Homeخبرونهمجاهد: کابل کې ۱۵ اختطافګر او داعشیان، ۵۰ حرفوي غله او سلګونه...

مجاهد: کابل کې ۱۵ اختطافګر او داعشیان، ۵۰ حرفوي غله او سلګونه وسلې او مهمات نیول شوي

تاند: ( دوشنبه، د کب نهمه) د طالبانو د حکومت وياند ذبیح الله مجاهد پرون په یوه خبري کنفرانس کې په کابل ښار کې د وروستیو دوو ورځو چاڼیزو عملیاتو لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

مجاهد وويل، چې دغه عملیات په بشپړې همغږۍ او احتیاط سره روان دي.

ذبیح الله مجاهد د دغو چاڼیزو عملیاتو موخه په کابل ښار او شاوخوا ولایتونو کې یې د بشپړ امنیت تامینول او له مغرضو او شریرو کړیو، انسان تښتوونکو، لوټمارو او غلو څخه د ښار پاکول وبلل.

ذبیح الله مجاهد د دغو چاڼیزو عملیاتو موخه په کابل ښار او شاوخوا ولایتونو کې یې د بشپړ امنیت تامینول او له مغرضو او شریرو کړیو، انسان تښتوونکو، لوټمارو او غلو څخه د ښار پاکول وبلل.

هغه همدارنګه له ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه کابل ښاریانو څخه غوښتنه وکړه چې د دغو عملیاتو په ترسره کولو کې د طالبانو له ځواکونو سره همکاري وکړي او ډاډ یې ورکړ چې دغه عملیات د هېچا په زیان نه دي.

مجاهد په کابل کې د دوو ورځو چاڼیزو عملیاتو لاسته راوړنې داسې بیان کړې: د دوی ځواکونه تر اوسه توانېدلي دي چې ۱۳۳ کلاشینکوفونه، ۹ کرینکوف، ۵ کلکوف،۳ ایم۴، ۱۸۱تومانچې،۲ کره بین،۴۴ توغندي، د توغندي ۸۵ ګولۍ، ۷ پیکاوې، یوه داشکه، دوه درازکوف، د دوه اتیا- ۱۰۷ ګولۍ، ۲۰ لاسی بمونه،  ۳۶ چسپکي او غیر چسپکي ماینونه، ۱۳ ټنه بارود، ۸۹ ګرنیت، ۲۱ یوولس ډزې، ۳ ډرون کامرې، ۴ رنجر، ۴۴ موټر، ۱۳ زغره وال موټر، ۳ زغره وال لنډکروزر، یو هایلکس، ۶۴ کوچنۍ او ۱۲ غټې مخابرې او سټلایټ، یو ماین پال، د هاوان یو دروبین، ۵۶ دوربینونه، ۴۲ جامر او همدارنګه ۶۰ زره ۳۸۶ بېلابېلې مرمۍ کشف او ترلاسه کړي.

دغه راز تراوسه ۹ انسان تښتوونکي، ۶ داعشیان او ۵۳ حرفوي غله له حکومتي اجناسو سره نیول شوي او د میر حمزه په نامه یو ډاکټر او د میرویس په نامه یو بل کس د تلاشۍ په وخت کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه آزاد شوي دي. دغه راز دوه ۱۲ کلنې او ۱۳ کلنې نجونې هم د انسان تښتوونکو له منګولو څخه ژغورل شوې دي.

د طالبانو د حکومت ویاند دغه راز د امریکا د متحدو ایالاتو د مالیې وزارت له خوا د ځنیو محدویتونو د لرې کولو مننه وکړه او پر افغانستان یې د نورو محدویتونو د لرې کولو غوښتنه وکړه.

هغه دغه اقدام د دواړو هېوادونو د اړیکو په ټینګښت کې اغېزمن وباله او څرګنده یې کړه چې د طالبانو حکومت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې او مثبتې اړیکې غواړي.

په همدې حال ذبیح الله مجاهد، د افغانستان له خلکو سره د هند د ۵۰ زرو ټنو غنمو بشري مرستو مننه وکړه او دغه راز د دغو مرستو په انتقال کې یې د پاکستان له همکاریو قدرداني وکړه.

ذبیح الله مجاهد، د افغانستان ټولو خلکو په ځانګړې توګه کابل ښاریانو ته ډاډ ورکړ چې پیل شوي عملیات د غوره امنیت د ټینګښت لپاره دي او ټینګار یې وکړ چې په عملیاتو کې د ګذر د وکیل او د جومات د ملا امام له شتون پرته هېڅوک د پلټنې اجازه نلري.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د طالبانو د يادو عملياتو د هرکلي ترڅنګ په دې اړه منفي غبرګونونه هم څرګند شوي دي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي دغه عمليات د خلکو پر خصوصي حريم د تېري او د دوی د ځورونې له کبله « جنایت» ګڼلی او د ودرولو غوښتنه یې کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...