د اوسنۍ نړۍ د پرمختګ مهم عامل شک دی. هغه وخت چې باورونو او قضیو ته د شک په سترګه وکتل شول، نوې حقیقتونه یې رامنځته کړل. یو وخت انسان باور درلود چې دنیا هواره ده او ځمکه د ټولو کایناتو مرکز دی. هېچا په دې خبره شک نه کاوه، چې کېدای شي دنیا هواره نه وي او ځمکه هم د ټولو کایناتو مرکز نه وي، یو بل شی وي. خو کله چې شک پیدا شو، په دې باره کې فکر کول هم پیل شول، څېړنې وشوې او ثابته شوه چې ځمکه کروي ده، د ټولو کایناتو مرکز نه دی، لمر د شمسي نظام مرکز دی او ځمکه یې یوه برخه ده. خو له سیدشاه سعود سره لا هم شک شته او حق یې دی چې شک وکړي:
نه پوهېږي، نه پوهېږي، نه پوهېږي فلسفې
دا چې ښکاري نو همدغه به دنیا وي او که نه؟
نوره نړۍ له موږ بیا هم ښه وه، چې پنځه پېړۍ وړاندې د ځمکې د هواروالي او کروالي په اړه دوه زړې وه. موږ دوه- درې لسېزې مخکې هم په دې باور ؤ چې ځمکه د غوايي په ښکر ولاړه ده. هېچا سره دا پوښتنه نه پیدا کېده چې دا غوايی په څه شي ولاړ دی؟ له دې ځای زموږ د منظق اندازه مالومېږي.
شک په پوښتنو پیلېږي، کله چې انسان د پوښتنې کولو حق او توان ونلري، نو شک نه پیدا کېږي. له پوښتنې هغه څوک ډارېږي چې ځواب نلري. که زموږ باورونه منطقي وي، نو ولې یې ونه پوښتو؟ که منطقي نه وي، نو ولې ورباندې باور لرو؟ زموږ ټولنیز موضوعات ډېری د پوښتنو په اړه ځوابونه نشي ویلی. ښه دا ده چې همدا ټولنیز موضوعات او میتودونه تر شک لاندې ونیسو، تر څو مو کلتور اصلاح او پوښتنو ته ځواب ویونکی شي.
د بالیوډ په یو فلم کې مې یوه ښوونکې کتله چې بندیانو ته یې په خپل لیکچر کې ویل: په ژوند کې له لیدلو، محسوسول ډېر مهم دي. دا خبره تر یوه ځایه سمه ده، موږ ته چې ځینې موضوعات څنګه ښکاري هغسې نه وي، ښه دا ده چې له لیدلو سره سره یې حس هم کړو او حس کېږي هغه وخت چې موږ یې عوامول وپلټو. خو داسې نه ده چې زموږ حس به همېشه سم وي. فرانسوي فیلسوف او ریاضي پوه رُنه ډیکارټ وایي: انسان چې خوب وینې، حس کوي چې حقیقت دی، خو هغه هېڅکله حقیقت نه وي.
کامل حقیقت ته رسېدل ستونزمن دي، خو د حقیقت موندلو لپاره یوازینۍ لار شک کول دي. شک کول زموږ د فکر له پراختیا سره مرسته کوي، پلټونکي مو روزي او خلاقیت ته مو هڅوي او تاوان یې؟
عزیز انیس
۱۴۰۰/۱۲/۸