دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهط خوست کې یو شمېر مدني فعالان او ځوانان نیولي

ط خوست کې یو شمېر مدني فعالان او ځوانان نیولي

تاند: ( دوشنبه، د کب نهمه) ‏له خوست څخه راپورونه وايي، چې د طالبانو چارواکو په دې ولايت کې يو شمېر ځوانان او مدني فعالان نیولي او شکنجه کړي دي.

د خوست پخواني والي محمد حليم فدايي د ځايي سرچينو په حواله ويلي، چې په نیول شویو کسانو کې د نقيب الله ځلاند او رشید همدرد په نوم ځوانان هم شامل دي.

فدايي زیاتوي: طالب چارواکو دغه ځوانان د ملي بیرغ، ولسمشر اشرف غني او منظور پښتین په نوم د ونو دنیالګیو د کېنولو په تور نیولي او شکنجه کړي دي.

په خوست کې د طالبانو چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په وروستيو څو ورځو کې د خوست لپاره د طالبانو د والي محمد نبي عمري څو پارونکې ويناوې هم کړي دي.

هغه ویلي، چې تر درېیو ورځو دې خوست ولايت له درې رنګه ملي بیرغ څخه پاک کړل شي.

 نوموړي په يوه بله وینا کې ویلي، چې د حکومت مخالفین یې نه« سړي» کیږي او دوی په شکنجو او تېر حکومت په شان یې چلند ته اړ باسي.

ويل کيږي، چې د خوست والي دا څرګندونې په دې ولايت کې د زرغون خوست له مېلې څخه وروسته مطرح شوي دي.

په ياده مېله کې خلکو د نیالګیو ایښودلو اشر کړی او هم یې د ولسمشر غني، منظور پښتین او ملي بیرغ په نومونو نیالګي ایښي دي.

په همدې حال کې ادعا کېږي چې طالبانو په کابل کې په هغو عملیاتو کې چې د اشرارو او جنایتکارانو ضد په نامه یې پیل کړي، ډير خلک ځورولي، وهلي او د کور وسایل یې ورویجاړ کړي دي.

ځینې خلک وايي چې طالبانو د جرمونو پر ضد د عملیاتو په پلمه هڅه کوي چې د تېر حکومت کارکوونکي او پخواني امنیتي مامورین ونیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب