یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمنصور احمد خان د ننګرهار سوداګرو ته د ستونزو د حل ډاډ...

منصور احمد خان د ننګرهار سوداګرو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ

تاند: ( دوشنبه، د کب نهمه) په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان نن ننګرهار ولايت ته د سفر پر مهال د دی ولایت له سوداګرو سره لیدلي او د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړی.

نوموړي پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې د دغه سفر پر مهال يې د کابل- اسلام اباد ترمنځ د سوداګرۍ د نوي پړاو د پیل خبر ورکړی.

پاکستاني سفير ويلي، چې هېواد یې له افغانستان سره د سوداګرۍ د زیاتیدو هڅې کوي.

هغه دا هم وويل، چې وروستیو جګړو نه يوازې افغانستان، بلکې پاکستان هم زيانمن کړی دی.

نوموړي زياته کړې، چې په سرحدي سيمو کې د افغان سوداګرو د ستونزو د حل لپاره کار کوي، څو شته ننګونې حل شي.

د ننګرهار سوداګرو په دې برخه کې د عاجلو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

نن په پام کې وه، چې تورخم کې د پاکستان او طالب چارواکو تر منځ د سوداګرۍ د پراختيا په اړه خبرې تر سره شي، خو تر اوسه یې جزییات نه دي معلوم شوي.

4 COMMENTS

  1. د دغه سړی له عکس سره سخت حساسیت لرم. ډیره منحوسه څیره لری د هیرا منډی تولید. انشاءالله که خدای کول پاکستان به تباه شی دومره هم چی ساه وباسی د طالب جاسوسانو کمک دی.

  2. ددغه مړتت د عکس سره طبعې حساسېت لرم او له دې حبېث څخه خپل خړ سپې ډير راباندې ښه لگږې

  3. د دغه سړی څیره د شیطان ښکاری، د هیرا منډیی اولاد دی، اوس خو به حوښ وی چې دوی فکر کوی چې افغانستان د دوی یوه صوبه شوه، خو دا خوبونه غټو قدرتونو هم لیدلی ؤ، اوس خو طالبان په ویره او وحشت په خلکو حکومت کوی خو دا دویری او وحشت دور به هم تیر شی او د ملا او چړی دور به هم تیر شی، نن دنیا کوم ځای ته روانه ده او ملا چړی لا د ښځو د بندیز نه بل څه نه وایی، دا اسلام لکه دوی چې تازه کشف کړی وی، د دی تورو پنجابیانو دا حرکات به انشاالله د دوی مخ بیا هم ورتور کړی،

  4. ډير افسوس چې ددې سپي په غلامي کې افغانان ځان ويني او له تاريخ نه يې څه زده نه کړل، نه يې ددوی منافقت ته کتنه وکړه، نه ددوی په لاس د خپلو افغانانو د قتل او د افغانستان تباهۍ دوی وپيژندل…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب