یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهروسي روبل د بهرنیو اسعارو په مقابل کې په بې ساري ډول...

روسي روبل د بهرنیو اسعارو په مقابل کې په بې ساري ډول ولوېد

تاند(دوشنبه، د حوت ۸ مه) د روسیې فدرالي جمهوریت پولي واحد روبل د خپل تاریخ تر ټولو ټیټې کچې ته ولوېد چې د دې خبر د لیکلو پر وخت په نړۍ وال مارکېټ کې یو ډالر په څه باندې ۱۰۰ روبلو باندې تبادله کېږي.

تر دې مخکې، د اسعارو د تبادلې یو شمېر وېب سایټونو خبر ورکړی وو چې ۱ ډالر په ۱۱۷ روبلو تبادله شو.

د جمعې په ورځ او له هغه را وروسته د شنبې او یکشنبې په ورځو، چې د اونۍ پای بلل کېږي او معمولا په اسعاري تبادله کې د جمعې د ورځې نرخ کارول کیږي یو ډالر په څه باندې ۸۳ روبلو تبادله کېده.

په اوکراین باندې د روسیې له برید څخه وروسته متحدو ایالاتو او اروپایي اتحادیې په روسیې باندې یو لړ اقتصادي بندیزونه ولګول او تېره ورځ یې ګڼ‌ شمېر روسي بانکونه د سوېفټ له نړۍ وال سیستم څخه هم پرې کړل چې په نتیجه کې یې د روسیې او د نړۍ د بانکونو تر منځ مالي معاملې ودرېدلې.

روبل له ۱۴مې میلادي پېړۍ راهیسې د روسیې په قلمرو کې د پولي واحد په توګه کارول کېده، چې په ۱۷۰۴ کې د سکې په توګه دوران ته ولوېد، او تر هغه وروسته د شوروي اتحاد په رامنځته کېدلو سره په شوروي روبل باندې واوښت.

د شوروي اتحاد له ړنګېدلو څخه وروسته، د ۱۹۹۳ په سپتمبر کې د شوروي روبل ځای روسي روبل ونیو او په پیل کې یې قېمت د یوه ډالر په مقابل کې یو روبل وو، خو وروسته په روسیه کې مالي بحرانونو د هغه ارزښت کم کړ، تر دې چې نن او دا شېبه یې ارزښت د یوه ډالر په مقابل کې له ۱۰۰ روبلو څخه ښکته شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب