ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد
اوکراین په ختيځه اروپا کې موقعیت لري او له روسيې وروسته د دغې وچې دوهم ستر هېواد دى. دغه هیواد د سمندر له سطحې څخه اوسطاً په 175 متره لوړوالي کې پروت او نزدې ټوله ځمکه يې هواري دښتې جوړوي. نوموړي هيواد د پولنډ-لیتوانیا، روسیې، او د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو اتحاد له تسلط وروسته په ١٩٩١ کې د شوروي له پاشل کيدو وروسته د ټولپوښتنې په نتيجه کې رسماً خپلواکي اعلان کړه.
د امریکا او ناتو لخوا د روسیې پولو ته د رسيدو هڅې، په ختيځه اوروپا کې د توغندیو ځاى په ځاى کول، د انرژي د لېږد نلليکې او داسې نور موضوعات د دواړو خواو ترمنځ د شخړو راپورته کيدو لاملونه وو، خو د اوکراین شخړه د عطف نقطه او د دواړو اړخونو ترمنځ د جيوپوليتيک رقابتونو محور ګڼلاى شو. اغيزې به يې نه يوازې تر اوکراین پورې تړلې پاتې شي بلکې ممکن په نړيواله کچه به د ژورو بدلونونو لامل وګرزي.
دا سمه ده چې په اوکراین باندي د روسي ځواکونو اوسنى يرغل د پوتین تر مشرتوب لاندې د روسیې ځواکمنتيا نندارې ته وړاندې کوي او له دې هم ورهاخوا پوتین خپله هغه ژمنه هم ثابته کړه چې نوموړئ به ناتو ته اجازه ورنکړي چې د روسیې تر پولو پورې راورسيږي.
اروپايي ولسونه لا اوس فکر کوي چې هغوى د بايډن او پوټین ترمنځ د رقابت او تقابل بيه ورکوي. کيداى شي په لنډمهاله توګه امریکایي ديموکرتان د امریکايي ولسونو ترمنځ خپله اغيزمنتوب وبايلي.
البته که د اوکراین جګړې ته له يوې بلې زاويې څخه وګورو، نو داسې ښکاري چې پوتین د وژونکي جګړې د پيلولو له امله په عامه اذهانو کې منفور وګڼل شي او بايډن به د نړيوالو ترمنځ د امریکا د تيرو څو لسيزو ځپونکو جګړو ته له پام کولو پرته د سولې د ريښتوني مدافع په توګه وستايل شي.
امریکا او روسیه خپل هژمونيکي اړخ ته د ګټو د خوندیتوب نوم ورکوي. له ګټو څخه د هغوى د ساتني ستراتیژي په نظامي ځواکمنتیا باندي متمرکزه ده او د نړۍ کمزوري ولسونه د دغه رقابت زيانونه ويني. که څه هم په څرګند ډول د ګټو تعریف په اقتصادي فارمولونو او پرنسيپونو باندي راڅرخيږي خو د جنګي ابزارو د جوړولو او له يو بل څخه د زياتو وژونکو وسلو د تولید په برخه کې رقابت هم د ځواکمنو هېوادونو د هژمونيکي اړخ په نوم مخ په وړاندې روان دى.
په افغانستان کې د امریکا د يرغل پيل او پاى ددې لامل شوه چې نوموړئ هيواد نړيوال باور له لاسه ورکړي او نور هيوادونه په امریکا باندې د حساب کولو په هکله اندېښمن واوسيږي . له افغانستان څخه د تېښتې عمل د امریکا او ناتو طلسمي ځواکمنتیا ټکنى کړه. روسيې او چين ته يې د جارحانه تګلاره خپلولو لپاره لاره هواره کړه. دادى اوس روسيې د لويديځ ګواښونو ته له پام کولو پرته په اوکراین باندي برید وکړ، اروپا په داسې حال کې چې کمزورې شوې هم ده، په مستقیم ډول د روسیې له ګواښ سره مخ شوه.
څرګنده خبره ده چې اوس مهال لويديځ له جنګي تګلارو څخه لاس اخيستى دى، خو د روسیې عسکري يرغل ته د ورته غبرګون د نه ښودلو ترشا ګټوره ستراتیژی هم شتون لري. سياسي مسائل د پهلواني په ډګر کې او د توپونو د شپېلۍ په غړمبا نه حل کيږي. که په دغه اړخ باندې تمرکز وکړو، نو شونې ده چې امریکا په غيرمستقيم ډول روسیه په اوکراین باندي د بريد کولو لپاره تشويق کړې وي. که داسې وي نو د روسیې اوسنى بريا به دغه هېواد ته ستر زيانونه له ځانه سره ولري.
د انديښنې وړ خبره دا نه ده چې امریکا او روسیه د يو بل په تقابل کې راغلل بلکې داده چې د روسیې نور ګاونډيان به څنګه د دواړو ځواکمنو او پراختیا غوښتونکو هيوادونو ترمنځ څنګه خپل شتون وساتي.
اوس که اوکراین د روسیي لخوا اشغال هم شي، نو د اوکرايني ولس ترمنځ به منفور، د روسیې لاسپوڅي بيوسه او کمزورى حکومت رامنځته کړي. روسيې اوس هغه فرصت هم له لاسه ورکړ چي په بالفعل او يا هم بالقوه توګه يې په اوکراین باندي له يرغل وړاندي د نسبتاً دوست هېواد درلودلو لپاره درلوده. اوس به يوازې زور کاريږي او د اوکراین د خلکو ملاتړ ترلاسه کول به روسیې ته ناشونى کار وي.
روسيې د شوروي اتحاد له ماتيدو وروسته هڅه وکړه چې ځان د خونړي سايبريايي خرس له نوم څخه د انسان دوسته او سوله مل هيواد په توګه نړئ ته ور وپېژني خو په اوکراین باندي له يرغل او د بيګناه خلکو له وژلو وروسته داسې ښکاري چې هغه پخوانى خرس له معاصرې وودکا څکلو وروسته لاهم ببر شوى، زړور شوى، زورور شوى او خطرناک شوى دى او ګاونډيانو ته بده اراده لري. که ومنو چې د اوکراین حکومت له روسیې سره د اړيکو په جوړولو کې باید ستونځې له منځه وړې واى، نو دا هم بربنډ واقعيت دى چې د روسیې د اشتباهاتو کچه په پرتله ايز ډول د اوکراین له سهوو څخه لوړه ده.
اوس داسې ښکاري چې غرب په افغانستان کې د مات شوي بې زړه شوي او بوډا شوي زيرک لوبغاړي په توګه د خپلې سلطې د خوندیتوب لپاره يو پياوړى مست، پارېدلى او سرشار ځوان قطبي خرس داسې تاوتریخوالي ته تشويق کړ چې د غرب له بيځايه لګښت څخه به هم مخنیوى شوى وي او ډير ژر به په لومه کې هم ونښلي. همدغه شان به روان اشغال په اوږد مهال ډول روسیې ته د غاړې طوق او د پښو ځنځير جوړ شي. که خبره راټوله کړم نو باید ووایم چې که امریکا ونکړاى شو چې د روسیې د هژمونيکي موخو مخه ونیسي خو د اروپا يوې برخې ته د ګواښونو په منلو سره يې روسيه په داسې مصيبت کې يې ونښلوله چې نه يې سر خلاصون مومي او نه هم لکئ. هوښياران له خرس سره ځان نه مخامخ کوي بلکې خرس په لومه کې نښلوي.
ښاغلی وحید صاحب درنه موضوع را منځته کړېده چی البته تحلیل او هضم ئې هم تېرو غاښو او ژرندی غوندی تېرې معدې ته اړتیا لری.
د روس او اوکراین کشالې ته ډیرو کسانو د ډیرو او مختلفو زاویو څخه کتلی دی چی ممکن هره زاویه ځانته خپل ارزښت ولری.
یو لید دا دئ چی:
ممکن د روس نظامی آس د اوکراین د کړکېچ په خټو کی بند سی.
دا لید یا تحلیل د ځینو جغرافیائی او فرهنګی او قومی او روحی او جنګی او اقتصادی او…… محدودیتونو د شتون په پام کی نیولو سره ممکن تحقق نه ومومی.
په هره توګه؛
ګومان نکوم هیڅ افغان ما غوندی د شوروی د هر اړخیز موجودیت او کُلیّت څخه فکری او عقیدتی کرکه درلوده خو دا خبره به د انکار وړ نه وی چی افکار او عقائد باید د زمان او مکان د واقعیتونو سره انطباق ولری که نې د فکری انجماد او انحراف خطرونه وړوکی خطرونه نه دی.
امّا د اوکراین د خپلواک هیواد او د ولوډیمیر بلنسکی په هکله یو څو ترخه ټکی:
اوکراین د عراق په اشغال کی د امریکائی امپریالیزم د نژدې او مخلص دوست پتوګه غوښنه برخه اخیستې وه.
بلنسکی په هالیووډ کی د استعمار د مزدور پتوګه( هنری او سیاسی) زده کړی تر سره کړی او غوښتل ئې ( یا غواړی ) چی د روسئې د ستر هیواد په وړاندی د امریکې او یهودو او انګریزانو خطرناکی نقشې او پلانونه پلی کړی خو روسیه په هره بیه چی وی د بلنسکی د ماموریت د بریالیتوب مخه نیسی.
په سوریه او عراق کی د غرب او اوردوګان مُرده ګوان ( داعش او سلفی تروریسټان ) د بلنسکی د ملاتړ لپاره چمتو سوی او د روس مقابلې ته لیږدول کیږی.
وروستۍ خبره دا چی:
لکه څنګه چی امریکائیانو ( جان اف کندی) په کوبا کی د شورویانو د اټومی وسلې د استقرار په وړاندی سخت غبرګون وښود اوټوله کوبا ئې په نابدۍ تهدید کړه او شورویان مجبور سوه اټومی وسلې د کوبا څخه بیرته وباسی نو همداسی روسیه هم نه غواړی چی څَټ ته ئې نژدې ( په اوکراین کی ) د ناټو ګوتی فعّالی سی او روسیه فقط غواړی چی د اوکراین د حکومت د مینی تار د ناټو څخه پرې او غوڅ سی او ګومان نه کیږی چی روسیې د اوکراین د اشغال پلان په کَله کی روزلئ وی.
سلامونه او مننه جناب غ حضرت وروره!
په ليکنه کې ما د اوکراین د حکومت په پلويتوب او مخالفت هيڅ ډول خبره نه ده کړې. زه ستاسو دريز هم يقيناً تائيدوم. زه منم چې ولادیمیر زيلانسکي د غرب د ګوډاګي په توګه پخوا هم د اشتباهاتو مرتکب وو اوس هم دى او کيداى شي سبا ته به هم وي. ما يوازې دغه اړخ را نيولى دى چې غرب له جنګي ماتې وروسته بل نيرنګ کاروي او هغه دا چې په معاصره وودکا مست پوتین يې وغولاوه او د سريښو په ډنډ کې يې ونښلاوه. دا په داسې حال کې چې لګښتونه به اروپا کوى او لوبه به امریکا کنترولوي
بيا هم مننه وروره
سلام
وایی چې سیاست مخ او څټ نه لری خو معاصره نړۍ ، لنډه نړۍ د توطیو او جنجا جلو نو نړۍ کې هم څټ لری او هم مخ. یعنی ملګری ملتونه د یوکراین ماشومانو لپاره په څلورو لسیزو کې ځانګړې غونده کوی هاها لری او هیاهو. خو مظلوم ماشومان په افغانستان کې دوه لسیزم د نه شنه کیدونکې دموکراسی تر نوم لاندې تباه شول. دطبیعی فاجعی لپا ره سور خط ورته راباسی!
وحید صاحب : موږ افغانان تل تکرارا په زړو کیسو کې راګیر پاتې یو اودپرون خبره مو ټینګه کړې وی پر نن بحث نه کوو. سایبیریایی خرس خوګ خنزیر غواړی چې یوکراین په ناتو کې شامل نشی او ددالرو سیاسی خوند له یاده وباسی. یوکراین هم لکه داشرف غنی تښتېدلې اداره دوه لسیزې دناتو او امریکا لپاره غلط کارونه کړی دی چې روسان یې نشی زغملی. بل داچې روسان دغه وخت او ستراتیژی له سوریی اوعراق څخه به کتو سره دامریکا یانو اوناتو کمزوری تګلاری په وړاندی یو ګام ګنل کیږی دزورور اوبه به پېچومی خیږی. کور ودان خوښ اوسی.
سلامونه او نيکې هيلې مې ومنئ جناب ع شريف زاد صاحب محترمه
له کمنټ څخه مو نړۍ مننه خو تاسو باور وکړئ چې زه ماضي يوازې د تاريخ برخه ګڼم او د استناد لپاره ورباندي کله کله حواله ورکوم. په دغه ليکنه کې مې په تازه عنوان باندي د نوي معاصرې روسي وودکا په نشه باندي د مست قطبي خرس غير سنجول شوى او نا اټکل ترخه ګوله پورته کولو باندې مکث کړى دى چې کيداى ستونى يې ورته څيرې او يا يې هم معده وشړوي. په هر حال مننه
سلام
تا سره زه موافق یم زما هدف له تکراره دڅار ، تحول، تودې اویخو خبرو ، اخر خط او نورو پس منظر کې د نړیوالو شنونکو کارپوهانوپه کتار کې داکتر، نداف، استاد دانشګاه، کارشناس روابط بین المللی، ملا ، برګ، پخوانی او اوسنی مشر. پارلمانی والا هدف وه .داچېرې ول دلیکنې وخت کم وه نو ځکه اصلی خبره رانه پاتې شوه . اباد اوسې
بيا هم مننه جناب ع شريف زاد صاحب محترمه
ما ويل که ما سهوه کړي وي چې پوه شم او د سمون په تړاو فکر وکړم