Home+د نړۍ تر ټولو ستره الوتکه ویجاړه شوه

د نړۍ تر ټولو ستره الوتکه ویجاړه شوه

تاند(دوشنبه، د حوت ۹ مه) د نړۍ تر ټولو لویه باري (کارګو) الوتکه، انتونوف -۲۲۵ پر اوکراین د روسیې د یرغل په څلورمه ورځ کییف ته نژدې ویجاړه شوه.

د اوکراین (Ukroboronprom) دولتي شرکت پرون (یکشنبه) وویل:«یرغلګرو پر اوکراین د بلوسې په ترڅ کې زموږ اې این – ۲۲۵ انتونوف الوتکه کییف ته نژدې په ګوستومیل هوايي ډګر کې وویشته او ویجاړه یې کړه.»

دا الوتکه په نړۍ کې بې سارې وه ځکه چې ۸۴ متره اوږده وه او تر ۲۵۰ ټنه بار یې په ساعت کې په ۸۵۰ کیلومتر سرعت کې وړلی شو.

پر دې الوتکه یې مریا (Mriya) نوم ایښی و چې په اوکرایني ژبه خوب یا رویا ته وايي.

د اوکراین د باندنیو چارو وزارت پرون له دې پېښې وروسته پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل:«روسیه به زموږ مریا ویجاړه کړي، خو هیڅکله به د غښتلي، خپلواک او ولسواک اروپايي دولت په توګه زموږ خوب ویجاړ نه کړای شي، موږ یې مخه نیسو.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...