دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد لغمان له هټيوالو د ط غوښتنه، تر سبا زموږ سپین بیرغونه...

د لغمان له هټيوالو د ط غوښتنه، تر سبا زموږ سپین بیرغونه وځړوئ

تاند: ( دوشنبه، د کب نهمه) له خوست څخه وروسته په لغمان کې هم طالبانو د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ د ښکته کیدو او پر ځای یې د دوی د ډلې د سپين بيرغ د ځړولو امر کړی.

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په یوه اعلامیه کې له هټيوالو غوښتي، چې د کب پر ۱۰ پر خپلو هټیو د دوی سپین بیرغونه وځړوي.

له لغمان څخه په خپرو شويو راپورونو کې راغلي، چې دا غوښتنه د مرکز مهترلام ښار تر څنګ د ولسواليو له هټیوالو هم شوې ده.

معلومه نه ده چې طالبان به د دې غوښتنې د نه پوره کیدو په صورت کې څه وکړي؟

څو ورځې مخکې د خوست ولايت لپاره د طالبانو والي په يوه غونډه کې خلک وګواښل، چې تر درېیو ورځو د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ له خپلو کورونو، هټیو، موټرو او هر ځای څخه ايسته کړي.

د ملي بیرغ پر وړاندې د طالبانو دا دريځ په پراخه کچه د خلکو له توندو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

که څه هم طالبان هڅه کوي چې په زور پر ملت خپل تنظمي کفن وزمه بیرغ وتپي خو خلک، حتي هغوی چې د تېر نظام مخالف دي، لا هم تور، سپین زرغون بیرغ د افغانستان ملي بیرغ ګڼي. ګڼ شمېر افغانانو په ټولنیز رسنیو کې ویلي چې هیڅکله به د طالبانو تنظیمي بیرغ د ملي بیرغ په توګه ونه مني او هماغسي چې د دوی رژیم دنیاوال په رسمیت نه پيژني، د دوی تنظیمي بیرغ به ملت هیڅکله ونه مني.

یو شمېر نور بیا وايي چې طالبان د پاکستان په امر د افغانستان د خلکو له ملي بیرغ سره دښمني کوي. د پاکستان پوځ او استخبارات د افغانستان له ملي بیرغ سره وروسته له هغه لا ډیر حساس شوي چې دا بیرغ د پښتون ژغورنې غورځنګ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند په غونډو کې ورپول شو.

1 COMMENT

  1. په تش بیرغ به څه وشی ، خلکو ته کار پیدا کړی ، سرمایدار راجلب کړی ، او سهولتونه او خدمات برابر کړی ، د ولس زړونه لاس ته راوړی د بیرغ په ځای به ستاسی نومونه په زړونو ولیکی او کنه د تیرو زمامدارانو په سرنوشت به اخته شی ، د خلکو حوصلی ډیری اوږدی نه وی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب