یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپر بهرنيو سفرونو بنديز ته غبرګون، م.م ط د افغانانو په يرغمل...

پر بهرنيو سفرونو بنديز ته غبرګون، م.م ط د افغانانو په يرغمل نيولو تورن کړل

تاند: ( دوشنبه، د کب نهمه) د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو څانګې د افغانانو د بهرنيو سفرونو په اړه د طالبانو د حکومت بندیزونو ته غبرګون ښودلی.

د یاد شوي سازمان د بشري حقونو د برخې یوې مسوولې مېرمن هیدر بار ویلي، چې طالبانو له دې پریکړې سره وښوده، چې غواړي د افغانستان خلک او په ځانګړي ډول ښځې یرغملې کړي.

يو شمېر بهر مېشتو افغانانو هم، چې طالبان ورته لاسرسی نه لري، د طالبانو د حکومت يادو بنديزونو ته توند غبرګون ښودلی دی.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد پرون وويل: له شرعي محرم پرته ښځې نه شي کولای چې له هېواده بهر سفر وکړي.

 ذبیح الله مجاهد دا هم وويل: هغه څوک چې له هېواده بهر پرته له عذر ځي دوی یې مخنیوی کوي، ځکه چې اوسمهال په بهرنیو هېوادونو کې مېشت افغانان په بد وضعیت کې دي او دوی نه غواړي چې نور افغانان هم د هغوی پر سرنوشت اخته شي.

له دې سره، په رسنيو کې د طالبانو يو خپور شوی مکتوب څرګندوي، چې ټولو هوايي ډګرونو او سرحدي دروازو ته د هغو کسانو د سفر د ممانعت امر شوی، چې له ناټو يا امريکا سره يې په افغانستان کې دنده ترسره کړې او هغوی یې له افغانستان څخه غواړي وباسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب