅوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...