یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد روسیې او اکراین خبرې او یو بل ته د مرګ ژوبلو...

د روسیې او اکراین خبرې او یو بل ته د مرګ ژوبلو ادعاوې

تاند(دوشنبه، د حوت ۹ مه) د اوکراین او روسیې پلاوي نن د خبرو لپاره د بیلاروس پولې ته ورسېدل او اوکراین مخکې تر مخکې د اوربند او د روسي ځواکونو د وتلوغوښتنه وکړه.

دا وروسته له دې چې د پنجشنبې په ورځ روسیې د اوکراین پر خاوره یرغل وکړ، د دواړو هیوادونو لومړنۍ خبرې دي.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې روسي پوځیان له مځکې او هوا پر اوکراین بمباریو ته دوام ورکوي.

د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر وویل چې د دغه هیواد پلاوی د اوکراین او بیلاروس پولې ته رسېدلی چې هلته له روسي پلاوي سره مخامخ خبرې وکړي.

د روسیې دولتي رسنیو هم یوه ویډیو خپره کړه او ویې ویل چې اوکرایني پلاوی په هیلي کوپتر کې د خبرو ځای ته رارسېدلی دی.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي ویلي چې دې خبرو ته هیله نه لري خو له هر فرصته که څه هم ډېر کوچنی وي، د جګړې د درېدو لپاره کار اخلي.

ده وویل:«که د زړه خبره وکړم، د تل په شان، زه په رښتیا پر دې ناسته باور نه لرم، خو پرېږدئ چې دوی هڅه وکړي چې وروسته حتي یو اوکراینی هم په دې شک ونه کړي چې ما د ولسمشر په توګه هڅه ونه کړه.»

په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر له اروپايي اتحادیې وغوښتل چې دغه هیواد ته په اروپايي اتحادیه کې فوري غړیتوب ورکړي.

له بلې خوا د اوکراین پوځ وايي چې د خارکیف ښار پر ملکي سیمو د روسي ځواکونو په بریدونو کې لسګونه ولسي وګړي وژل شوي دي.

د اوکراین د لوی درستیز دفتر وویل چې روسي پوځیانو نن د خارکیف پر ګڼو ملکي سیمو حملې وکړې.

مخکې ملګروملتو ویلي و چې په اوکراین کې ۹۴ ملکیان وژل شوي او ۳۶۷ نور ژوبل شوي دي.

ملګري ملتونه همداراز وايي چې تراوسه پورې ۵ لکه اوکراینیانو نورو هیوادونو ته پناه وړې ده.

پر روسي اژانسونو د هکرانو حملې

په همدې منځ کې هکرانو د روسيې تاس خبري اژانس هک کړی دی. تاس دا خبره تاییدوي او وايي چې د خپلې ویبپاڼې کنټرول یې له لاسه ورکړی دی. اوس د تاس پر ویبپاڼه د جګړې ضد عکسونه او عنوانونه لیدل کېږي.

الجزیره تلویزیون وايي چې د روسیې د ریانووستي او یو شمېر ورځپاڼو پر ویبپاڼو هم بریدونه شوي او د هغوی له کنټروله وتلي دي.

 د جګړې د مرګ ژوبلو په اړه د دوو خواوو ادعاوې:

اوکراین وايي، په تېرو ۵ ورځو کې یې د روسیې ۲۰۰ پوځیان ژوندي نیولي، ۵۳۰۰ وژلي، ۲۹ الوتکې او ۲۹ هیلي کوپتر یې غورځولي، ۵۳۶ زغرګاډي، ۶۰ ټانکونه، ۱۵ لوی توپونه او توغندويي رادارونه یې ویجاړ کړي دي.

روسیه بیا وايي، د دغه هیواد ۲۵۰ لنډواټنه توغندي په اوکراین کې پر ټاکلو هدفونو لګېدلي، ۱۱۱۴ پوځي تاسیسات، په تور سمندرګي کې ۷ وړې بیړۍ، ۸ الوتکې، ۷ هیلي کوپترونه، ۹ ډرون، ۳۱۴ ټانکونه او زغرګاډي، ۳۹ توغندويي رادارونه، ۸۹ توپونه او هاوانونه، ۳۱ ځانګړي پوځي ګاډي، او ۳۱ ایس ۳۰۰ د هوايي دفاع سیستمونه له منځه وړي دي.

د نړۍ تر ټولو ستره الوتکه ویجاړه شوه

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب